د هغه چا څخه کرکه چې کوي یو څه او وايي بل څه!
په دې برخه کې که چیرې خپل مقدس دین اسلام ته رجوع وکړ هلته هم د داسې کسانو هغه څه که مشر وي او یا کشر خو چې داسې کړنې کوي چې د ځان په ګټه یې وي او د بل په تاوان وي نو د اسلام دین هم د دې کړنو ډير کلک مخالف دی او داسې کس ته یې تل په بده کتلي دي چې د خپل خوږ دین اسلام دین ترڅنګ زمونږ د ژبې په ادبي برخه کې هم د دې کار تو د دې کړنې غندنه شوې ده او غندي یې چې د دې موضوع په سرکې به درته د پښتو ژبې د یو تن وتلي شاعر ښاغلي نجیب عامر یو غزل ستاسو حضور ته وړاندې کړم هیله چې د موضوع د عنوان سره سم وي:
غزل
نجیب عامر
چې له خاورې نه پیدایم په هوا په لاره نه ځم
په سوکه سوکه روان یم وارخطا په لاره نه ځم
جنت هله راکوي چې سا مې ووځي له دې تنه
په توبو مې دې توبه وي د ملا په لاره نه ځم
رهبران دي ټول بې لارې او پیران دي بې تاثیره
ملامت نه یم ملګرو که د چا په لاره نه ځم
بیا دعوه د ورورولۍ مو په یو بل پورې خندا ده
ته زما نه یې بې زاره او زه ستا په لاره نه ځم
بلا ډېرې تربګنۍ دي بلا ډېر حالات خراب دي
اوس پخوا غوندې ملګرو په خندا په لاره نه ځم
چې د ده په دې خوږ غزل کې که چیرې ځير شو نو لیدلای شو چې د دې ډول دوه مخي څخه کرکه په ډيره ادبي ژبه شوې ده ځکه چې پښتو شعر کې هرڅه په خپل اخري خوند او رنګ ویل شوي دي هغه که ستاینه وي او که غندنه خو خوند او هنري ارزښت یې د هر پلوه زیات وي د بیلګې په ډول د ښاغلي عامر په پورته غزل کې دا بیتونه ډير په زړه پورې دي چې وايي:
رهبران دي ټول بې لارې او پیران دي بې تاثیره
ملامت نه یم ملګرو که د چا په لاره نه ځم
بیا دعوه د ورورولۍ مو په یو بل پورې خندا ده
ته زما نه یې بې زاره او زه ستا په لاره نه ځم
چې دلته په دې بیتونو ډيرې خبرې کیدای شي چې زه یې نور قضاوت ګرانو لوستونکو ته پریږدم.
اویا هم د دې ښاغلي شاعر دا نظم چې ویلی یې دی چې ډيرې موضوع ګانې پکې را غونډې کړای شوې دي چې وايي:
اشنا په محبت کې چې نا کام پاتې کېدې
نجیب عامر
اشنا په محبت کې چې نا کام پاتې کېدې
له دې به ډېره ښه وه چې بدنام پاتې کېدې
نوداسې دې په خلاص مټ په پردیو خرڅولو
ظالمه ! آخر مشر مې د قام پاتې کېدې
په دغه زمانه کې به یا ښکار یې یا ښکاري
نارامه شوې هر ځای کې چې آرام پاتې کېدې
دخدای په کور کې هم بغیر له تا ومه نیمګړی
له ځان نه مې چاپیره وې احرام پاتې کېدې
تا څه وی ما دپاره ستا ژوند څه مانا لري
زما رنګین غزل ته یو الهام پاتې کېدې
اشنا بیا نو حاجت څه و چې سر د رقیب پرې کړم
ولاړ چې راته داسې لاس په نام پاتې کېدې
تا سل قسمه وخوړل اشنا یوه شېبه کې
خو بیا هم راته پوخ نه شولې خام پاتې کېدې
تا ځان ددوی د مخ په آئینه کې تل لیده
د ټولو خواري کښو چې امام پاتې کېدې
ماهم د سباوون بلا خوبونه وو لیدلي
تقدیره! داسې ولې ته ما ښام پاتې کېدې
در ومې کتل زړه مې په هماغه شېبه بایلود
ما څه کړي وای داسې دل آرام پاتې کېدې
پرون دې درقیب په بدرنګۍ پورې خندل
عامره ته نو داسې کوم ګل فام پاتې کېدې
د دې موضوع پورې اړوند د پښتو ژبې د وتلي شاعر ښاغلي درویش دراني یو بل شعر چې په پیلکې د جګړې څخه د کرکې انځور پکې ډير په ادبي ډول را څرګند شوی خو په ټول غزل کې بیا ډيرې خبرې شته چې د دې موضوع په اړه هم ډير څه پکې دي او ډير څه یې ویلي دي چې وايي:
غزل
درویش درانی
چي بيـــــــــــــانه توره پورته سي نه سرپه وينورنګ سي
باداره دغه جنګ دي دوطن دي دوطن آخري جنګ سي
که زړونــــــــــــــــــــه سره ورکړواولاسونه سره ورکړو
داکانړي به لالـــــــــــــــــــونه سي،دابوټي به لونګ سي
ترڅوبـــــــــــــــــــــــــه دوي پرکلي کلي ګرزي دابه وائي
چي دامېنــــــــــه دي ورانه سي اوهغه کوردي ړنګ سي
زمونږځلمي چي جنـــــــــــــــــګ ته هڅوي نوورته وائي
چي هسي کـــــه موکښېښــــــودې نوتوري به موزنګ سي
که ګـــــــــــــــــورې له لستوڼي به ئې سورخنجرراووځي
دروېشــــــــــه! چي روان درسره څوک دلته پرڅنګ سي
که چیرې لږ د دې خوږ ژبي شاعر شعر ته زیر شو نو د دې څخه پرته هم ډيرې خبرې پکې موندل کیدای شي خو زه د موضوع پورې اړوند یې یوازې د دې څو بیتونو ځانګړې یادونه کوم چې وايي:
زمونږځلمي چي جنــــــــــــــــــــګ ته هڅوي نوورته وائي
چي هسي که موکښېښــــــودې نوتوري به مـــــــــوزنګ سي
چې په ریښتوني ډول که چیرې ورته وکتل شی نو دا به ډيره ښه جوته شي چې نور څه کوي او بیا مونږ ته څه وايي نور د خپل هیواد د مدرسې،ښونځي، سړک اوبیارغونې څخه څرنګه خوند اخلي او مونږ ته بیا مدرسه،ښونځي، بیارغونه او نور څرنګه را پيژنې چې دوی تل په ځان یو څه لوري او په دې غیرتي او ځوریدلي اولس نور څه.
او د دې موضوع سره د ښاغلي سید کریم یو غزل هم تر ډيره ریښتونی دی چې پکې د جګړې تر څنګ یې د ډيرو نورو ناخوالو څخه هم کرکه کړې ده او وايي:
غزل
سيد کريم خوستى
دادې کالونه می بې شميره دهجران تريږې
ستا جدايې کی می ژوند ن څيرې ګيروان تريږی
زه چه راياد کړم دستا وږی تږی بژا بژا جا مې
په مخ می لا پې لاپې اوښکې هر زمان تريږی
تل دهجران په سرو سکر وټو کې مزلونه کو م
خو هر قدم مې دزړه وينو کی ډير ګران تر يږی
که تا ودان واې زه به ولې داسې خوار ګر زيده
سختو خواريو کې می ژوند ستړې ستومان تريږی
چه وچ په وچه لو ټې لو تې ستا کا بل راياد شی
چيغې وهم چيغی می پو رته تر اسمان تريږی
په سجوده کی خدای ته وژاړم سو لو نه کوم
چه رحم وکړی داغه څه پدې افغان تر يږی
موږ بې تعليمه که بچيان مو بی تعليمه لوی شی
هغوې به هم داسې وختونه پر یشان تر يږ ی
زموږ مشران اودوښمانان داسې جنګونه راوړې
چه جنګ په خوست کی وی خو وينې په پروان تريږی
خود مشرانو که موږ هر څومره تباه برباد کړو
ژوندون ددوي هم دکورسیو په ارمان تير يږی
که نور يې واس نه د ستا په غم کی ونه ژاړې
نو سيد کريم به له جهانه بې ايمان تير يږی
چې کچیرې د دې وتلي شاعر شعر ته ځير شو د هغو مشرانو څخه پکې هم کرکه شوې ده چې نورو ته د جګړې لارې ور ښيي او یا هم د د دې لامل شي چې ښونځي او نور ښونیز ځایونه له منځه یوسي.