یوه ریښتونې ټوکه

محمدالله ارین احمدزی

یو ملګري مې ویل چې ژمی وو او خوست ته د څه کاروبار لپاره لاړم په خوست کې کاروبار نه وو او همداسې پسې روان شوم پاکستان ته پیښور ته له رسیدو روسته مې خدای شته درې میاشتې ښه ډير کار وکړ.

د پسرلي موسم وو زه هم د کور خواته را روان شوم او په تور خم باندې کابل او له کابل څخه کورته راغلم.

کورته چې راغلم میرمن دري ژبې(فارسیبانه) وه راته یې وویل چې (خوش آمدي) زما هم چې پاړسي څه ناڅه کمزورې شوې وه او د ښځې به خبره پوه نه شوم نو او د دې خبره زما تر غوږه داسې را ورسیده چې ویل یې په خوست راغلې، ما ژر ځواب ورکړ چې په خوست نه یم راغلی په  په جلال اباد راغلم.