نورمحمد سعید د ځانګړي سبک لرونکی لیکوال

ښاغلی سعید چې تر ما به یې تاسو ښه پيژنۍ نه یوازې یو لیکوال دی بلکه یو شاعراو ژورنالیست هم دی چې د ادبي ژوند په هره برخه کې یې هڅې د پام او ستاینې وړ دي. دا چې دده په شخصیت هر څومره خبرې وشي بیا به هم کمه وي، ځکه ښاغلی سعید له یوې ورځې بلې ورځې ته د پرمختګ په حال کې دی.د ده په لیکنو کې زمونږ د هیواد د ځينو لیکوالانو په څير ډيرې لوڅې او بربڼډې خبرې نه وي، د زړه خبره ښاغلي سعید هم کړي وي او لوستونکي ته یې پوره مطلب رسولی وي خو په داسې ځانګړي هنري انداز چې دا ډول هنرې لیکنې او هنري لیږد به ډير کم کسان وکولای شي. ما یې بیخي ډيرې لیکنې لوستې دي او څه ناڅه مې پرې سوچ کړی د د ه د لیکنې ا نداز تر ډیره ډير ادبي دی او ځانګړی هنریت لري، ژبه یې ساده او روانه وي.ښاغلی سعید ډيری وخت داسې لیکنې کوي چې وخت او یو رژیم به د ده لیکنې زړې نشي کړای او نه به هم پرې څوک داسې قضاوت وکوي چې د ده لیکنې دې زړې شوي او یا دې هم د وخت په تیریدو سره زړې شي.زموږ په هیواد کې به نن سبا لیکوالان بیخي زیات وي او زیاتې لیکنې به کوي خو هنري لیکوالان به پکې د ګوتو په شمار وي. د ښاغلي سعید په نثر کې بله تر ټولو لویه ښیګڼه هم داده چې لیکنې ته پراخه مطالعه کوي او د پراخې مطالعې په ترڅ کې لیکنه کوي یانې لیکنه یې تر ډيره مستنده وي او مستنده یې لیکلې وي. بل داچې کله هم لیکنه کوي تر هغه چې د لیکنې په اړه ورته پوره انګیزه نه وي پیدا شوې نه غواړي چې لیکنه وکړي. لیکنه یې تل وړه او له ډيرو مفاهیمو ډکه وي، څکه ښاغلی سعید تل ټینګار کوي چې لیکنه باید اوږده نه وي ځکه چې نن سبا ډيری کسان دومره وخت نه لري چې ډيرې لویې لویې پرپړې وګوري او ویې لولي. ښاغلی سعید تل هرڅه له ټولنې را اخلي او ټولنې ته یې په هنري ژبه وړاندې کوي، لیکنې یې ډيری اصلاحي وي په لیکنه کې د انتقاد تر څنګ د اصلاح لارې هم ښودل شوي وي او پکې داسې بیلګې راوړل شوي وي چې په نړۍ کې یې ښه پایله ورکړي وي، داسې نه کوي چې و وايي زما په اند ډير څه داسې وايي چې په لومړي سرکې له خپل اند څخه وړاندې په نړیواله کچه بیلګې راوړي او بیا یې د خپل اند سره یو ځای یې د لوستونکي په واک کې ورکوي، ښاغلی سعید د دې ترڅنګ چې یو لیکوال دی د شاعري په ډګر کې هم ځينې وخت د زړه درد خلکو ته بیانوي همدارنګه د ژورنالیزم په ډګر کې هم یو بې ساری ژورنالیست دی. لنډې کیسې خو یې ماته دومره خوند را کوي چې یوه کیسه یې څو ځلې لولم، ځکه د ده کیسه یوازې یو اړخ نه لري په کیسه کې د سیمې او یا د پیښې ځای داسې انځور شوی وي چې ډير ځلې به مارنګی کس داسې خیال وکړي چې ګواکې همدا اوس د پیښې په ځای کې ولاړیم او ننداره یې کوم، ښاغلی سعید یو ریالیسټ لیکوال بللی شو.د دې لپاره چې خبره را څخه اوږده نه شي او د نورو وخت مې نه وي نیولی خپلې خبرې د ښاغلي نورمحمد سعید په یو غزل را نغاړم چې وايي:

غزل
داسي زړه رانه ظالم په یوه نـــــظر وړي
لکــــــه باج چې له بې وسه زورور وړي


...
ما ليکلي توري ځـــــکه شفق رنګ دي
دغــــــه هر یو رانه یوه ټوټه ځيګر وړي


نور خو ډير څــــــه رانه وړي دي حالاتو
جبر داکړي چې له ګوتــــو مي هنر وړي


امیلــــــــونه جوړوم په ساحل ناست یم
دلونګو جوړ ځونډي مي سمنـدر وړي


په سینـــــــــــه کي درد پالل اسانه نه ده
دا له سترګـــو نه خوبونه هم اکثر وړي


داتیارې یې په ( نور) کلــــــه رڼا کيږي
شمع هسي دسره اور لمبې په سر وړي

په درنښت

محمدالله ارین احمدزی