هوسۍ وفا

 د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد شپږمې اونيزې غونډې رپوټ

 دميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير اونيزه غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۸۹ د ثورپه ۱۸  نیټه د پوهني وزارت په كلوپ كې ترسره شوه.

 غونډه دقرآن عظیم الشان دڅو ایتونو  په قرات رسماْ پیل شوه. دغونډی میلمه  آغلې  ملالۍ او دغونډی رییسه صالحه سروری وه. په پیل کې په کاري مسایلو خبرې وشوې او وروسته دمیرمن بهیر کار په څو کمیټو وویشل شو او دهری کمیتی غړی مشخص شول:

۱: داړیکو کمیټه: چی دنده یی له ولایاتو سره اړیکی ساتل دی او غړی یی دی:

پاریسه خزان، زیتونه جانه، ستوری معارج، مرضیه امین ،صالحه سروری او لیمه نیازۍ.

 ۲: مالی او اداری کمیټه:  دغه کمیټه دمخه جوړه سوې وه په دی کمیټه کې لږ څه تغییرات راغلل. ددی کمیټی غړې دی :

تورپیکی جانه، ساهره شریف، نجیبه ، نجیبه آشنا، نظیفه نیازۍ، اوږۍ امیل او نرګس معارج.

۳: دسکرتریت یا ددارالانشاُ کمیټه: چی دغونډی ریاست به په غاړه اخلی او دیوه په نشتوالی که به بل ریاست په غاړه اخلی. او دبهیر دټولو فعالیتونو وارسي به کوي غړی یی : سوله نیازی، ساهره شریف او جمیله ساپی، تورپیکی دی.

۴: فرهنګی کمیټه: چی تبلیغاتی کمیټه هم پکی ده، دفرهنګی کمیټی دنده به دټولو فرهنګی چارو سرته رسونه وی لکه : دکتابونو چاپ، مرکه کول، دسایټ کارونه، تبلیغات، مجله او داسی نور...... ددی کمیټی غړی دی: ګلمینه جانه، ویدا حافظ، هوسۍ وفا، شکریه جانه، وږمه فضلی ، ګلالۍ امرخیل، صالحه سروری، لطیفه لالهانده، نعیمه غنی او آرزو جانه.

وروسته درڼا مشاعرې دچمتو والي په اړه خبرې وشوې او هرې خور خپل رپوټونه وړاندې کړل.

دغه راز په غونډه کې دمیرمن بهیر له خوا په خپریدونکي کتاب ((دوږمو ښکالو)) دافغان میرمنو دلنډو کیسو ګډه ټولګه چې آغلې وږمې تدوین کړې ده خبرې وسوې او دوروستۍ کتنې لپاره دووکسانو ته دنده وسپتارل شوه.

دغه راز په پام کې و،چې دلیمې نیازۍ لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې شي خو دکاري مسایلو دزیاتوالي له کبله دغه کره کتنه بلې غونډې ته وځنډول سوه . دغه راز پریکړه وشوه چې درڼا مشاعرې تر جوړیدو پورې دژورنالیزم کورس وځنډول سي.

د غونډي په وروستي برخه كې مشاعره وه چي ټولو بهير والو پكې ګډون وكړ او ښكلي شعرونه پكي وويل سول دغه راز دولایتونو له کلیو څخه هم خویندو دټیلفون پر کرښه خپل شعرونه ولوستل.

غونډه دناشتا په خوړلو سره د مازديګر پر څلورو بجوپای ته ورسيده ياده دې وي چې د مېرمن بهير اونيزې غونډې هره شنبه د ماسپښين پر دوه بجو کابل کې د پوهنې د وزارت په کلوپ کې جوړېږي..