دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې لیمې نیازۍ لنډه کیسه ،کره کتنې ته وړاندې کیږي.
آغلې فریبا سوله مل به په دغه کیسه لیکلې کره کتنه اوروي.
ټولې خویندې به د ورکړل شویو دندو په اړه وروستي رپوټونه وړاندې کوي.
په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې عزیزه افغاني د ورسپارل سوې موضوع په اړه لکچر وړاندې کوي.
دژورنالیزم دکورس په برخه کې به دژورنالیزم استاد خپل برابرسوی لکچر وړاندي کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې دشنبې ورځې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
په درنښت
وخت: شنبه،یوه نیمه بجه،دپوهنې وزارت تالار
دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ
15.06.2010
- محمدالله آرین احمدزی
دولسي جرګې اوکریم خلیلي ترمنځ لانجه
دروان کال په پسرلي کې دسختو بارانونو داورښت له مله دهیواد په ځینو سیمو کې سیلابونه راووتل چې په ځینو ځایونو کې له توفانونو سره هم مله وو.دهمدغو سیلابونو دراوتو له امله دهیواد په ځینو سیمو کې زموږ هیوادوال سخت زیانمن شول ډیرو هیوادوالو ته سخت مالي او ځاني زیانونه واوښتل.چې ددولت له خوا او په تیره دبیړنیو حالاتودکمیټې چې دافغانستان دجمهورریس د دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي په مشرۍ جوړه شوې ده د بیړنیو او متو...
16.06.2010
- محمدالله آرین احمدزی
د بام مجلې خبرتيا
د پام مجله چې يوه اسلامي، سياسي، ټولنيزه،فرهنګي او ادبي مهالنى مجله ده د خپلې دريمې ګڼې لپاره ستاسو ليكنې، شعرونه، طنزونه ...........مني كه غواړى چې غږ مو تر ډيرو ورسيږي او ستاسو ليكنې ډير كسان ولولي نو مهرباني وكړى خپلې ليكنې د بريښناليك په لاندې پته مونږ ته را وليږى ترڅو خپرې شي، او ټول هيواد وال ستاسو له اند او قلم څخه ګټه واخلي.
د بريښناليك پته:...