دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دراتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې ګلالۍ عمر خیلې لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې کیږي.
آغلې فریبا ظاهر به په دغه کیسه لیکلې کره کتنې اوروي.
په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې لینا شریفي د راډیو پروګرامونو دجوړولوپه اړه لکچر وړاندې کوي.دیادولو وړده چې په تیره غونډه کې ددغه لکچر پرځای د ګل مینې یوسفزۍ لکچر چې د دودونو او رواجونو په اړه و، وړاندې شو.
د ادبیاتو او لیکوالي دزده کړي دکورس په برخه کې به دا ځل بیا لیکوال اوشاعر علم ګل سحر داړوندې موضوع په اړه لکچر ارایه کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې د شنبې ورځې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې به دولایتونو په کلیوکې دمیرمن بهیر دغیابي غړو دټیلفوني شعرونو په ګډون ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
په درنښت
وخت: شنبه،یوه نیمه بجه،ده افغانان،دپوهنې وزارت تالار
دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ