دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې برښنا ساپۍدغه شعرکره کتنې ته وړاندې کیږي.
برښنا ساپۍ
تاسره مينه لرم
له هغې ورځې چې مې
سترګې در واوښتلې
له ها ساعته اشنا
زما په زړه كې ته يې
له ها شيبې دې غواړم
تا هيرولى نه شم
مينه په زړه كې لرم
خو څه ويلى نه شم
پښتو مې مخه نيسي
حيا مې خوله راتړي
ان په سندرو كې هم
دائره مې خوله راتړي
خو نن يې وايم اشنا
ستا يمه ، ستا يم اشنا
خبره سپينه لرم
تاسره مينه لرم
آغلې وږمه فضلي به په دغه شعر لیکلې کره کتنه اوروي.
دغه راز آغلې صالحه سروري به دغزل په اړه لکچر وړاندې کړي.
دژورنالیزم دکورس په برخه کې استاد امیرجان وحید احمدزی دژورنالیزم په اړه معلومات وړاندې کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
په درنښت
توبا ندا ساپۍ
دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره