وږمه فضلي

د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد نهه ویشتمې اونيزې غونډې رپوټ

شنبه د لیندۍ میاشتې په شلمه د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر غونډه دپوهنې وزارت په کلوپ کې د میرمن ګلالۍ عمرخیلې په ریاست چې ګل مینې یوسفزۍ یې ویاندویي کوله پیل شوه .

په غونډه کې میلمانه وو ومان نیازی د هیواد تکړه شاعرلیکوال او انځورګر،د پکتیکا پخوانی والي محمد اکرم خپلواک.او د غونډی ګډونوالې وې هره یوه: عزیزه افغان ،جمیله ساپی،طوبی ندا ساپی ،نظیفه نیازی ،مینا نظري،هوسی وفا،نجیبه زمان،مرضیه امین،زمزمه عرب نیازۍ،شهناز بابکرخیل،لطیفه لالهاند،نازیه آریوبواله،سونیتا مدبر، لیلا، هیلۍ احدي، سهیلا او سپوږمی ساپۍ.

د غونډې آجنډا سره سم په پیل کې ومان نیازي د خپلی انځورګری او د انځورګری اوشعر کی انځورپه هکله د غونډی ګډونوالو ته خبری وکړی.

انځورګری د انسان د فکر او خیال زیږنده پدیده ده .دا ومان صیب د خبرو پیل وو او زیاته یې کړه دا چې انځورګر څه انځوروي تر ډیره حده هغه ټول حقیقي نه وي لکه څنګه چې موږ دیو نه دی لیدلی خو موږ بیا هم هغه په خپل ذهن کې انځورولی شو بل دا چې انځور په دوه ډوله دي: عینی او ذهنی انځور .

عیني هغه انځور دی چې موږ یې ګورو او بیایې انځورو،ذهنی هغه انځور دی چې موږ یې په ذهن کې جوړ وو او بیایې زیاته کړه چې اوس په دې ورستیو کې غږیز انځور ته هم توجه شوې ده .

غږیز انځور هغه دی چې موږ د یو غږ انځور په ذهن کې جوړ کړولکه:

                   تر دا کړس کړس خندا دې جار سم

                  لکه ماشین چې پربخمل وچلوینه

او کړس خندا ته ذهنی انځور وایي.

همدا راز دوی دی پارا ډاس موضوع هم یاده کړه چې په پاراډاس کې

دوه مخالفې موضوع ګانو یادول او دا چې په شعرکې د سمبول په واسطه انځور رامنځته کیږي. ومان صیب چې په خپله هم په هایکو لیکلو کې خورا لوی لاس لري په یوه هایکو کې پاراډاس مشخص کړل:

                 دخونی دروازه مې چې خلاصه کړه

                 دومره له تنهایي ډکه وه

                 چې زما د ناستې دپاره ځای پکې نه و

 

او یادا د غضنفر صیب ژباړه :

                       هدیرې ته لاړم

                        خاموشي چیغې وهلې

 

په دې کې دوه مخالفې موضوګانې یعني د تنهایي او ډکه خونه او یا خاموشي او چیغې چې دا په شعر کې پاراډاس دی.

ومان صیب وویل چې دسمبول په واسطه کولای شو چې په شعر کې انځور رامنځته کول لکه د کاروان صیب شاعري یاده کړه داچی کاروان صیب په شعر کې د چنار سمبول به کارولو شعر ته خاص انځور او ښکلا وربښي.

ورپسې یې دسواره کاري په اړه معلومات ورکړل داچې دا هنر دی چین هیواد کې رامنځته شوی او دا یو طبیعي هنردی چې یوازې په دغه هنر کې دغنمو د ډنډکو څخه کار اخیستل کیږي.

ورپسې د زمزمې عرب نیازی شعر کره کتنې ته وړاندې شو:

په توره شپه کې یم روانه په رڼا پسې ځم

خلک په ژوند کې خندا غواړی زه ژړا پسې ځم

ستا د دوروغو په وعدومی خپل ژوندون تیر کړی

اوس به کوڅه په کوڅه ګرځمه رڼا پسې ځم

دغم تیارو یوازی زه یمه لیدلې خلکه

پسی ګرځیږم دخوښۍ ښکلی سبا پسې ځم

شمعې دا نن خو لږه ورو ورو راته وسوځیږه

ناسته یم ستا تر څنګه خیال کې به آشنا پسې ځم

عادت مې نه دی چې پښتو مې خپله هیره کړمه

زه پښتنه یمه هردم به پښتونخوا پسې ځم

د زړه په وینو زمزمه ورته غزل لیکمه

یار مې جفا کوي خو زه تل په وفا پسې ځم

په لومړی بیت یی ګل مینی یوسفزۍ وویل :دا چې لومړی په رڼا پسې تلل او په دوهم بیت کې به ژړا پسی تلل دا د شعرموضوع په دوه بیلو لارو تلل نه دي؟

طوبی ندا وویل :په غزل کې یو خیال تر پایه نه پالل کیږي نو دا چې په دوهم بیت کې موضوع بدلون مومي نو شعرته کوم زیان نه رسوي ځکه دا هم یو ښکلی غزل دی

شفق:شاعران خپلې خوښۍ د چا سره نه شریکوي او غمونه ډیر شریکوي د شعر په اړه یی وویل: ښه غزل وو په زړه پوری خیال پکې پالل شوی وو

ځلاند:په کره کتنه باید څوک خفه نشی ځکه ډیره مهمه ده او باید ورته په ډیر ارزښت وکتل شی او د زمزمی غزل کی یی متضادو حالاتو ته اشاره وکړه لکه رڼا،توره شپه،خندا،زړا چې په شعر کې یې ډیره ښکلا رامنځته کړی وه او بل داچې په ښځو کې هم د هیواد سره مینه په ادبیاتو کې ښکاري لکه څنګه چې په دغه شعر کې د پښتو او پښتونخوا یادول یې ښکارندوی دی.

همدا راز لطیفې لالهاند هم شعر خوښ کړ او ویی ویل:زمزمه یوه له شاعرانو څخه ده چی په ډیر کم وخت کی وتوانیده ډیره ښه  د ادب په برخه کی وځلیږي.

ورپسی دغونډی میلمه محمد اکرم خبلواک ته دمیرمن بهیرشته ستونزی د مناسب ځای نشتوالی،انټرنټ ته نه لاس رسی او داسی نور مسایل دطوبی لخوا بیان شول

محمد اکرم خپلواک په خپلو خبرو کی د پښتنو ښځو او میرمن بهیر غړو د فرهنګی هڅوڅخه خوشحالی څرګنده کړه داچې دمیرمن بهیر مخې ته پرتو ستونزو د حل دپاره د یو مناسب ځای چې ټولې فرهنګی ټولنې پکې خپل فعالیتونه وکړي دتیارولو ژمنه وکړه او ویی ویل موږ باید دخپل فرهنګ دپاره  یو لاس شو او دپانګه والو ملاتړ تر لاسه کړو

د غونډی په وروستی برخه کی مشاعره وشوه چی دغونډی ګډون کوونکوخپل شعرونه ولوستل همدا راز په غونډه کی  دتوتکۍ په نوم یوه مجله او د تکړه لیکوالې وږمی سبا نوی چاپ شوی ناول (جنت کوټ)په نوم او همدارنګه دمیرمن بهیر له خوا د افغان میرمنو لیکوالو دکیسو چاپ شوې ټولګه (له ډیوې سره مزل) هم پر ګډونوالو وویشل شول.

په غونډه کې وپتییل شوه چې د ۱۳۸۹ کال دمرغومي په ۱۱ نیټه د تکړه لیکوالې وږمی سباپه نوی چاپ شوي ناول (جنت کوټ)باندې دمخکتنې غونډه جوړه شي.

غونډه دمازدیګری په خوړلو کازدیګرڅلور بجی پای ته ورسیده غونډه دناشتا په خوړلو سره د مازديګر پر څلورو بجوپای ته ورسيده ياده دې وي چې د مېرمن بهير اونيزې غونډې هره شنبه د ماسپښين پر دوه بجوپه کابل کې د پوهنې د وزارت په کلوپ کې جوړېږي.