(ج) ـــ د سوداګریزو اړیکو بنسټونه

۱ ـــ پيسې:د مدینې د خلکو له خوا مخکې او وروسته له اسلامه د اخیستلو او خرڅولو په مهال د سپينو زرو څخه د جوړو شویو درهم او دینارو څخه ګټه اخیستل کیده.په دې اړه وايي کله به چې مهاجرین مدینې ته راتلل اوبو به یې نه درلودې او یو سړي د بني غفار د قبیلې څخه د رومة په نوم یوه د اوبو چینه درلوده  هغه به یې خرڅولې پيغمبر صلی الله علیه وسلم ده ته و فرماییل چې د دې چینې غوندې یوه چینه په جنت کې هم شته، خو هغي سړی وویل چې ای د خدای رسوله زه او کورنۍ مې د دې څخه پرته نور څه نه لرو دا خبره حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه ته ورسیده او دا چینه یې د دې سړي څخه په ۱۰۰۰ درهمه واخیسته.همدارنګه نقل شوی دی چې یو ځل ابارحیمه د پيغمبرصلی الله علیه وسلم حجامت وکړ او د خدای رسول ده ته یو درهم ور کړ.
هدارنګه وايي چې یو ځلې نبي علیه سلام د یو تن صحابه څخه یو اوښ په یوه او قیه خریداري کړ.

دا به هم په ځای وي چې دې ته نغوته وشي کومې سکې چې د نبي علیه سلام په وخت کې خلکو پرې معاملې کولې دا سیکې ډيرې متنوع نه وې او د هغو سکو سره چې د نبي علیه وسلام په وخت کې یا د امویانو په وخت کې تیرې ګټه اخیستل کیده دومره سره لرې نه وې او څه توپير یې سره نه درلود.وايي چې د نبي علیه سلام په وخت کې درهم په دوه ډوله ووبشپړ تورچې وزن یې اته دانقه وو او بل ډول یې طبري عقیقه وې چې وزن یې څلور دانقه وو.د دې درهمونو سره کار کول ستونزمن وو او یوازې د زکات د ورکړې لپاره ترې ګټه اخیستل کیده.خلکو هم په دوه ډوله کم او زیات زکات ورکاوو.د سکې د معاملې څخه پرته  ډيری سوداګریز توکي په نورو سوداګریزو توکو هم پيریدل کیده، د بیلګې په ډول غنم، اوربشې او نورې سره یو شان میوې یو د بل په مقابل کې معامله کیدې او یا کله چې به یو چا کوم کار کاوو نو هغه ته به یوه معینه اندازه خرما ورکول کیده.

وايي چې د دینارو ارزښت ډير زیات وو.ویل شوي دي چې یو ځل پيغمبر صلی الله علیه وسلم د بني نجار څخه یو بڼ په لس دیناره واخیست چې اوبوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه یې پیسې ورکړې.

د سپينو زرو درهم په عراق او فارس کې جوړیدل چې د کسری انځور هم پرې کاږل شوی وو. دا درهم دایروي شکله وو.

د دې مطلب څخه داسې څرګندیږي چې د جاهلیت په وخت کې عربي سکې د اعرابو په منځ کې دود نه وې، خو د دې سره سره د کندونو  په ترڅ کې د حمیري عربي سکو د موندلو په ترڅ کې دا ثابتوي چې عربي سکې هم موجودې وې.عربي سکې په ډيره کمه کچه دود وې.همدارنګه ذکر شوي دي چې عربي سکې چې د نورو عربي ممالکو لکه انباط او تدمر څخه هم دود وې چې تدمیري سکه دارې یې نوموي.عربي د حیمر په نوم سکې د دې له امله چې یا د عربو ځکمو ته کمې راتلې او یایې کم اعتماد درلود کمې دود وې.د سکو نه دودیدل د عربو ترمنځ د دې سکو د ضرب وهلو د ماشینونو د نه شتون له امله وو.
۲ ـــ وزنونه او تول:

د نبي علیه سلام په وخت کې د تول لپاره دود شی مثقال وو.چې د وزن کولو لپاره له درهمو او دینارو څخه هم ګټه اخیستل کیده.د هغو وزونونو څخه چې د مدینې منورې د خلکو لخوا دود وو د (اوقیه) په نوم یادیده چې تقریبا وزن یې ۴۰ درهمه وو.هغوی د قنطار د وزن څخه هم ګټه اخیتسته چې په عربو کې د ډير مال د تول لپاره کارول کیده د نبي علیه سلام په وخت کې یې وزن ۱۰۲۰ اوقیو ته رسیده. د مدینې د خلکو د دود وزونونه مد، صاع، فرق، او وسق وو.
بوختیا وې او کسبونه:


د مدینې خلکو د دې ترڅنګ چې په سوداګري او کرهڼه بوخت و په ځينو نورو چارو هم لګیا وو ترڅو وکولای شي خپل ژوند پرې تیر کړي او د دوی له رسومو او عنعنو سره سم وي.بې د شکه چې په مدینه منوره کې د څاریو ګلې هم ښې ‌ډيرې وې د بیلګې په ډول پسونه، اوښان او آسونه.د مدینې ځينې اوسیدونکو د ژوند د تیرولو لپاره د نورو اوښان ساتل د جګړې لپاره یې آسونه تیارول او دې ورته به یې شپني کوله.چا به چې دا کسب کاوو هغه ته( راعي العیر) ویل کیده.او شپنو به د څارویو د څيښتن څخه یوه ټاکل شوې اندازه مزد اخیست.خو د نبي علیه سلام او د هغه د یارانو د مرکبونو کوم چې د جګړې لپاره یې کارول په نوبت به یې سره څورل او د دې په مقابل کې چاته څه مزد نه ورکول کیده.د مدینې د وضعې د خراب والي او یا د غزاوو او جګړو لپاره د وتلو په وخت د دې ښار د ساتنې لپاره هم اړتیا وه چې دا کار هغو هلکانو ته چې ۱۵ کلن وو به وو سپارل شوی ووچې دې ډلې ته(حرس المدینه) یعنې د مدینې ساتونکي ویل کیدل.په جنګونو کې به هم د اوښانو د ساتنې لپاره ځينو کسانو ته اړتیا وه چې  د څارویو څخه ساتنه وکړي چې دا کار هم په نوبت سره کیده.هرشپه به ډير کسان د سولې او ټیکاو یا د جګړې په وخت کې  د بني علیه سلام کور ساته چې دې کسانو ته حارس النبي ویل کیدل.
وايي چې داسې یوه ډله هم په مدینه کې وه چې د مدینې د شااوخوا او یا د ټولې جزیرة العرب له حالاتو او هوا څخه خبر وو چې د دې خلکو څخه به د لارښود او یا بلد کس په توګه کار اخیستل کیده .ډير کم شمیره صحابه د لیکلو په چارو لګیا وو ځکه چې ډيرو کمو کسانو لوستل او لیکل کولای شول په اغلب ګمان دا لیکولان د هغو مهاجرینو د ډلې څخه وو چې د جاهلیت په وخت کې یې لیکل او لوستل زده کړي وو او د اسلام په وخت کې یې دې کارته مخه کړې وه.دا په دې مانا نه دې چې په انصارو کې چا لیکل نه شو کولای. عبدالله بن رواحة او ابی بن کعب کولای شول ولیکي او د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د کاتبینو څخه وو،پيغمبر صلی الله علیه وسلم یوه ډله کاتبین هم در لودل چې ډيری یې د وحې لیکونکي و چې  دې خلکو به د وحې لیکنې ترڅنګ د خلکو د معاملو او نورو اړتیا په اړه هم لیکنې کولې.دې خلکو به معمولا په صافو ښاخونو، پوستکو او هډوکې باندې لیکنې کولې.

د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په وخت کې پيژندل شوې دنده مستوفي توب یا د مالیو اخیستنه وه.مسوتوفي هغه څوک وو چې د اموالو د څيښتنانو څخه به یې مالونه اخیستل او د خالصولو وروسته به یې هغه پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته راوړل.یو ه بله دنده د خزانه دار وه چې دی د بیت المال ساتونکی وو او یوې بلې ډلې ته خارص ویل کیده چې د خرما په ونه کې به یې شته خرما وې سنجولې.

په جومات پورې اړوند د ملا امام څخه پرته یو بل تن هم موذن وو.د نبي علیه سلام د وخت مشهور موذنان حضرت بلال بن رباح، ابن مکتوم چې په سترګو ړوند وو، سعد القرظ او مولای انصار وو چې د قبا په جومات کې به یې اذان کاوو.

د نبي علیه سلام په وخت کې طب هم د پاملرنې وړ وو.ډير خلک د دې علم د پوهیدنې سره اشنا وو او هڅه یې کوله چې دا علم زده کړي.د دې وخت مشهور ډاکټر یا طبیب حارث بن کلدة ثقفي وو چې خپلې زدکړې یې په فارس او یمن کې کړې وې او دوایانې یې پيژندلې او هغه یې د (طبیب العرب) په نامو یاداوو.ویل شوي دي چې (اسما بنت عمیس ) هم طبابت کاوو او خلکو ته یې دوایانې جوړولې. هغې طبي علم په حبشه کې زده کړی وو.د صحابه وو ځينې میرمنې د پرستاري په کار بوختې وې.داسې راغلي دي چې رفیده یوه میرمن وه چې د نبي علیه سلام په جومات کې یې خیمه درلوده او د ټپيانو درملنه به یې کوله هغې خپل ځان د اړینو مسلمانانو خدمت ته وقف کړی وو.
د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په زمانه کې بل کار چې په ټيټه کچه وو لکه حجامت او ارایش کونه چې ارایش کونکو به ډير ځله حجامت هم کاوو.قصاب هم وو چې ډير ځله ده ته لحام ویل کیده لحام د مبالغې صیغه ده چې غوښه خرڅونکي ته وايي دوی به په بازار کې غوښه خرڅوله.بل کسب هم ډوډی پخونه(نانوايي) وه. وايي چې یوه ورځ نبي علیه سلام د یوې نانوايي څنګ ته تیریده هغه ته یې وویل:مرحبا ستاسو په دې نازکه ډوډی.

ځينې نور بیا په آشپزي، خیاطي، قبرکیندلو بوخت وو.قبرکیندونکو ته به یې نباش ویل.یوې ډلې هم په اوښانو اوبو راوړې اویا به یې د خرما په مقابل کې ډولچې(سلواغې) د څاه څخه را کښلې.
ډيری ښځې د دوی د زور طاقت او د سیمې د عنعنې سره سم په ځينو کارونو لکه دایه او ارایش کونې باندې  بوختې وې.

په ټولیز ‌ډول په مدینه کې کارونه او شغلونو د خپلو نیکونو د وخت څخه ورته پاتې کسانو ته د دوی د اولاد لخوا تعقیبیدل ترڅو خلک وکولای شي د خپل ژوند اړتیا وې پوره کړي.په ډيرو هغو چارو چې یو څه به یې ترې اوبدل ډير کسان بوخت وو چې خواص یې بلل.همدارنګه د وړیو او پوستکو څخه به یې پړي(رشمې) اوبدلې.د تیږو د ویله ولو څخه هم د وسلو لکه لیندی، د نیزې سر، او تره جوړه وله او همدارنګه دې ته ورته څيزونه به یې ترې جوړول.د زرګري په برخه کې هم ډيرو کسانو ډير شیان جوړول د بیلګې په ډول د پوزې لپاره يځنې زینتي شیان.چې دا کسب د ډير ارزښت څخه برخه من نه وو ځکه چې زرګرانو به تل په خپلو کارونو کې د فریب او دوکې څخه کار اخیست.دا کسب ډيری یهودیانو او هغو کسانو کاوو چې د کومې ښې کورنۍ غړي به نه وو.خو آهنګري په مدینه کې د ډير ارزښت څخه برخمنه وه.د دې وخت تر ټولو مشوهور آهنګر اوبو سیف وو چې په خپل کور کې یې کار کاوو.چې دې کس به د کرهڼې څيزونه او تبرونه جوړول.هغه تیرونه به چې په یثرب(مدینه منوره کې جوړیدل د ځانګړي نوم څخه برخه من وو. یو شمیر ښځو به په خپلو کورونو کې د اوبدلو(بافنده ګي) په دنده بوختې وې چې دا صنعت په مدینه کې په ډيره محدوه کچه وو.ویل شوي دي چې په مدینه کې جامې نه اوبدل کیدې دا جامې د یمن څخه راوړل کیدې او خلکو به اغوستې.

بل مشهور کسب هم ترکاڼي(نجاري) وهغوی به یو ډول صندلی چې پښې به یې د اوسپنې وې جوړولې.دباغي او خټګري هم یو شغول وو.
د دې ټولو څخه داسې جوتیږي چې مدینه منوره مخکې او وروسته او مخکې له اسلامه د ډيرو صنعتي او غیر صنعتي کارونو ځای وو.د دې ځای ډيری اوسیدونکو د مشرانو څخه نیولې تر غلامانو او نورو پورې د خپلو کارونو تر څنګ یې کوښښ کاوو چې د پوځي او نورو ستونزمنو کارونو ترڅنګ یو د بل سره مرسته وکړي چې د اسلام له ورتګ سره سم د علومو زدکړه او نور کسبونه هم د دې خلکو لخوا زده شول او د دې خلکو په ویه بوختیا بدل شول.