افغان ژورنالست ورک شو!

درنو لوستونکو!
لکه څنګه چې تاسو ته مالومه ده چې افغان ژورنالست حميدالله ترابي له لسواو پنځلسو ورځو راهيسې له خپل کور څخه پوځي کسانو د شپې دعملياتو په ترځ کې وړى دى.
څوک وايي چې د خوست والي په شخصي زندان کې اچولى خو ځينې وايي چې د ملي امنيت کسانو له ځان سره وړى دى او يوه بله ډله خلک بيا امريکايان په کوته کوي چې اکثره خلک او په خوست کې ژورنالستان هم دوي له خپلو کورونو څخه وړي او څوک ترې پوښتنه هم نه شي کولى،خير دا خو به منې چې دلته اوسيږې.
زه کومه د شر ليکنه نه کوم او نه مې په نيت کې ده خو راځم او ځينې خبرې تاسو ته کوم.
١_ کله چې ترابي صاحب د شپې له خو يووړل شو نو هغه سپين سترګي ژورنالستان چې په خوست کې له نړيوالو رسنيو سره کار کوي نو د يو خبر له پاره لس متره هوا ته ټوپ اچوي او تمامه ورځ ورپسې ګرځي افغان ژورنالست حميدالله ترابي په اړه يې غوږ هم ونه ښوره و او داسې هم نه ده چې دوي به خبر نه وي ولې حميدالله ترابي مشر ورور په بيا،بيا دوي ته وويل او له دوي نه يې غوښتنه وکړه خو د خوست ولي چې يواځې وړه شانتې اشاره ورته وکړه چې دا خبر خپور نه کړئ نو ټول غلي شول،دا کومه پټه خبره نه ده زه هم په دې ژورنالستان کې موجود وم د والي له ډار ما هم په ژورناليزم سترګې پټې کړې

٢_ په خوست کې د ژورناليستانو ټولنه ده چې په نيشت حساب ده او د ځان څخه مچ هم نه شي شړلى،دې ټولنې ته د حبيب الله چې د ترابي ورور دى ورغى خو څه ګټه يې ونه کړه او دادې ټولنې مشر ورته وويل(زه دا کار نه شم کولى ولې چې زه يو خرڅ شوى کس يم)

٣_ افغان ژورنالست حميدالله ترابي له شپږو(٦)کالونو راهسيې له ولس غږ راډيو سره و،چې مشر يې امان الله حقمل او د امتياز خاوند يې بسم الله حقمل دى دوي چې کله د خپل ژورناليست له نيولو څخه خبر شول نو دواړه کابل ته وتښتيدل او يوه ورځ وړاندې بيرته راغله چې اوس پټ،پټ ګرځي،چا ترې پوښتنه کړي وه چې ترابي راخلاص نه شو؟ نو دوي ورته ويلي و چې ترابي څوک دى موږ خو يې نه پيژانو.
توبه داسې وخت راغى چې شپږ کاله به ورسره په يو ځاى کار وکړې او بيا به دې نه پيژاني، رښتيا يې ويلي چې په تا به غم وي او زه به نو نه يم .
الله دې ترابي راخلاص کړي که چيرته مجرم نه وي او خداى دې بيا بل ژورنالېست نه زنداني کوي ولې چې د خوست ژورنالستان خولې نه لري.

ا،راحيمي