له وتلي شاعر، لیکوال او ژورنالیست ښاغلي نور محمد سعید سره د ادبي ناستې خبرتیا

د دې لپاره چې ژوندي مو د دوی په ژوند نازولي وي، د قلم نړیوالې ټولنې د راتلونکو پنجشنبې په ورځ د ښاغلي نور محمد سعید لپاره یاد غونډه جوړه  کړې. د دې لپاره چې دا غونډه لا پسې رنګینه شي له ټولو قلموالو، فرهنګنیانو او د ادب له مینه والو څخه په درنښت هیله کیږي چې له مونږ سره په دې ادبي ناسته کې ګډون وکړي او دې غونډې ته په خپل راتګ سره لا ښکلا ور بخښي.ستاسو راتګ ته سترګې په لاره.

 هیره دې نه وي چې یاده شوې غونډه د پنجشنبې په ورځ د ماسپښین په ۱:۳۰ دقیقې پيل کیږي.

په درنښت

پته: کابل ، قلعه  فتح الله ۴ سړک کوچه مسجد

د قلم نړیوالې ټولنې مرکزي دفتر

نیټه: ۳۰/۱۰/۱۳۸۹ هجري شمسي کال

د اړتیا په ترڅ کې کیدی شي له  لاندې شمیرو  سره اړیکې ټينګې کړۍ:

۰۷۸۶۸۶۵۶۸۳

۰۷۷۵۰۰۳۴۷۸