د کابل لاريون او د افغانستان تيرې ناخوالې!! افغانستان داسې يو هيواد ى چې نيژدې څو لسيزو جګړو ډير څه لوټلي دي او لا يې هم لوټي وروسته تر دې چې په افغانستان کې د امريکا لخوا د ډيموکراسي ډنډوره وږغول شوه ډير کسان د دې نا اشنا نوم شره اشنا شول خو بيا هم د خلکو په ژوند کې څه تغيرات رانغلل. هغه متل دى وايي زوړ ملا زړې تراوې، بيا په دې هيواد باندې د تيرو ديرشو کلونو ټوپکماران او ټوپک سالاران حاکم شول.ښه کور ښه موټر او ښه څوکى ټولې دوى ته وسپارل شوې. د دې هيواد ځوريدلي او کړيدلي بچيان تر ننه ځوريږي، کړيږي او په يو او بل نوم نيول کيږي، زندانونو ته که سر ور هسې کړو د ګناهګارو څخه د بيګناه و شميره پکې څو چنده ده. قومي تعصب دومره اوچ ته رسيدلى دى چې اوس هرڅوک يوې موقع ته ګوري چې څنګه بل قوم وځپي. ګوندونه، ډلې او ټپلې دومره ډيرې شوې چې اوس يې هيڅ شمار نه شي کيدى خو د ګوتو په شمير يو څو دانې يوازې کله ناکله د دې هيواد لپاره غږ اوچت کړي خو ژر يې بيا وروسته غږ غلى شي.د کوچيانو او هزاره ګانو د جګړې څخه څو ورځې نه وې تيرې چې په کابل کې يو ځل بيا د ځينې فرصته طلبه خلکو لخوا د ولسي جرګې او دولت په وړاندې لاريون وشو، ځينو يې په ولسمشر خاورې ور اړولي او ځينو خو يې په ولسي جرګه کې د خلکو په استازو لعنتونه ويل زه حيران شوم چې دا خلک ولې دومره په غصه دي يو چا راته وويل چې د دې خلکو دوه وزيران د ولسي جرګې لخوا رد شوي دي نو ما له ځانه سره وويل چې ولسي جرګې به ولې رد کړي وي، خو بيا هم که يې رد کړي وي د ولسي جرګې دنده همداده چې يا رد او يا تاييد.نو دوى اوس څه غواړي چې ويې کړي. دوى غوښتل چې د دې لارې د دړلت او ولسي جرګې په وړاندې يو قومي پاڅون را وپاروي ترڅو د دې لارې څخه دوى خپلې موخې لاس ته راوړي.نو مې بيا د دې هيواد څو لسيزو وړاندې تبعيضو ته پام شو چې چا د چا په سرکې ميخونه ورټک وهل، چا څوک په کانټينرو کې ووژل او چا خو لکه لرګي د اره کشي کې اره کړه.څوک ژوندي خښ شول او د چا لا اوس هم مندې په هيله دي چې زوى به يې راشي. خو تر دې دمه نه د کومې مور ورک زوى بيرته راغى او نه هم د کوم ميخکوب، او قصاب څخه د کوم يوه کسان واخيستل شو. په همدې سوچونو کې وم چې د طالبانو د واکمني يوه ترانه چې ډيره ښکلې يې ويلې وه او تل به مې د همدې واکمني پر مهال د کابل له يوازنى راډيو څخه چې هغه مهال يې د دولت لپارهع نشرات لرل اوريدله چې ويل به يې: قربان دې شم وطنه کوم خفګان دې وژاړمه تيرى د روس کافر که انګريزان دې وژاړمه دا ترانه ډيره اوږده وه چې ټوله يې نه شم ويلاى نو ما هم اوس وويل چې ريښتيا وايي د دې هيواد کومه ورځ سړى وژاړي څوک يې وژاړي په قدرت ناست توپکمار او ټوپک سالاران يې سړى وژاړي او که د سپينو چرګانو په جامو کې هم هغه تور ګيدړان. مونږ د دې هيواد د راتلونکې لپاره نارې وکړو که دوى کښينو چې د کرکې په ځاى مينه، د جګړې پرځاى سوله، او بې اتفاقي پر ځاى يوالى سره وکړي. هغه د چا خبره افغانستان نه دى سم دم شوربازار دى څه ډول ساز او ډولکي چې غواړې چې دلته ږغول کيږي. څوک ځانونه څه بولي څوک څه. اوس به راشو د کابل لاريون او د هزاره قوم د فرصت طلبه مشرانو فرصت نه ګټه اخيستنې ته د ولسي جرګې لخوا څو ځلې وړاندې هم وزيران رد شول خو چا نه لاريون وکړ او نه هم څوک د دې په وړاندې را پاڅيدل چې مونږ د دوى پريکړه نه منو خو دا ځل هرڅه ډير تيز په تلوار روان دي يو لامل خو د ولسي جرګې لپاره د خوبوړيو نوماندانو ټاکنيزې هڅې دي چې غواړي د دې لارې څخه يو څه لاس ته راوړي چې ښه بيلګه د هرات متعصب استازى احمد بهزاد او د ( راه نو) په نوم د يوې ډلې مشر دى چې سخت ځان د هزاره وو غمخور بولي او سخت څه وايي په ځانګړې توګه کله چې تلويزون ته ځي دى داسۍ توهين کوي چې د دې توهين څړيکې نه يوازې د وخت واکدار ته متوجې دى بلکه د ده په ادرس يې غواړي ټول پښتون قوم ته متوجې کړي. چې د ده دا کار د دې قومونو تر منځ يوازې کرکه زيږولى شي نه مينه او ورور ولي. هزاره وروڼه خو دې له دا خپلو مشرانو څخه پوښتنه وکړي چې دې دوه وزيرانو څومره رايې وړې وې او د مونږ د وکيلانو شمير څومره دى چې تاسو مونږ د وخت د حکومت په وړاندې دروى، ولسي جرګې او نورو ته راباندې توهين کوى. خو دوى دا پوښتنه نه کوي هغه وايي د ادې ډار نشته او پلار په کور نشته. قوم پوښتنه نه کوي او دوى يې پوهوي نه. هغې ميرمنې چې د ټاکنيزو هڅو پر مهال يې د ولس استازى په بوتلو و ويشت د دې څخه وړاندې هم څو کابينې دې ولسي جرګې وټاکلې ايا دې آغلې کوم وکيل ولې په بوتل نه ويشت ايا دا به يوه قوم ګرا وي که ولسي جرګه او دولت. دا خوجته ده چې که غواو توره ده شيدې يې سپينې دي خو په هر حال خداى دې وکړي چې هزاره قوم د خپلې بړستنې څخه پښې و نه باسي، کنه د افغانستان هر قوم حق لري چې د دوى غوندې ځاى او سياسي واک ولري،دوى او د نورستان پشه يان يوه اندازه دي خو هغه په هم هغه غره کې د دې هيله لري چې هيواد جوړ شي هيڅ هم نه وايي. د دوى څخه ازبک ډير هم دي او سياسي واکمني يې هم تر دوى زياته تير مهال يې وزير رد شو هيڅ هم ونه ويل خو يوازې دوى دي چې په ټيمانو کې يې تيږي اچولي دي او ډنګوي يې دا به د دوى لپاره د کرکې او نفرت څخه پرته نور څه پيغام ونلري دا دې د يو واقعيت په توګه ومني چې اقليت، اقليت وي او اکثريت، اکثريت وي خو افسوس چې تل په ډيرو هيوادونو کې اقليت د اکثريت په وړاندې دريدلى دى او بيا سخت ځپل شوي دي نو ښه به دا وي چې دا ورکړل شوى حق باندې شکر وباسي او د دې ملت د قومونو ترمنځ د کرکې اوربل نکړي او د يو سيوري، يو دولت او يو بيرغ لاندې ژوند وکړي، ځکه دنيا په افغانستان کې لاس اچولي دي خداى دې نکړي چې دا هيواد نور هم د بربادي خواته لاړ شي.