ريښتونې ټوكه!!!!
محمدالله ارين احمدزى
زمونږ په سيمه كې يو كس وو چې يوازې د بغدادي قاعده يې ويلې وه او څه ناڅه يې قرآن كريم هم په ټكي زده وو.دى له هغه وخته چې نور يې نه شو كولاى زدكړو ته دوام وركړي نو د كوچيانو ملايي ته يې مخه كړې وه اوخلكو به د كوچيانو ملا باله.
د دې ملا سره يوه ورځ ناست ووم او ترې مې پوښتنه وكړه چې ماته خو معلوم يې چې يوازې بغدادي قاعده(الف،ب) سپاره دې زده او بس كه چيرې كوچيانو ته كومه ديني پوښتنه پيدا شي او ستا څخه يې پوښتنه يې وكړي څه به ورته وايې.
د كوچيانو ملا د يوې اوږدې خندا څخه وروسته راته وويل چې د دې په اړه درته يوه ريښتونې كيسه كوم.
ده ويل چې يوه ورځ راته يو كوچى راغى او راڅخه يې پوښتنه وكړه چې ملاصيب زمونږ په څاه كې موږك لويدلى دى اوس نه پوهيږو چې د دې څاه اوبو مردارې دي كه پاكې.
ملاصيب ويل چې خداى شته حيران يي كړم خو مې ژر ورته وويل چې سبا راشه زه به د شپې كتاب وګورم سهار به درته ووايم.
سهار شو او كوچى پيا راغى او راته يې وويل چې ملاصيب څنګه شو.
ما هم ډير ژر ورته وويل چې ته پوښتنه وكړه چې دا موږك چا څاه ته ورټيله كړى دى كه په خپله په څاه كې لويدلى دى.
كه چا ورټيله كړى وي بيا نو د يو بيګناه مخلوق وژل ګناه ده او څاه اوبو مردارې دي. كه چيرې پخپله ورلويدلى وي بيا نو د څاه اوبو پاكې دي ځكه چې كيدى شي دى هم وروسته تر دې چې څاه ته لويدلى وي ډير ارمان يې كړى وي چې كاشكې مې پام كړى وى.
د دې ټوكې په لوستلو سره خپلې دې ته ورته نوې او په زړه پورې ټوكې له مونږ سره شريكې كړى.
ياده شوې ټوكه دې زما يار ته ډالى وي ځكه چې دا ډير وخت كيږي را څخه ورك دى