د كوچيانو مسله او د مطبوعاتو ډنډورې

د ۱۳۸۸ كال څخه د وردګو ولايت په بهسودو كې د كوچيانو او ميشتو هزاره ګانو ترمنځ ځينې شخړې رامنځ ته شوې چې له امله يې د دې دواړو قومونو ترمنځ ځينې جګړې او شخړې هم وشوې چې سياسې كسانو خداى شته ښه ګټه ترې پورته كړه او ښې مزې يې پكې وكړې، محقق خو بيخي اعتصاب وكړ او د ده په وينا د څو ورځو لپاره يې ډوډۍ وو نه خوړله او ډير پراخ لاريونونه يې په لاره واچول.او د دولت او ولسي جرګې په ګډون ګڼ كسان د هزاره ګانو د حقوقو غوښتونكي شول، كميسونونه وټاكل شول او هسې بيځايه يوه سياسي پروژه پيل شوه.خو پايله يې بيا هم هيڅ وه ځكه د دې ترڅنګ چې هزاره ګانو ډير د دې ځاى ځانونه ماليكين بلل او هغه د چا خبره د ګيدړې قباله يې د خپل ځان او خپل نوم ګڼله خو بيا هم يوازې د كوچيانو په ستوني كې پښه ور كيښودل شوه اودوى ته وويل شول چې نور بايد څه وو نه وايي. د دې څخه داده بيا يو كال تيرشو او د دې دواړو قومونو ترمنځ جګړه پيل شوهچې دواړو خواوو يو په بل باندې د دې تور ولګاوو چې ګواكې د يو بل په كورونو يې بريدونه كړي دي. كوچيان چې له سياسي پلوه لږ څه كمزوري دي هيڅ يوې رسنى يې په ريښتوني ډول غږ پورته نه كړ خو د هزارګانو پير محقق سمدستي كنفرانس را وغوښت او په كنفرانس كې كوچيان په څلور مذهبه كافر كړل او ځانونه ېې سپين چرګان معرفي كړل.ټول ټلويزونونه د محقق په خبرو باندې ګرم وو. خو يوازې ځينو محدودو رسينو د ملاتره خيل غږ هم د ځانه سره لره چې هغه يوازې دعا او د دولت لخوا د ژر ګام پورته كولو غوښتنه يې كوله او بس.د دې تر څنګ چې پخواني رهبران د خپلو موخو څخه پرته بل څه دوى ته د زيات ارزښت وړ نه دي دلته يو ځل بيا محقق لكه فيل مرغ را ببر شو او ولسمشر ته يې ګوتڅنډنه وكړه چې كه چيرې د دوى خبره وونه مني نو بيا خو پوهيږي چې دوى څه كولاى شي.د هيواد ډيرې رسنيو ته مې په دې اړه غوږ نيولى وو خو د كتنيو او اوريدنيو څخه راته چاپي ډيرې په زړه پورې وې د دې له ډلې څخه يوه يې هم د (سروش ملت)په نوم يوه ورځپاڼه ده چې د ۱۳۸۹ كال دوشنبې د ورځې د غويي د مياشتې په ۲۷ نيټه په ګڼه كې يې يو سرخط داسې كښلى وو(حكومت افغانستان و جامعه جهاني بايد هرچه عاجل جلو هجوم كوچي ها را بيګيرد)د ليكنې څخه وروسته مې د محقق يو ډير چورتي انځور وليد چې د ده له انځور څخه پوه شوم چې دا خو نو دې ښاغلې فرمايلي دي د دې ليكنې په لوستلو مې داسې پيل وكړ(ګزارش ها از مناطق بهسود حاكي از آن است كه ګروه هايي مسلح بنام كوچي ها شنبې شب بر مناطق دايميرداد و تيزك حمله نودند..............)خداى شته داسې يو قسم چورتي غوندې شوم چې( ګروهايي بنام كوچي) دا به كوم نوى قوم وي او د دې هيواد به نه وي خو خير په هر حال د دې څخه وروسته مې يو لوى نوم وليد چې داسې ليكل شوى وو(استاد حاجي محمد محقق ريس ديني، فرهنګي، معارف، وتحصيلات عالي مجلس نماينده ګان و رهبر حذب وحدت مردم افغانستان) جيران شوم چې ښاغلى محقق د دومره لوى نوم سره ولې د دواړو قومونو لپاره خپله خولو نه خلاصوي ځكه هسې هم افغانستان د ټولو افغانانو ګډ كور دى او ټول پكې حق لري او بيا يو سياسي مشر د دې په ځاى چې د يو قوم لپاره سياست وكړي ښه به داوي چې د ټول ملت لپاره سياست وكړي دى د دى ترڅنګ چې د دومره لوى نوم څيښتن وو د (حزب وحدت مردم افغانستا) د ګوند مشر دى (مردم افغانستان) چې د دې نوم يادول د داسې يو كس او د داسې يو كس د ګوند سره واقعا د خندا وړ وي ځكه دى يوازې د بهسودو د مردم افغانستان رهبردى او بس ځكه په همدې ورځپاڼه كې (بنام كوچي ها) چې د دوى شتون په هغه سيمه كې خو لا څه كوې چې د دوى له نوم سره نا شنا يې ښي اوس وګورى چې څوك افراط كوي او څوك د رحم او مرحمت وړ دي.او بله خبره چې ډيره د يادونې وړ او په زړه پورې ده هغه داده چې د (راه نو) په نوم يوې پارلماني ډلې چې مشري يې ايران  الاصله افغانى احمد بهزاد كوي د كوچيانو دا كړنه چې د دوى په وينا يې د دايميرداد په ولسوالى كې د هزاره ګانو پر كورونو بريد كړى وغندله او ياد شوى عمل يې د مخكې څخه پلان شوى يو قومي عمل وو باله او حتى په دې كې يې دولت په لاس لرلو تورن كړ او ګوتڅنډنه ېې وكړه چې كه چيرې ياده شوې مسله حل نه شي نو دوى به ټاكنې او د سولې جرګه هم تحريم كړي.خو زما په اند د ټولو څخه وړاندې خو دوى د تحريمولو وړ دي ځكه چې دوى د دى په ځاى چې د دې دردلي افغان ولس په زړونو كې مينه را پيدا كړي كركه را پيدا كوي او په يو او بل نوم يې سره لرې كوي.د دې سره سره چې زمونږ ډارن او يو اړخيزه دولت لا وړاندې وويل چې سيمې ته يې ههيت استولى دى خو بيا هم دوى ته د حكومت خبره د توتو خوراك معلوم شو او يو ځل بيايې خپلو شومو او ناسمو سياسي موخوته د دې زمينه برابره كړه چې غاښ او اورى سره جدا كړي. د دې  سره سره چې كوچيان او هزاره ګان دواړه قومونه به اخر هم سره جوړ شي او يوې پريكړې ته به سره ورسيږي خو همدا ډلې او ټپلې يې دې ته پريږدي چې سره يوشي. حتى د وخت حكومتونه يې په دې تورن كړل چې كه چيرې كوچيان د د دې سيمې قباله هم ولري او د وخت حكومت دوى ته وركړي هم وي دا يو غير عادلانه ويشنه ده د دې سره سره چې د وخت حكومت او د وخت وزيرانو ډير قومونه همداسې سره وويشل ډير هزاره وروٰڼه يې د باميانو څخه هلمند او نورو ولايتونو ته واستول ترڅو ياد شوي قومونه د دې ځاى څخه په بل كوم ځاى كې اباد شي چې د دې ښه بيلګه هم د هلمند ولايت ده چې د دې ولايت د يوې مكملې ولسوالى څخه د هزاره وروڼو يو وكيل ولسي جرګې ته راغلى دى ايا چا د هلمند له هزاره ګانو د دې پوښتنه كړې ده چې ايا د وخت د حكومت دا پريكړه سمه وه او كه ناسمه اوكه چيرې اوس د هلمند هزاره ګان دې ته اړ ويستل شي چې د هلمند څخه ووځي او د وخت حكومت ګرم وو بلل شي پايله به يې څه وي. د دې څخه دا ښه جوتيږي چې د مخكنيو او اوسنيو دولتونو ټولې پريكړې د دې هيواد د دې ملت لپاره دي او بس.خو اوس راځو اخبارونو، ورځپانو او راډيوګانو او ټلويزونو ته كه چيرې موپام كړى وي هر هغه څه چې د دې هيواد د هر وګړي په ضد وي او هرڅوك د دې ملاتړ كويدا تل مردود او رد شوي دي.پوښتنه دلته را ولاړيږي چې دې سياسي كسانو ولې د افغانستان د هر وكړي او هر قوم لپاره كنفرانس نه نيسي چې يوازې داسې سياسي موضوعګانوكې ځانونه ګرمه وي او كوښښ كوي چې د دې لارې څه ناڅه لاس ته راوړي. د (راه نو)پارلماني ډله د دې لپاره چې د دې په اړه يې غبرګون ښود ټاكنې او د سولې جرګه تحريمه وي ولې په كندز كې د نجونو مسمول نه محكومه وي ولې د بهرنيانو بمباري او د ايران په هيواد كې د بيځايه افغانانو په وژل كيدو او اعداميدو باندې كنفرانس نه جوړوي او له دولت څخه د دې لپاره د جدي هڅو غوښتنه نه كوي دا خو كورنى مسله ده كيدى شي كوچيان او هزاره ګان يو دريم قوم ته كښيني او سره يوې جوړې روغې ته ورسيږي.او زما پوښتنه له رسنيو څخه داده چې د دوى لوستونكي يوازې كوچيان او يا يوازې هزاره ګان نه دي بلكه ټول افغانان د دې لوستونكي دي او ټول افغانان يې لولي زه دا ښۀ نه بولم چې د ملي يوالي لپاره د ځينو كاركونكو رسنيو نومونه واخلم خو دا ټولې ملت ته معلوميدې دي چې كومې دي څوك يې رهبري كوي اوڅوك د دې هيواد د ملي منافعو لپاره كار كوي.د دې په ځاى چې يو سياسي مشر،يوه رسنى او يا يو بل څوك د دې لپاره چې د يو قوم لپاره كار وكړي ښه به دا وي چې د ملي منافعو او ملي خبرو لپاره كار وكړي د دې په ځاى چې افغانان بدو ته وهڅول شي ښه به دا وي چې ښه لوري ته وهڅول شي. د ټوپك په ځاى د قلم مينه، د جګړې په ځاى د يو ځاى اوسيدو مينه، او د دعوو په ځاى د جرګو مينه وركې وهڅول شي.د رسنيو سياسي مشرانواو د نورو د پالونكو دا هڅې دا كړنې به تر ډيره د تاريخ په پاڼو كې پاتې وي او تاريخ به پرې قضاوت كوي او بيا به څوك د دې جرات وو نه لري چې ووايي چې دا ما كړي دي ځكه دا قوم او دا ملت كه نن نه شو سبا او بله ورځ را ويښيدونكى دى او انشاالله خپل دوستان او دښمنان به ډير ښه درك كړي. ځينې رسنى داسې كوي، ځينې يې پردى فرهنګ راوړي او ځينې يې ........ خو د شكر ځاى دى چې ځينې افغان پاله رسنى هم شته چې د دې هيواد لپاره كار كوي او نوم به يې ښه جوت وي.