جرمنی ارتورشوپين هاور(٢٢ فبروري ١٧٨٨ - ٢١ سپټمبر١٨٦٠ Arthur Schopen Haur )د نړۍ دوتلوفيلسوفانوڅخه يووو ، پلاريې سوداګري کوله اوموريې ليکواله وه . ارتورګوښه والی ډيرخوښاوه اودخپل ژوندترپايه يوازي پاته سو . ددې ټولوخبروسره سره ارتورشوپين داتلسمي پيړۍ ترټولولوی فيلسوف وو . په ١٨١٩ کال کښي يې دوه کتابه د( World as will ) اود( Idea ) په نومونووليکل ، دغواثاروخورانوم وګټی اوادبي نړۍ ته يې تکان ورکړ . دنوموړي څونوراثارلکه (دانړۍ هغسي نده لکه ماچي غوښته / نړۍ يودوږخ / هروخت رښتيا نه چليږي ) هم ډيرلوستوونکي اومينه وال لري . دارتورفلسفه اراده اوعزم وه نوموړي به ويل : دانسان ترټولولوی طاقت دهغه هوډدی ، هغه پدې اند وو چي ترڅوانسان اراده ونکړي ترهغودهغه دبدن ټوله طاقتو نه نسي متحرک کيدلای ، اودهغوخلګوچي اراده کمزوره وي نودهغوي يادښت اوحافظه هم کمځواکه وي ، ددې ډول وګړوسره دژوندکولوهيله اوغوښتنه دنوروپه پرتله لږوي . ارتوربه داهم ويل : عقل به ستومانه سي خوعزم هيڅکله ستړيانه پيژني . داتريش دهيواد شاهزاده دارتوردزده کوونکوڅخه يووه ، شاهزاده دارتورڅخه وپوښتل : تاسي دحکومت اوواکمنوکومه پريکړه معقوله اوترټولوغوره ګڼۍ ؟ - هغه پريکړه چي خلګوته دمنلووړ، اودوی په خوښ وي ارتورداجواب ورکړ . شاهزاده ورته وويل تاسي حق په جانب ياست ، خوواکمن کله کله دداسې پريکړوکولوته اړوي چي په پيل کښي ترخې اوولس ته دمنلو وړنه وي ، ولي په راتلونکي کښي داغه ترخې فيصلې مثبتي اوخوږې پايلي لري . که چيري موږ په خپل هراقدام کښي دخلګوسليقې ، دهغوی خوښي يانه خوښي په پام کي ونيسونوموږ به ددرنوپريکړوکولوتوان دلاسه ورکړو . فيلسوف په خنداورته وويل : که چيري واکمن خپله هره پريکړه ترټولولومړی پرخپل ځان ، خپلي کورنۍ ، خپلولوړپوړو چارواکواوبياپه ترتيب پرخپلوعزيزانواوخواخوږوباندي پلې کړي ، نووملت ته به بې له شکه ستاسوهره درنه اوترخه پريکړه منظوره وي .