زه بيخي ډېر زورو يم .
يوسړی ډېر ستړی وخپل کلي ته راغئ او خلکو ته ئې وويل :
زه دومره زورويم چي دزمري څخه مي لکۍ راپرې کړه .
يوه کليوال ورڅخه پوښتنه وکړه ، چي ولي دي دزمري سر نه راپرې کوئ ؟
سړي ځواب ورکړ : ياره ، سر خو ئې بل چا پرې کړی و.
-------------------------------------------------------------
کوم قفس کي واست .
زده کوونکی : زه په رخصتۍ کي باغ وحش ( ژوبڼ ) ته تللی وم .
سرښوونکی : زه هم هلته وم .
زده کوونکی : ما ونه ليداست ، په کوم قفس کي واست .
---------------------------
خپل دپلار لاره به تعقيب کړم .
زده کوونکی : چي غټ سم ، غواړم چي پوليس سم او خپل دپلار لاره ونيسم .
ښوونکی: ستا پلار پوليس دئ؟
زده کوونکی : نه ، هغه غل دئ .
زه به هم ورسره ورک وای
يو سړي خپل خر ورک کړی و، او ډېر خوشحاله و.
ملګري ورته وويل چي هم دي خر ورک دئ او هم خوشحاله ئې.
هغه ورته وويل : خوشحاله په دې يم، که زه دخر سره وای، اوس به زه هم ورک وای .
----------------------------------
دپلار ورځ ولي نه نمانځل کيږي .
زوی : پلاره څنګه هر کال دمور ورځ نمانځل کيږي او د پلار ورځ نه نمانځل کيږي ؟
پلار : زويه ! پلار دي دمور له لاسه کله ورځ لري .
----------------------------------------------------
سړی او مېرمن خپل منځ کي پيار کاوئ .
يو سړي اومېرمن ئې غوښتل چي يو دبل سره پيار (مينه L ) وکړي ، خو کوچنی زوی ئې ورته خنډ و.
مېرمن وخپل خاوند ته وايي، ته صبر وکړه ، چي لومړی زوی په يو کار مصروف کړو، بيا به ما او ته پيار وکړو، نو خپل زوی ئې د اتاق مخي ته ودرواه ، او ورته ئې ويل هرڅو چي له دې ځای تيريږي ، موږ په اتاق کي يو، نو راته وايه ، چي څه کوي او کوم ځای ته ځي .
کله چي سړی او مېرمن ئې اتاق ته ولاړل ، زوی چي به ئې هرڅه ليدل ورته ويل به ئې ...
چي هغه دئ بابا جومات ته ولاړئ، کاکا دکان وتړئ ، هلکان له مکته راغلل .... او ويل ئې هغه دئ زموږ دکور په مخامخ کور کي هم ښځه او سړی خپل په منځ کي پيار کوي ..
کله چي دغه خبره ئې وکړه، د هلک مور او پلا ر داتاق څخه راوتلل او ده ئې ويل، چي ته څه پوه سوې ، چي هلته سړی او ښځه پيار کوي .
هلک ورته ويل، هغه په دې چي هغوی هم خپل زوی دباندي درولی دئ .
كه چيرې تاسې دې ته ورته ټوكې لرى نو مونږ سره يې شريكې كړى