((خاموش فیلسوف))کتاب چا پ شو


دافغان لیکوال او فیلسوف ارواښاد استاد اسد آسمایي دیاد غونډې دمقالو ټولګه د

(خاموش فیلسوف) په نوم په دې وروستیو کې دپکتیا پیژندنې دعلمي سیمینار په ویاړ دپکتیا د اوښتون کلتوري ټولنې له خوا په ښکلې قطع او صحافت له چاپه راووت.

دغه کتاب دهیواد نامتو لیکوال،شاعر او ژورنالست علم ګل سحر تدوین کړی  دی، چې ټول ټال پکې څوارلس علمي مقالې دفلسفې او ادبیاتو په موضوع او دغه راز داستاد آسمایي د ناڅاپي مړینې په ویر کې د افغان کلتوري ټولنو دخواخوږۍ پیغامونه خپاره شوي دي.

د(خاموش فیلسوف) کتاب د کمپوز چارې علم ګل سحر او دپښتي ډیزاین یې تکړه لیکوال او شاعر محمدداودتپاند سرته رسولې دي.

په دې کتاب کې دڅیړندوی محمد نبي صلاحي،جان محمد مخکښ،پوهنوال رسول باوري، استاد نجیب منلی، اصف بهاند، پروفیسور عیدالخالق رشید، عبدالغفور لېوال، علم ګل سحر،محمـدامین بسـمل، نور محمد لاهو  ، انور وفا سمندر، فاروق فردا، اسدالله بلهار جلالزي مقالې او داستاد آسمایي د ناڅاپي مړینې په ویر کې دعلم او ادب دخپراوي ټولنې پیغام، داستاد آسمایي دیوه دوست پیغام، د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ، د زرمت دادبي بهیر ،دافغانانو دکولتوري ټولنې،دقلم نړیوالې ټولنې دخواخوږۍ پیغامونه خپاره شوي دي.

دغه کتاب دچاپ په لومړیو شپو کې د لوستونکو له تود هرکلي سره مخ شوی، دپکتیا داوښتون کلتوري ټولنه په پام کې لري خاموش فیلسوف کتاب د ځینو نورو مقالو په زیاتونې سره ددوهم ځل لپاره هم چاپ کړي.

 پلوشه امین


د تکړه لیکوال، شاعر او ژورنالیست ښاغلي استاد علم ګل سحر صیب دې بریا او د خاموش فیلسوف په نوم کتاب د چاپيدو له امله چې د افغان فیلسوف خدای بخښلي اسد اسمايي  په اړه د مقالو ټولګه ده، او ښاغلي سحر صیب را ټوله کړې او د اوښتون ټولنې لخوا چاپ شوی دی، زه له خپل لوري ورته مبارکي وایم، له څښتن تعالی څخه ورته د اوږد ژوند او روان قلم هیله کوم.او هم د اوښتون له ټولنې څخه مننه کوم چې د داسې نه هیریدونکو څيرو په ویاړ غونډې جوړه وي او بیا د دوی د ژوند او اند په اړه لیکل شوې مقالې د یوې ټولګې په توګه چاپوي.د ښاغلي سحرصیب دا لا بریاوو په هیله

په درنښت

محمدالله ارین احمدزی