د افغانستان تیر پارلمان ته یوه لنډه کتنه

د افغانستان پارلمان چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د خلکو په مستقیمو رایو سره وټاکل شو او او ۲۴۹ غړي یې درلودل چې ۲۵ په سلو کې پکې میرمنې وې، مشري یې یونس قانوني ته وسپارل شوه،افغانستان وروسته له څو لسیزو جګړو وکولای شول چې د پارلمان او مشرانو د جرګې په تشکیل سره د افغانستان په تاریخ کې یوه نوې پاڼه واړوي او د دیموکراسي بهیر ته ور ګډ شي، خو د ټاکنیزو هڅو له پیل څخه د دې پارلمان کاري وړتیاوې ډیرې بیخونده وې او وو یې نه شو کولای د عام اولس ذهینت برابر کړي، د بیلګې په ډول په هغه وخت کې ډیری جنګسالاران په پارلمان کې حاکم شول او لا هم حاکم دي،پارلمان په ډلو وویشل شو او د ډلو لخوا پکې کسان وټاکل شول،  ډیری استازي په خپلو شخصي کارونو بوخت شول او لا هم بوخت دي، اهلیت او استعداد د افغانانو لخوا نه بلکه د ډلو لخوا وټاکل شو،په جرګه کې ډیری استازي حتی پوره لوستي هم نه دي چې وکولای شي ډیرې پیچلې موضوعګانې تبصیر او توشیح کړي . ډیری وکیلان په شته پارلمان کې د ډیرو شتو او مارکیټونو، بلډینګونو خاوندان شول، ډیرو یې ډیرې ناسمې سیاسي موخې لاس ته راوړې، په پارلمان کې ډلې، قومونه او ژبپالنه بیخي خپل اوج ته ورسیده او رسیدلې ده، حتی په څو تنو وکیلانو خو یې دا دعوې وشوې چې دوی د کوم بل هیواد کسان دي حتی افغانان هم نه دي خو دوی بیا هم وکولای شول چې پنځه کاله په کراره په ولسي جرګه کې تیر کړي او خپلې مزې وکړي.د افغانستان پارلمان چې د دولت له کارونو څخه یوه څارونکې ډله ده هغسې څارنه یې ونکړه لکه څنګه چې لازم وه.خو وروسته تر دې چې په ۱۳۸۸ کال کې د ولسمشري دوهم ځل ټاکنې وشوې او د دوی د پای ته رسیدو وخت را نیژدې شو دوی نارې او سورې پیل کړې چې دولت نه شي کولای د امنیتي او موسمي ستونزو له امله د ولسي جرګې کاري وخت په ټاکل شوي وخت پای ته ورسوي همداسې وشول او ټاکنې دا ده د وږي تر میاشتې پورې وځنډیدې او اوس یې نو شپې په شمار شوي دي، خو اوس دوی ډیر ځانونه مطرح کوي او تل د حکومت په چارو نیوکه کوي او لا لګیا دي نیوکو ته یې زور ورکړی دی او د څو ورځو لپاره یې په دې بهانه چې ولسمشر ولې پاتې وزیران نه را معرفي کوي کاري اعتصاب هم وکړ دا سمه ده چې د افغانستان حکومت له نیګړو څخه یو نیمګړی دولت دی خو دا هر څه د دوی لخوا شوي دي که چیرې د دې دولت له سره دوی د دولت سره جدي تللي وای نن د دوی اعتصاب ته اړتیا نه وه ، د سیلاونو له امله یې د ولسمشر دوهم مرستیال او د اضطرار د کمیټې مشر کریم خلیلي هم دې جرګې ته را احضار کړ چې هغه هم څه غوږ پرې وو نه ګراوو، په رسنیو کې د مسحیت د ترویج په نوم خپرې شوې ویډیوګانې یې واوریدلې او دا په داسې حال کې وو  چې د دې جرګې یو تن غړي محمد محقق وویل چې ده ته څو کلیساوې معلومې دي ولې د دې په ځای چې رسنۍ یې یادې کړي همدې استازي وړاندې د دې څخه د دې خبرې یادونه ولسي جرګې ته نه کوله او د داسې کړنو څخه یې د ملت کور نه خبراوو، په دایمیرداد او بهسودو کې د کوچیانو او هزاره وو تر منځ د رامنځ ته شوې ستونزې له امله ډیرو وکیلانو د څو ورځو لپاره د هیواد رسنی ګرمې ساتلې وې او غوښتل یې د دې لارې څخه بیا هم د خپلو موخو لپاره یو څه وکړي او ویې هم کړل ځکه په افغانستان کې تر دې دمه د ملیت ذهینت شتون نه لري او د قومییت ذهنیت ډیر مطرح او پیاوړی دی، اوس اوس چې زه او زما په څیر نور افغانان ګوري وکیلان د ډیرو خلکو سره لیدنې کتنې کوې او د هرچا غوښتنې ته لبیک وايي حال داچې د دې څخه وړاندې هم دې وکیل د یو کس غوښتنو ته هم ځواب وو نه شو ویلای او نه یې هم د چا سره د څه ستونزې لپاره وکتل، هیڅ یوه ولایت ته یې سفر ونکړ چې زما د ولایت خلک څه ستونزې لري او که یې کوم سفر هم کړی وي هغه به د څه موخې لپاره وي، د اضطرار د کمیټې ریس یې را احضار کر خو دوی د استازو په توګه وو نه ویل چې خلیلي دې جرګې ته را حاضر نه شو حکومت دې زمونږ د یوې میاشتې معاش د سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره و ویشي او مونږ خپل دا معاش نه غواړو ، هیڅکه یې رسنیو ته وو نه ویل چې ډیری وکیلان نه راځی او باید د دې وکیلانو نوم لړ اعلان شوی وی او د همدې جرګې لخوا اعلان شوی وی، د دې په ځای چې ولسي جرګه په څو ډلو ویشل شوې وی ښه به دا وه چې د یو بیرغ او یو قانون لاندې یې د ولس لپاره کار کړی وی او په څو کاري ډلو ویشل شوې وای. خو کیدی شي د دې په څير ډیرې نیمګړتیاوې شتون ولري او وي.خو زما په اند د دوی دا اوسنی هڅې یوازې یو کمپاین دی او بس او نور په دې لنډ وخت کې نه شي کولای د دې ملت په ژوند، ذهینت، اړتیاو......کې څه تغیر راولي او دوی غواړي د دې لارې څخه ځان ته یو ټاکنیز کمپاین وکړي او د دې لارې څخه وکولای شي یو ځل بیا د ملت کور ته لاره ومومي، د دې سره سره چې په دې جرګه کې ډیر وړکسان چې په واقعي توګه یې د خلکو استازي توب کړی هم شتون لري چې زه نه غواړم د دوی نومونه لیست کړم ځکه په افغانستان کې آفرین ویل بیانو د همدې کاري خلکو دسستیا لامل کیږي بلکه د دوی نومونه د ډیرو افغانانو په زړه کې لیست دي ځکه افغان اولس ته دا نه ده مطرح چې دا وکیلان د کوم ولایت او یا د کومې ژبي دي خو د دوی په وړتیا یې ډير ځله افرین ویلی دی او بیا دې هم پرې افرین ووايي او رایه دې ورته ورکړي، اوس چې افغانان د ولسي جرګې د ټاګنو د دوهم پړاو په اوږدو کې قرار لري باید خپلې رایې د تیر په څیر د قومندان صیب، قومي مشر،‎ډلو او ټپلو........... او نورو په نوم نه کاروي ځکه اوس نو افغانان په دې پوه شوي دي چې تیرو وکیلانو کومو چې کار کړی دی کوم دي چې کار نه دی کړی کوم دي او ، کوم چې عملي او علمي کړه وړه لري کوم دي او کومو چې یوازې په ولسي جرګه کې خوبونه کړي دي او یا یې په کابل او نورو ولایتون کې بلډینګونه جوړ کړي او لا هم جوړوي یې کوم دي. افغانان باید د دې په ځای چې یو ځل بیا د دې ډول کړنو او ناسمو کسانو ښکار شي باید لاندو ټکو ته پاملرنه وکړي:

۱-  د قومیت په ځای دې ملت ته رایه ورکړي موخه مې داده داسې کس ته دې رایه ورکړي چې د دې ملت استازي توب وکولای شي او وکولای شي د دوی د رایو تمثیل په واقعي بڼه وکولای شي.

۲-  د شخص او فرد په ځای دې شخصیت او وړ کس ته رایه ورکړي، د دې خبرې څخه مې بیا هم موخه تیر یو شمیر قومندانان د ډولو ټپلو لخوا ټاکل شوي کسان او قومي مشرانو وو چې تیر ځل یې څو کلونه یوازې په دې نوم چې د خلکو استازی دی او د ولسي جرګې غړی او د وکیل دی تیر کړل.

۳-  د درناوي او احترام په ځای دې علمیت او وړتیا ته رایه ورکړي، یعنی داسې یو کس باید دې جرګې ته لاره ومومي چې علمي کچه یې لوړه وي ځکه علمي کسان به وکولای شي ځینې فیصلې چې مهمې دي او د دې ملت په روان او راتلونکي وخت کې ارزښت لري وکولای شي توشیح او تفسیر کړي نه دا چې پلانی صیب او پلانی صیب ښه قواره او ښې پیسې لري او یا...........

۴-  افغان اولس تیرو وکیلانو ته په کتو باید د هغو کسانو لپاره چې نوي یې ځانونه نومولي دي وګوري چې نوي کسان د تیرو په پرتله څومره وړتیاوې لري ایا کولای شي د تیر په پرتله یې کړنې ښې او د منلو وړ وي. دوی د ې د دې قرباني کیږي نه چې پلانی وکیل مې خپل دی او یا یې د تیر وکالت پر مهال زما یو کار او یا یوه عریضه را خلاصه کړې وه که رایه ورنکړم خفه به شي دلته د خپلوي او قومیت مسله مطرح نه ده بلکه د ملت او هیواد مسله مطرح ده دلته پریکړې د دې ملت لپاره کیږي که ناسمه پریکړه وشي تاوان یې دې ملت ته دی او که سمه پریکړه وشي ګټه یې د دې ملت دی ګټه او تاوان یې د ملت دی خو پریکړه د وکیل ده چې څه ډول یې کوي نو باید افغان ولس دې ټکي ته پام وکړي.

۵-  د تیرې دورې په پرتله دا دوره باید ډیره   فعاله کاري او علمي وي ، د افغانیت او پوهې احساس یې د تیرې په پرتله ځکه زیات وي چې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي او نړیوال په دې پوه شي چې نور افغانان کولای شي خپلې پریکړې په خپله وکړي ، ځکه د تیروخت ټاکنې او پارلمان کیدی شي یو پیل او بنسټ وي خو دا ځلې ټاکنې او وکیلان باید ډیر  اصلاحات راولي د ولس غږ د نړۍ هر ګوټ ته ورسوي او د هر افغان وکیل وي نه د یو قوم یوې ژبې او یا یوې ډلې ځکه دا ټول هغه ناکام سیاستونه دي چې ډیر ځله په نړۍ کې له ماتې او نابودي سره مخ شوي دي، افغانان باید نورې دنیا ته وګوري د امریکا ولسمشر بارک اوباما یو تورپوستی دی چې اصلا امریکايي هم نه دی او روسته امریکې ته راغلی دی او د دې هیواد تبعه شوی دی خو اوس د امریکا ولسمشر ده او یا دې ته ورته نور ډیر مثالونه خو اوباما ته یوازې د ده د کاري وړتیا لپاره رایه ورکول شوې ده، باید افغانان نور د قومیت پر  ځای په ملت او افغانیت پریکړه وکړي نه په قومنداني، ژبه، سیمه،ځواني او .......................نړۍ له افغانانو څخه نوره توقع نه شي لرلای چې ولې دې دې کس ته رایه ورکړه خو دا ویلای شي چې ولې دې وړ کس ته رایه نه ورکوله ځکه احمد او محمود دواړه نوماند وو، چې داسې یو کس ته دې رایه ورکړه چې نن ته ترې په عذاب یې او پریکړې یې ستا لپاره د منلو وړ نه دي ، راځی یو ځل بیا ټول افغانان سره لاسونه ورکړو او وړتیا علمیت او اهلیت ته رایه ورکړو تر څو راتلونکې ولسي جرګه یوه علمي او وړ جرګه وي هیڅ نیمګړتیا وو نه لري هره پریکړه یې د دې ملت په ګټه وي او هره پریکړه یې د دې ملت لپاره د منلو وړ وي ، او افغانان د راتلونکو پنځو کالو لپاره یو ځل بیا د یوې نیمګړې، غیرحاضرې، مارکیټي او د نورو په لاس کې د جرګې خاوندان نه وي.

د یو سرلوړي ازاد او اباد  افغانستان په هیله

محمدالله ارین احمدزی