په ټولنه کې د اخلاقي فساد زیاتوالی او د هغه د مخنیوي لارې چارې
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
وروسته تر دې چې په افغانستان کې د لویدیځ لخوا د ډيموکراسي ډولونه وډنګول شول نو په افغانانو کې هم رنګارنګ اسلامي ضد کړنې دود شوې او ځوانې طبقې هم ډول ډول ناخوالو ته مخه کړه ځکه په داسې یوه شاته پاتې ټولنه کې د داسې نادودو دودیدل یو نوی کار وو، ځکه چې کفري نړۍ کلونه وړاندې په دې سوچ کې وه چې څنګه وکولای شي په مسلمانانو باندې خپلې شومې کړنې پلې کړي چې تر کلونو وروسته دې پایلې ته ورسیدل چې عیاشی او اسلامي ضد کړنې یوازنۍ لار ده چې کفري نړۍ کولای شي خپلې کړنې په داسې یو اسلامي او عنعنوي هیواد کې پلې کړي. د دې سره سره چې کفري نړۍ د زنا لواطت څخه د ایډز او اچ آی وي څخه پرته بل څه نه لرل ارمغان نه درلود چې دا ارمغان زموږ هیواد ته هم راغی او داده له یوې ورځې څخه بلې ته د خوریدو په حال کې ده.ډير ځله به مو اوریدلي وي چې د ډيرو کسانو لوڅ فلمونه بازارت ته را ووتل ا حتی د دې لامل شول چې ډيری ځایونو کې حتی د کورنیو پټ فلمونه واخیستل شي او بیا بازار ته عرضه شي چې ډیرې کورنۍ یې د تباهي په سیند لاهو کړې او ډير کسان یې د مرګي او هلاکت کندې ته ولیږل.بربنډې ښځې دومره ډيرې شوې چې نوره یې مخه نیول هم اسانه کار نه بریښي ځکه چې اوس دا یو عام کار شوی دۍ او مخه نیول یې ځکه اسانه کار نه دی چې هیڅ فامیل نه شي کولای خپل ځوان زوی او یا پيغلې لورته وايي ولې اسلامي ضد جامې اغوندې.
زه چې که د خپلو ملګرو سره کینم نو د دوی یوازنۍ مجلس دا وي چې راشه یو شخصي فلم درته وښيم او مونږ بې د دې څخه چې په څک څک یې بدرګه کړو نور توان نه لرو.زمونږ په افغاني ټولنه کې ډير داسې څه حاکم شوي دي چې اوس يې مخه نیول هم شرم دی د بیلګې په ډول لوړ ولولرونه چې هرڅوان نه شي کولای واده وکړي او یا چاته ووايي چې لور دې ماته راکړه. او همدارنګه نه هم یوه لور د دې واک لري چې خپل پلار ته و وايي چې پلاره زه د دې سړي سره واده نه کوم بس یو دواړه د پيسو به مقابل کې قرباني کیږي یو مجبور دی پیسې ورکړي او بل مجبور دۍ پیسې واخلي ځکه د پيسو ورکول او اخیستل هم یو دود شوی دی او که څوک داسې وو نکړي نو بیا تول وايي چې د پلاني لور به څه عیب درلود چې پلاني ته یې ورکړه.په ډیرو دولتي او غیر دولتي ادارو کې نازکي نجونې د ډير لوړ معاش په مقابل کې ګمارل کیږي او بیا په پای کې د داسې غیر اسلامي کړنو ښکار شي چې بیا همدې پيغلې ته بې د دې څخه چې نا سمې کړڼې وکړي نوره چاره نه وي ځکه چې د دې هغه د پيغلتوب حیا نوره له منځه تللې وي او هیڅ ځوان دې ته تیار نه وي چې د دې پيغلې سره واده وکړي.د دې ترڅنګ ډير داسې ناروغي پيدا شوي دي چې څوک نه چاته ویلی شي او نه يې هم علاج کیدی شي ځکه هر څوک چې د خداي له امر څخه سر غړونه کوي نو بیا به په داسې یوه نا علاجه ناروغي اخته کیږي څکه خدای تعالی فرمایلي دي:
تلک حدودالله فلاتقربوها...... الایه
ژباړه: دا د خداي حدود دي کوي خو یې مو حتی ور نیژدې کیږي هم مو.
چې الله تعالی ټول مسلمانان په دې مکلف ګرځولي دي خو داچې مسلمانان د دې څخه سر غړون کوي بیا نو په داسې ناروغیو هم اخته کیږي چې نن سبا ډير ځوانان د داسې ناروغیو ښکار شوي دي او لا هم ښکار کیږي ځکه چې دوی د خداي د دې امر څخه چې (ولاتقربوها) دی سرغړونه کړې ده او د دې په مقابل کې په داسې عذابونو اخته شوي دي.ډير ځله د افغان حکومت لخوا ډير بهرنیان ونیول شول چې د غیر اخلاقي کړنو په تر سره کولو تورن وو او دا غیر اخلاقي کړنې یې تر سره کړې هم وې او لا هم د داسې کسانو د نیول کیدو لړۍ دوام لري خو دوي په دې نه خلاصیږي چې ونیول شول او د هیواد څخه وایستل شول بلکه دوی ډيرې نورې افغاني څيرې هم تربیه کړي دي چې باید د دوي په ځاي په هیواد کې دا ډول کړنې تر سره کړي، څکه اوس په افغانستان کې د فقر او بې کاري لمن خوره ده او خلک اړ دي چې د هرې لارې څخه وي باید د ژوند شپې او ورځې تیري کړي او یو څه د خپل ژوند د تیریدو لپاره پيدا کړي. او ځوانان دې ته اړ دي چې خپلي غریزې د روا او یا ناروا لارې له مخې تر سره کړي. چې دا ډول کړنې کولای شي په ټولنه ډير اخلاقي فسادونه رامنځ ته کړي، ځکه په خپل وخت واده نه کول تو د پيغلو لوڼو نه ودول د دي ډول غیر اخلاقي کړنو لامل ګرځي. که چیري اسلامي هیوادونه او اسلامي کورنۍ غواړي چې په امن کې پاتي شي نو تر ټولو ښه لاره يې په ځان باندې د اسلامي اصولو عملي کول دي او بس. یو ځوان که چیري غواړي چې د داسې ناروغیو او په کمین کې د ناست دښمن څخه په امن کې پاتې شي نو تر ټولو ښه لاره یې واده کول دي ځکه چې واده او نکاح زمونږ د خوږ پيغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه دی ځکه چې په دې اړه ډير مبارک حدیثونه راغلي دي چې د خداي پيغمبر او د بشریت ستر لارښود محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم فرمايي:
النکاح من سنتي فمن رغب عن سنتي فلیس مني...... الحدیث
ژباړه: نکاح زما د سنتو څخه ده څوک چې د دې څخه انکار کوي هغه زما له امت څخه نه ده.
که يې وس اوتوان وي نو یو باید سنت په ځاي کړي او بل داچې په سنګر کې د ناست اسلامي ضد دښمن له شر څخه په دې توګه ځان خلاص کړۍ، که يې د واده کولو وس نه وي نو ښه لاره یې روژه نیول او صبر کول دي او هم باید هرځوان په اسلامي احکاممو باندې څه ناڅه ځان خبر کړي او د هر ډول غیر اسلامي کړنو په مقابل کې د لوی خدای څخه ویره په زړه کې ولري او تل د لوي خدای څخه و ویریږي او بس.ټول باید دې ته پام وکړو چې که چیرې زنا نه وای ایډز او اچ آی وي به له کومه کیده چې دا ټولو ته جوته ده چې یوازنی لامل یې زنا ده. که چیرې د ختزیر د غوښې خوړل عام شوي نه وای خوږي انفلونزا به له کومه شوې وه چې نن يې په ټوله نړۍ کې یو لوي ناورین رامنځ ته کړی دی چې د دې بل شوي اور شغلي ان زمونږ تر هیواده پورې هم را ورسیدې او که هر ډول کفري کړنې دلته تکرار شي نو هر ډول افتونه کوم چې په کفارو راغلي دي او یا راتلونکي دي هغه به په همدې مسلمانانو هم راځي.
که چیرې هر مسلمان ځوان دا وو مني چې پردۍ خوندې زمونږ خوندې دی ولې به یې لوڅ فلمونه بازارته را ووځي او ولې به د دوي د خوندو څيرې نور کسان ویني. که چیرې خوندې اسلامي جامې واغوندي او د هر هغه چا سره چې اسلام ورته د هغه سره د نه لیدو امر کړی دی وو نه ګوري ولې به د دوی انځورنه او بربنډ فلمونه بازار ته را ووزي ځکه نر د میرمنې په مقابل کې د لیوه حیثیت لري لکه لیوه چې په رمه کې د میږي د نیولو او خوړلو لپاره لارې چارې سنجوي نر هم د میرمنې په عزت باندې د لوبو کولو لپاره همداسې لارې ګوري چې د کومې لارې کولای شي یوه باکه میرمن د خپلو شومو غرلیزو تر تیري لاندې راولي. تر ټولو وړاندې په نني افغاني ټولنه کې چې د ډول ډول سیاسي ، ټولنیزو او فرهنګي یرغلونو تر برید لاندې ده تر ټولو مهم ټکی یو د اسلامي او علمي شعو شتون دی چې باید هرڅوک او هره کورنۍ یې ولري او بله د خلاصون لاره هم د خداي د قوانینو عملي کول دي چې تر ټولو ښه لار يې همداده او هرځوک کولای شي په خپل کور کې اسلامي اصول په ډير اسانه توګه عملي کړي او خپلې خوندي او وروڼه په دې وپوهوي چې مونږ څوک یو د چا بندګان یو او د چا امتیان یو مونږ ته خپل خداي او پيغمبر څه ویلي دي د څه شي څخه يې منع کړي یو او د څه شي څخه یې نه یو منع کړي. ټولې کورنۍ باید په اسلامي حجاب کې د کورونو څخه د باندې لاړې شي او د سینګار څيزونو د استعمال څخه ډډه وکړي ترڅو وکولای شي خوندي پاتې شي ځکه د سینګار او عطرو جواز ښځې ته یوازې د خپل خاوند لپاره ورکول شوی دی نه د دې لپاره چې په بازار کې د دوکاندار او یا په روغتون کې د ډاکټر او یا بل کوم کس لپاره عطر ولګوي او سینګار دې وکړي.که چیرې یوه ټولنه په سلو کې پنځوس اسلامي اصول په ځان عملي کړي څوک به وکولای شي د دې عکسونه واخلي او یا په دې باندې تیری وکړي تیری خ لا څه چې د اوف ویلو جرات به هم وو نه لري ځکه ټول به په دې پوه وي چې دا میرمن د دې سره سره چې دومره په ستر کې راغلې ده د دې کار سره مینه هم نه لري او بل به په ځوانانو باندې هم یو څه اثر پریوځي او دومره به نه احساساتي کیږي چې د لیوه غوندې حملي وکړي. نو په پای کې د ټولو وروڼو او خوندو او افغاني کورنیو څخه هیله کوم چې خپل ځانونه د اسلامي اصولو سره سم سمبال کړي کنه نو دنیا هسې هم پاتې ده او د نورو په برتله به مسلمانان ډير د خداي په عذاب مبتلا شي ځکه دوی یواازني کسان دي چې د خداي امر ته يې لبیک ویلی دي او بس او هم باید حکومت ډيره پاملرنه ولري او هیڅ داسې منحوسې څيرې هیواد ته را پرینږدي ترځو وکولای شي د دې هیواد د تنکیو او راتلونکي نسل راتلونکې خرابه کړی او هڅه دې وکړي چې خلک په هر ډول کیږي اسلام او د اسلامي اصولو عملي کولو ته را وبلي تر څو بیا افغاني ټولنه نه په ایډز یوه مبتلا ټولنه شي او نه هم په خوږي انفلونزا او نه هم زمونږ حکومت په دې حیران وي چې د دې مخه څنګه وو نیسي ځکخ د خداي د احکامو څخه پرته بل هیځ قانون او کړنلاره نه شي کولای د بشري ناورین مخنیوي وکړي او یوازي اسلامي احکام دي چې کولای شي د داسې ناورین مخنیوي وکړي او د دنیا ټول جوړ شوي قوانین د دې څخه عاجز دي او نه شي کولای مخنیوي یې وکړي ځکه اوس اوس د کفري نړۍ په ګډون ټولې نړئ ته دا پته لږیدلې ده چې څه شی سم دي او څه شي غلط ځکه هغه متل دی چې وايي ( که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي) د دې سره سره چې ۲۱ پيړۍ د ټیکنالوجي او پرمختګ پيړۍ ده خو بیا هم د خدای قوانین او اصول په ځاي دي او حتی د خدای تعالی لخوا جوړ شوي قوانین او س اوس نور هم ښه په ثبوت رسدلي دي چې څه دي او چا چوړ کړي دي ځکه ټولې کفري نړۍ ته چې اوس مهال د دې دنیا د ټیکنالوجي پلاران او خاوندان ځانونه بولي دا ښ جوته شوې ده چې یو څوک شته چې د دې دنیا لپاره جوړ کړي قوانین یې په خپل بلاکیف لاس سره جوړ کړي دي.
و من الله توفیق