غزل

بشرمل ناصر

د حٌسن سيپا ره يې ښكلــوم دي پــه ثـــوا ب

لـه خياله په غوزۍ كې ګرځوم دي پــه ثواب

 

د شاتو غوندي اوښكې ګرېوانه ته كړم ډالۍ

تڼــا كې دزړه شمېرم يا دوم دي پــه ثــواب

 

راوړي دي په ورېښمينو لاسوماتـــه لېونۍ

د ميني سپېلنۍ يې دودوم دي پــــه ثواب

 

چې ماته يې په لپه كې له نازه راته راوړې

خورما د روژمات يې تېروم دي پـــه ثواب

 

اې زړه د بشرمله د عشق لمــونځ پكې روا

ګودره دبـــر كلـــي پا كوم دي پـــه ثواب

 

 


غزل

د حٌسن له چينې به دي لمرينه پياله غړوپ  كړم

ګلاب رنګه له شونډو به شېرينه پيا له غړوپ كړم

 

ثواب يې رسېدونكى زركلـــن دى واسما ن تـــه

په لپـــوكې د ميني چي حسينه پيالــه غړوپ كړم

 

تــه وايې لـــه جنته پـــه مومـن د ه پـېرزو شوې

روڼې اوبه كعبې ته په خاورينـه پياله غړوپ كړم

 

وژونكې تند ه ماته كړي د هجر پـــه خونا ب كي

پـــه نيمه شپه وستوروته زرينــه پيا له غړوپ كړم

 

پـــه زړه كې بشرمل د عشق غـــوټۍ وغـــوړوم

چي ستا له لاسه كله تكه سپينه پيا لـه غړوپ كړم