دا د څه شي غږ ده؟
د جمعې ورځ وه.مینا ویده وه او د پورته کیدو لپاره کې یې کوم تلوار هم نه درلود. ورور یې حمید هم په یوه ګوښه کې پروت وو.
یو ځل مینا یو غږ واورید او هغه یې د خوب څخه راپورته کړه.مینا هم خپلې سترګې لږ څه لوڅې کړې.او بیا داسې خیال وکړ چې ګواکې خوب یې لیدلی. ویې غوښتل بیرته ویده شي،خو دا ځل یې بیا هغه غږ واورید.خپلې سترګې یې و موښلې او ښه غوږ یې ونیو، ترڅو اشتباه یې نه وي کړي. یو غږ اوریدل کیده لکه څوک چې فریاد کوي.
مینا حمید ته وکتل. حمید ویده وو.د خپل ځای څخه پورته شوه او د کوټې ټول ځایونه یې وکتل، خو څه یې وونه لیدل.ویې غوښتل بیرته ویده شي. د ځان سره یې وویل حتما مې خوب لیدلی!ښه به داوي چې ولاړه شم او ویده شم.خو کله چې یې وغوښتل خپل د خوب ځای کې څملي د دوهم حل لپاره یې بیا هغه غږ واوریده.
دا ځل یو څه وویریده. کرار یې په حمید غږ وکړ:حمیده ،حمیده، حمیده را جګ شه.
خپلې سترګې پرانیستلې او د خوب څخه په ډکو سترګو یې وویل : څه شی دي، څه کار دې وو؟ولې مې نه پریږدې چې اوده شم.
مینا لږ شاته لاړه او ویې ویل: تا هغه غږ وا نه اوریده؟
حمید په غصه سره ورته وویل:نه ما هیڅ کوم داسې غږ نه ده اوریدلی.خو په دغه وخت کې دا غږ بیا پورته شو.
مینا ورته وویل: چې غوږ ونیسه.
حمید هم غږ واوریده نو هغه وخت یې وویل:هو هو وا مې وریده دا ځل لکه څوک چې ژاړي!.
مینا سوچ وکړ او ویې ویل:داسې فکر کوم چې د کوم هلک غږ وي.یو وړ ماشوم چې ژاړي.
حمید هم د خپل ځای څخه پورته شو او ویې ویل: راځه چې لاړشو او انګړ وګورو.
دواړه انګړ ته لاړل دواړه په ټول انګړ کې وګرځيدل خو څوک یې وو نه موندل.
بیرته خونې ته راغلل. د سترګو څخه یې خوب الوتی وو. بیا یې هم همهغه غږ واورید.یو ځل مینا د خپلې ملګرې د وړوکې خور زري په سوچ کې شوه.زري او د هغې کورنۍ د دوی ګاونډیان وو.مینا په خوښي سره وویل. پوهه شوم دا د زري د خور ژړا ده، هغه هر وخت سهار وختي د خوبه را پاڅيږي.
خو حمید وویل: چې نه ته اشتباه کوې، هغوی په کور کې نشته هغوي پرون مازدیګر چیرې لاړل.
مینا لږ څه نا ارامه غوندې شوه.وروسته له لږ ځنډه یې وویل:باید لاړشو او د مورڅخه پوښتنه وکړو. وورسته دواړه پخلنځي لاړل موریې د سهار د ډوډۍ په تیارولو لږیا وه. مینا او حمید په پخلنځي کې هم دا چیغې اوریدې. مینا د خپلې مور څخه پوښتنه وکړه: مورې دا د څه شي غږ ده؟
مور یې په کار دومره بوخته وه چې هیخ غږ یې نه شو اوریدلای. هغې وویل: د څه شي غږ؟زه خو هیڅ غږ نه اورم.
او بیایې وویل ژر شی لاړشی لاسونه او مخ مو پریمینځی او ژر راشی د سهار ډوډۍ وخوری.
خو مینا او حمید د سهار د ډوډۍ د خوړلو حوصله نه لرله. هغوی غوښتل پوه شي چې دا اواز د څه شي دی. دواړه د اشپزخانې شااوخواته وګرځيدل.
موریې چې د دوی د لاسه لږ څه په غصه شوې وه وویل:په شي پسې ګرځۍ. او دوی ته نیژدې ورغله. هغه وخت دې هم دا غږ واورید .فکر یې وکړ او ویې ویل:دا غږ خو د باندې انګړ څخه راځي.
مینا او حمید هم صبر ونکړ نو د باندې انګړ ته ورغلل.د باندې انګړ په ټولو ځایونو کې وګرځيدل تر دې چې........
د دوی د خندا غږ پورته شود باندې د انګړ په یوه څنډه کې د پشې دري واړه بچوني پراته وو او میو میو یې کاوو.
مینا او حمید د پشې د بچونو د لیدو څخه ډير خوښ شول د خوشالي څخه ها خوا دې خوا تلل او خندل یې.هغوی پخلنځي ته منډې کړې ترڅو دا خبره خپلې مورې ته هم وکړي.
پلار هم را ورسید.هغه د نان وايي څخه را روا وو. توده ډوډۍ یې اخیستې وه.
مینا او حمید وویل چې دوی غواړي د پشي بچوڼي د ځان سره وساتي.
خو د مینا او حمید پلار وویل چې نه دا سمه نه ده.مور یې د باندې تللې او دوی په هغې پسې میومیو کوي.
مینا او حمید بیرته انګړ ته را ستانه شول.هغوی یوه چاغه پشې ولیده چې په دیوال ناسته ده او میومیو کوي.
مینا وویل: ووګوره چې څومره خفه ده هغه غواړي د خپلو بچو سره وي.
حمید وویل ما ډير ښه سوچ کړی.
هغه وخت یې مینا ته خپل سوچ ووایه.دواړه د باندې انګړ ته لاړل او پشي بچوڼي یې را واخیستل.یو یې مینا او دوه یې حمید را واخیستل، او د پشي بچوڼی یې د ننی انګړ ته راول.
پشي چې کله خپل بچوڼي ولیدل نو را پورته شوه او په لوړ اواز یې میومیو پيل کړل.مینا او حمید د پشي بچوڼي د انګړ په منځه کې خوشې کړل او دوی ترې یوې خواته شول د پشونګرو مور ژر د دیووال څخه را ښ:ته شوه، او خپلو بچو ته یې را منډه کړه. دوی یې بوی بوی کړل او ویې څټل.وروسته د دوی څخه یو په څټ کې په خپله خولې کې نیو.د کوټې پر دیوال پورته وخته. هغه بچوڼی یې په بام چې کومه زړه ټوټه وه په هغه کیښود.بیا حویلی ته راغله دوه نور بچوڼي یې هم هلته وروسل.مینا او حمید ډير خوشاله شول.
اوس د پشي بچوڼي د خپلې مور سره دي.
مونږ کولای شو هره ورځ د دوی سره لوبې وکړو.
وروسته یې دواړه لاړل خپل مخ او لاسونه یې ووینځل ترڅو خپل سهاري ډوډۍ وخوری