ښوونکي دمياشتي په لومړۍ ورځ ترمعاش اخيستلووروسته نيغ په نيغه قصابئ ته ورغلې دخپلي مياشتنۍ تنخواه نيمائې برخه يې پريوکيلوګرام بې هډوکي غوښه ورکړه . په ډيره خوشالۍ کورته راغلې خپلي کوروالا ته يې په پلنه سينه ، ډډ ږغ اوجګه غاړه وويل : کتغ پروخت پوخ کړه ! ګوره چي کوچنيان وږي درڅخه بيدۀ نه سي ، پريږده چي داخواران هم پسله دډيري بدرنګي مودي غوښي وخوري . ښځې غوښه په پخلنځي کښې کښيښودله شيبه وروسته يوه ډنګره پيشي (پيشو) چي وزن يې تصادفي يوکيلوووپه قاچاقي ډول پخلنځي ته راننوتله ښځې پرراوځغستله ويل پيشته ، پيشته او پيشته ولې ډيرورباندي ناوخته وو . پيشودسترګوپه رپ کې دغه پسته اوبې دفاع غوښه ترستوني اومرۍ تيره کړله . ښوونکئ ددې درددوونکې پيښي ځخه خبرسو ، غله پيشي يې ګرفتاره کړه ښوونکي دځانه سره په بوڼ ، بوڼ وويل ، داپه رښتيا چي يوه معما ، دانديښنې ، حساب اوحيرانتياوړخبره ده چي ديوې پيشي ټوله وزن دي دلکۍ او غوږونو سره يوکيلوګرام وي اويوکيلوغوښه دي وخوړلای سي . ويل يا دا داسي نه کيږي زه دا پيشي وزنومه ځکه چي ( تولول پوهيدل دي )ترڅوخپل د غوښوبرخليک اوځاې معلوم کړم . نويې يوکيلوي کاڼئ اوتله راواخيسته پښې تړليې پيشي يې دتلې په پله کښي په خورا عزت اوارامۍ کښينوله ښوونکی دلته د يوې عجبه پيښي سره مخ سو ، دپيشي وزن يوکيلوګرام وو . ويل يا ، يا ترازو خطاوتئ يوواري بيا يې وزنومه تربياتول اوترازووروسته بيا هم دپيشووزن ديوه کيلوګرامه سره مساوي سو . ښوونکي کوروالاته مخ ورواړوه ويل اوس پوښتنه داده چي که چيري ددې پيشي وزن يوکيلووي نوزموږغوښه څه سوه ؟ اوکه دا زموږغوښه ده نوبياهغه ژوندۍ اوچالاکه پيشي څه سوه ؟؟؟