میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دیودیرشمې اوونیزې غونډې رپوټ
د میرمن بهیر اونیزه غونډه د ۱۳۸۹ کال شنبې په ورځ د جدی به څلورمه نېټه د ګن شمیر خویندو به ګډون د پوهنی وزارت په کلوپ کی جوړه شوه .
د غونډې کوربه اغلی طوبا ندا ساپی ،او مشر میلمه يې تکړه لیکوال ښاغلی انور وفا سمندر و .غونډه دماسپښين په یوه نیمه بجه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه. د غونډی په لومړی برخه کی په کاری مسایلو خبری وشوې د کاری مسایلو نه وروسته ښاغلې وفا د نړیوالو ادبیاتو او ادبی تخلیق په اړه خپل پرزنتېشن وړاندې کړ چې بشپړ متن يې دا دی: (( زه او لیکل
«بېرته مې واخستل، هغه څه چې ما ووېل؛ ځکه چې په کلام کې مانا نشته او په مانا کې کلام» شمس
ولې یې لیکم؟
په بې شکله، بې زمانه، بې مکانه هستۍ کې وم؛ ژوند ته را ولوېدم. کورنۍ، قوم، فرهنګ مې کپسونه شول! زه ولې؟!
او دا سولیه ده چې «دوه زره نوي یم کال» یې وکاره. دا سوالیه ده چې «زرګره او زرلاسی کودګر» یې اوو مېاشتنی راوړ. په «بنیادمان» ننوت او «په کور یو لیوني» کې یې ځان له ټول بخت او پایتخت سره وچاوه. نوره سوالیه نشته!
«زه» نه یم چې ورته ولیکم. زه نشته چې ولیکي. خاپوړې کوم چې د غوښو، هډوکو، وینو، ذهن او حافظې له دیوالونو واوړم او سپین پاتې شم. کلام ژوندی دی. غږ یې تازه تازه پنځوي.
سرنوشت دادی چې سپین شم. کله کله پوښتم، دا اورونه چې زموږ ژبه، زموږ حروف یې کري، که راباندې را تاو شي، تر اټوم درنه چاودنه به ووینو. نوره نو دا پوښتنه نه شته چې ولې یې لیکم؟ اصلاً پوښتنه نه شته! هره پوښتنه په ځان کې دننه ځواب شوې. هره ستونزه له خپل حل سره زموږ مخې ته ولاړه ده؛ که یې لېرې کړم، بیا مې مخه نیسي، که ور ته وژاړم، لا مې زوروي؛ خو که ورسره مخ شم؛ حل ځای پرځای مخې ته راوځي. حل زما دننه دی، ځکه مشکل زما دننه دی.
«ځمکه د زده کړې مدرسه ده، ستونزې او سختۍ یې ازموینې دي، دردونه او غمونه یې سوالونه دي!»
موږ پېدا یو چې خپل فردیت بربنډ کړو. فردیت څېړنه په دې پای مومي چې «زه دروغ یم. دروغو یم جوړ کړی او وژلی او پر ځان یې یم هېر کړی. که له زده شوي فرهنګ، ادب، اخلاقو ور واوړو، په چا به پېښ شو؟
په هېچا! خو خپل اصلي ذات. ځکه یم به خو بېنومه، بېنښانه او بېسیوري لرونکو افکارو.
د کلام سرنوشت همدا دی، چې په بې تیارو فکرونو واوړو. د اګاهۍ ځلېدل همدا دي. او د غږ په چینې د اوښتلو منزل همدا دی.
ټولنیز قلمرو
د اصلاح، آبادۍ، آزادۍ، دفاع...په خاطر یې لیکو!
آیا زه آزادیم چې نور آزاد کړم؟ آیا آزادي د پوهې او اګاهۍ هغه پوله نه ده چې دا شیبه یې زه لرم؟!
«ستا آزادي تر هغه ځایه ده، چې د بل آزادي پېلېږي!»
د لیکنې سرنوشت:
ستر لیکوال یې په دې ختموي، چې نه یم پوهېدلای!...څه نشته؛ خو لا نه دی ور باندې پوهېدلای!
لیکوال د ځان لیکوال دی. څه په کې ځغلي او دی هغو ته د حروفو جامې وراغوندي او په ادبي قالبونو کې یې ودروي. خو لا نه را په ډاګه کېږي. موږ «لمر» درې توري کړی. خو لمر خپله الفبا په ټولې ځمکې، ستوریو، څېرو او څیزونو هره شیبه کري او پرېږدي.
نو څه دي چې د فرد له دریڅې غواړي بربنډ شي؟ خو فرد خپله کله بربنډ شوی؟ فرد چې مینه یوازې د مذکر او مونث فزیکي اړیکه ګڼي، فرد چې پر مینه شرمېږي نارې وهي: «دومره پوهېږم، چې نه پوهېږم»، «دا کتاب مه لولۍ.»...«زه مانفسټ نه یم...زه مارکس یم خو مارکسیست نه یم.»، «خدایا، هغسې چې ته یې لا ما نه یې پېژندلای!»
خو انسان بیا هم خپل زړه په حروفو او متنونو تشوي. مکاتب او باورونه، فرهنګونه او تمدنونه ددې بېسوادۍ پایلې دي. بشر یوازې د معلوماتو په تبادلې اخته دی.
معلومات د ذهن په څلورو کړکیو کې:
هنر د معلوماتو راوړل نه دي. پنځونه د حال د ژبې غږېدل او غږک کېدل دي. او معلوماتي زېرمې د ذهني فعالیت په ترڅ کې ثبت شوي.
ذهن څلور رکنه لري. یا ښه ده ووایم ذهن څلور دندې سرته رسوي. دوه لومړۍ یې د فزیکي حواسو له لارې د ترلاسه کړو څېزونو د خوښوولو او نه خوښوولو دندې سرته رسوي. دریمه برخه یې قضاوت او حکم صادروي او څلورمه برخه یې په اجرا لاس پورې کوي. همدا څلورمه برخه ده، چې روانشناسي یې د «ایګو» یا «زه» په نامه پېژني.
معلوماتو ته تسلیمېدل، د معلوماتو تکرارول، معلومات په ځان کې پړسول، معلومات د حروفو په ریتمونو کې نڅول...دا ټول ځان وژل دي. (کاروان، توپاني، شفق، جلان، درمل، ومان، دیدار، سحر...) هغه ناپېژندلي غمي دي چې لا یې د حروفو په ماده کې مناسب قالب نه دی موندلای.
نننی انسان په فرهنګي اشباع کې را ایسار دی. نن بشر وخت نه لري چې ټول کتابونه یا یوه زیاته برخه یې ولولي. نن بشر تکنالوژي لري، کمپیوټر او انټرنیټ لري، مبایل او نورې اسانتیاوې لري، ځکه کتاب ګوښه کیږي، کتاب د زده کړې له اصلي دریځه را کوزیږي، بشر غواړي په یوه شیبه کې ټوله نړۍ، ټوله هستي را خلاصه کړي. او دلته ده چې انسان باید د خپلو فزیکي سترګو، غوږو او نورو حواسو پرځای په ځان کې د حرکت او ارتفاع نیولو هغه مرکزونه فعال کړي، چې بالاشرطه پوهې ته یې ور رسولی شي.
خیال:
«هرڅوک هومره حقیقت ترلاسه کوي، او مومي، چې د لاسته راوړلو له پاره یې ځان چمتو کړی وي. د فرد له ظرفیت څخه زیات څه د هغه د ذهن له کنډولي څاڅي او وینځل کیږي» هارولد کلمپ
خیال د انسان د پوهې د الوت بې پولو قلمرو دی. خیال د هستۍ له پولو اوړي، نیستي تجربه کوي، او انسان د زمان او مکان له منګولو ازادوي. خیال د فردي ازادۍ اصلي ډګر دی. په خیال کې نه لیدلې ایتوپیا تجربه کولای شو. د واقعیت ټول فصل له خیال څخه راوتې. فرد پرته له خیال هیڅ نه لري. په خیال کې د شعور او پوهې ټولې پولې، دیوالونه، د اور سیندونه، او لوړې ژورې شکل او خاصیت له لاسه ورکوي. په خیال کې موږ هیڅ پوله نشي تم کولای. زه یم خو خیال مې له ماشومتوبه ویده کړی. ما به چې خوبونه موندل مور به ویالې ته لیږلم. او ویالې به یوازې شوړسسس...کاوه. له هغې وروسته یې ښوونځي ته ولیږلم، مکتبي شوم! او کتاب مې مسلک شو. کتابونه مې ولوستل او ولیکل خو ځان مې پوره ونه لیده. خپل کتابتون مې په کتابونو ډک دی. رسنۍ هره ورځ نوي او نوي کتابونه معرفي کوي. کتابونه او دا فرهنګ چې څومره غواړې شته او لا ډیر دی! خو زه یې لیک. څه شی لیکم چې له لیک او تورو بهر پاتې کیږي. ښایي دا کومه بې شکله هندسه وي، ښایي زه د کوم بې شکله کلام په راژباړلو اخته وم! ښایي ځواب په خپل خیال کې ومومم. دا هغه یوازینۍ شیبه ده چې خیال پیلولای شم.
نن موږ له دې ننګونې سره مخ یو چې څرنګه خپله کمي پرمختیا په کیفي ځواک واړو.
راځۍ پر ځان ورووځو! ځان ننداره کړو. زه چې نه د بدن کالب یم، او نه د ذهن ذخیره؛ نو په کومو ګوتو به لیکل کېږم، په کومه ژبه به غږېږم، په کوم غوږ به اورېدل کېږم.
په ځان کې سلامت راويښېدل د ټول بشریت لپاره عفو له ځان سره لري. زه چې نور د زنګوهلو افتخاراتو منجاور ونه اوسم؛ نو پرڅه به جنګېږم؟ راځۍ ژوند وکړو! هسې چې هر کار او حرکت مو نڅاه شي، هره غږ مو سندره او هره څېره مو د نوی ښاېست، تازه او نه تکرارېدونکی ښاېست.
«وینا له ځان سره کولای شم، یا هغه چا سره چې ځان په کې ووینم»شمس
تمدنونه راټوکیږي، ځوانیږي، زړیږي، مري او انسان لا ځان لیکي.
نو د ا د کتابونو فصل دې مبارک وي خو لا مو-هسې چې اړتیا ورته لرو-د خیال فانوس نه دی رڼا کړی!
انسان فرهنګي موجود دی. انسان ژبور دی. انسان تمدن پنځوي. انسان ځمکه، ژوي، سیندونه، سمندرونه، ستوري، سپوږمۍ، ایل کوي. انسان پر هرڅه د خپلې فتحې بیرغ ودروي. انسان تمدني فاتح دی، خو زموږ بری، زموږ پرمختګ، زموږ د ستورو او سمندرونو جګړه، زموږ له خوا د فضا کلابندول څومره موږ ته سوله، ډاډ، امن، او فطري لذت را کوي؟
انسان د ځمکې پر لویشت لویشت فصلونو، غرونو، سیندونو، ځنګلونو، او د ځمکې له پاسه یا دننه بالفعله او بالقوه شتمنیو خپل نوم لیکلی. همدا زموږ بشري فرهنګ دی، خو لا په سلو کې ۹۹تیاره واقعیت په مخ کې دی. موږ یوازې د نړۍ یوه سلمه لیدلې! په دې ۹۹سلنه تیاره کې به زموږ بشري علوم څومره قد باسي؟!
عشق:
عشق، په هر شي، هرځای او هره شیبه کې د خدای حاضر او ناظر کېدل دي. که په عاشقانه سترګو ووینو؛ نو زه او ته، کاڼی او لمر، تور پوستی او ژیړ پوستې، اوباما او اسامه...ټول خدای پېدا کړي.
هستي، زره زره اذلي او الهي کرونده ده او زه به هستۍ ته یوازې مینه ورکوم.
«په مېنې د پوهېدلو راز دادی، چې مینه په ورکولو تر لاسه کېږي. مینه په کولو سره زیاتېږي. د مینې بقا په ورکړه کې ده، په خلوص او ځان سپارلو کې ده. مینه یوازې زیاتېږي. د هستۍ سرنوشت دادی، چې هرڅه د مینې الفبا شي.
او دې کارته د زړه سواد په کار دی. که داسې راویښ شو؛ نو خپل ډېر راغلي ګامونه به بېرته راټولوو. او هلته به خېژو چې له زمان او مکان دمخه وو. او دا یوازېنی سرنوشت دی، چې زه یې د خپل فردي انتخاب په توګه منم. ورځم او په کې اوسېږم.
په قدیم کې به په هر وسلو کلونو کې یوه اختراع کېدله، خو اوس په هره دقیقه کې یوه نوې اختراع د ژوند ډګر ته راوځي.
موږ په خپل کمي ظرفیت(اجازه راکړﺉ چې، ذهني حسي، عاطفي...په کمي ظرفیت یادې کړم)کیفي ظرفیت ته څه ډول لاره ورکړو، ښايي خیال!
«په نړۍ کې یوازې یو شی شته، خیال!
حقیقت په ټینګه توګه په شعور پورې تړلی دی، نه په بهرنیو پیښو پورې.
بشر په هغه څه اوړي چې تصور کولای یې شي!
په واقعیت کې د ځمکې ستوری د یوه ژوندي موجود په څیر خوري، څښي او ساه را کاږي.
موږ په یوه داسې نړۍ کې ژوند کو چې تر ټولو لویه برخه یې حتا موږ ته د تصور وړ نه ده!
موږ یوازې په سلو کې یوه برخه وینو. د خیال ډیوه به ولګو، ځکه چې په سلو کې ۹۹ تیاره هستۍ کې ژوند کو!»
موږ ادبي تاریخ لرو، موږ عرفان او معنویت لرو، شمس او رحمان بابا لرو. او هغوی ژوندۍ وینا لا اوس هم موږ ته د خیال کوڅې روښانوي.
له حواسو د خیال په لور کډه کول:
« بیا د یادولو وړ ده چې موږ په یوه داسې نړۍ کې ژوند کو چې تر ټولو لویه برخه یې حتا موږ ته د تصور وړ نه دی.»
بشر خپلې فزیکي ویښې را ایسار کړی. بشر یوازې د سترګو، غوږو، خولې او نورو ښکاره حواسو له لارې پوهه او خبرتیا مني. نننی انسان هغه څه مني چې په سترګو او نورو حواسو کې یې ځایږي. انسان خپل لرغونی خوب ورک کړی. انسان خوب خیال ګڼي، خیال پوچ خرافات او چې ډیر یې خوبونه او خیالونه په غیږ کې کیښکاږي، نو روانشناس ډاکټر ته ورځي او ځان په مخدرو داروګانو د خوبونو او خیالونو له بېشکله او بېحجمه هندسو راوباسي.
زموږ تمدن یو مادي تمدن دی. فرهنګ مو هم مادي-ذهني دی. او له همدي هندسي چاپیریاله پرته بل رښتیا نه وینو.موږ ځانونه نیم پرانیستلي. موږ خپله نیمه برخه ژوند کو. موږ نیم ژوندي یو. شپه، خیال، خوب د خوبونو تجربې نه منو او ځکه ژوند نیم په نیمه بایلو. بشر یعني هغه ژوندي چې خپل نیم ژوند کوي!
ضد ماده یا anti material
موږ د معلوماتي پوهو په دیوالونو کې پټ شوي یو، خو هندارې هره ورځ زموږ څیرې زړې، سپیرې او مرګ ته نیږدې را پیژني. راشۍ وګوري ددې مادي-تمدني دبدبې ها خوا څه شته؟
نوی فزیک د مادي په وړاندې د ضد مادي نظریه را پورته کوي. په مادي اتومونو کې هغه الکترون چې ماده یې رامینځ ته کړې او د هستې پرخواوشا را څرخي، منفي بار لري. او د هغه اتوم په هسته کې چې له پروتون او نیوترون تشکیل شوی، پروتون مثبت بار لري.
خو په ضد ماده کې حالت ددې پر خلاف دی. یعني په ضد ماده کې د الکترون بار مثبت دی چې هغه پوزیترون نوموي. او د پروتون بار بیا د مادي پرخلاف دلته منفي دی.
د فزیک د پوهانو د نظریو له مخې که چیرې د مادې د یوې ذرې له یوې ذرې ضدې مادې سره ټکر پیښ شي، ډیره ستره چاودنه به رامینځ ته شي. چې ټوله هستي به په نیستۍ واړوي.
ځکه نو موږ په ۹۹سلنه تیاره کې لاره وهو! د فزیک د علم له مخې د ضد مادې په جهانونو کې قوانین په بشپړه توګه د مادي نړۍ پرخلاف عمل کوي.یعني که هلته یو څه ټیل وهې د وړاندې تګ پرځای په څټ را ځي. یا که یو څه غورځوې هغه پورته خیژي.
هماغسې چې یو فرد زوکړه کوي، لویږي، ځوانیږي، زړیږي او مري! تمدنونه، فرهنګونه، څیزونه او ځمکه او نور ستوري هم زوکړه، ځواني، زړښت او رژېدل او ورکېدل لري. موږ په یوه ژوندۍ نړۍ کې اوسو.
بلنه:
زه ځان او هر یو، جلا جلا ژوند ته را بولم. یوازینی شی چې شته، ژوند دی؛ خو موږ مرګ غږو. د ژوند دلیل مینه دی. او موږ ژوند تېرو. مینه هم د زړښت خاطرو ته ساتو. آیا زه او هر «زه» ژوندۍ شیبه لرو؟ زه د ژوند یو پوروړی یم. او هغه هم له هغې چې نوم، شهرت، هویت مې وموند. «په کور یو لیونی» سوزېدلې زمانه پسې چیغه ده. زه به د ذهن ټوله مسي زیره لګوم، ورکوم او ژوند ته به ګام ورږدم. څومره هدېرې دي چې په ما کې غلاف شوې، قاب شوې را ځړېږي. زه څومره کولای شم...هغه څه بربنډ کړم چې پرته له «هغه» نه د هېچا لاس نه وي پرې لګېدلی؟!
چوپ به شم، څو دې پوښتنې ته په خپل اوسېدلو سره ځواب شم.
د نورو موندنې د هغو په خبرو کې:
«زموږ د وجود په سرهګل کې د عشق سپیڅلی او پاک سورګل هستوګنه لري» ساتیاسای بابا
«باید عاشقانه ولیکل شي؛
ډیرو ورویې را په زړه کړل چې باید ویې لیکم. د هغې وږمې په نرمښت چې وچې ونې ته ورپه یادوي چې پسرلی شوی راپاڅه!
د یوې عاشقانه دندې په څیر باید ولیکل شي!
د هغې مور په څیر چې بچي ته شودې ورکوي. په وخت سره، د عشق له مخې، د عشق په شودو، د عشق بچي ته، د ودې له پاره، هغه هم د عشق له مخې.
د یوې عاشقانه دندې په څیر باید ولیکل شي.
د عشق په څیر، چې عشق په خوټیدو راځي، او خوټیږي او له ژیو سر کوي.
باید ولیکل شي.
د عشق په څیر، چې عشق وېشل کېدل لري او وېشل کیږي. باید ولیکل شي. د ټولو ښېګڼو د وېشلو په خاطر، او ټولو ښکلاوو له پاره باید ولیکل شي.
د عاشقانه دندې په توګه باید ولیکل شي.
د خپل کېدلو له پاره، د ژوند په دې ستېژ کې د ځان لوبولو له پاره، خپل اوسېدل، خپل کېدل، خپل لیکل، باید ولیکل شي..» ...))
د غونډی په دریمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه چی ټولو ګډونوالو په کی برخه واخیسته اودغو خویندو هرې یوې سیمین صدف، نظیفې نیازۍ، زمزمې عرب نیازۍ، اوږۍ امیل، فاضله سحر، سولې نیازۍ، تورپیکۍ مومند، مرْیې امین، شکریې خروټې، مسعودې نیازۍ، برښنا ساپۍ، ندا ساپۍ، یاسمین ارزو، هوسۍ وفا، عزیزه افغاني، مرضیې ارزو، لیمې نیازۍ، نجیبې زمان او ملالۍ هوسا ګډون کړی و او ددوی ترڅنګ د هیواد دیوشمیر ولایتونو له ځینو کلیو څخه دمیرمن بهیر غیابي غړو د ملفون پر کرښه په زړه پوری شعرونه ولوستل .په دې غونډه کې وپتییل شوه چې د میرمن بهیر په راتلونکې غونډه کې دنظیفې نیازۍ پر شعر کره کتنه وشي او ماریا نیازۍ پرې لیکلې کره کتنه واوروي.او دلیکوالي دکورس په برخه کې به تکړه شاعر او لیکوال ډاکټر منقاد الرحمان رودوال لکچر وړاندې کوي.
هیره د نه وی چی د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر اونیزه غونډه هر شنبی به یوه نیمه بجه د پوهنی وزارت په کلوپ کی جوړیږی مینه وال دی خبر وي .
د رپوټ لیکونکې: سوله نیازۍ