د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزيتي سوداګريز تړون (APTTA) د چا په ګټه دی:څېړنیار:عبدالرحمان حبیب زوی
د ۲۰۱۰ زکال د جولای په ۱۸مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوومه اقتصادي ناسته په پلازمینې اسلام آباد کې دایره شوه، چې په ترڅ کې د فغانستان او پاکستان تر منځ ترانزیتي تړون Afghan Pakistan Transit Trade Agreement(APTTA)لاسلیک شو،چې د افغانستان له لوري د سوداګرۍ او صنعت وزیر ډاکتر انوارالحق احدي او د پاکستان له لوري ددغه هېواد د سوداګرۍ او صنعت وزیر مخدوم فهیم مشري کوله. په دغه ناسته کې د افغانستان له لوري ځینې وړاندیزونه ومنل شول او ځینې ونه منل شول، خو لا هم څرګنده نه ده، چې د دې تړون (APTTA) منل شوي وړاندیزونه به دعمل جامه واغوندي،؟ که نه؟ خو په هر حال نوموړی تړون د سیپټمبر په ۱۴مه نیټه د پاکستان د پارلمان لخوا پاس شو. مونږ به په دغه بحث کې لومړی د دغه تړون ځینې مهمې برخې او په تړون کې ټاکل شوې لارې او په پای کې د دريو پوښتنو په ځوابولو سره چې:
- اپټا APTTA تړون د چا په ګټه او د کومو فشارونو په پایله کې لاسلیک شوی؟
- په پاکستان کې به دغه تړون څومره عملي بڼه غوره کړي؟
وڅېړو.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزيتي تړون (APTTA) ۲۰۱۰، جولای ۱۸
د نوموړي تړون پر بنسټ افغانستان کولی شي، چې خپل مالونه په خپلو موټرو کې تر واګې پورې یانې د پاکستان او هندوستان ترمنځ وچ بندر Dry Port پورې لېږدولی شي او همدا راز ددغه تړون له مخې د افغانستان موټرې تر ګوادربندره پورې هم تلی شي، چې له دغو دوو لارو څخه دافغانستان مالونه به هند او چین ته لېږدول کېږي، خو هندي بار وړونکې موټرې اجازه نه لري، چې د واګې یاګوادر له لارې افغانستان ته انتقال شي او دا هغه ټکی دی، چې تردې مهاله په دې تړون کې نه دی منل شوی، خو داسې ویل کېږي، چې پاکستاني چارواکو ژمنه کړې، چې په دې اړوند به وروسته غور وکړي او یوه بله ناسته به راوبلي.
په دې تړون کې د پاکستان لپاره هغه امتیازات، چې په پام کې نیول شوي، د پاکستان لپاره نوي نه دي بلکې پاکستان پرته له دې تړون نه له پخوا راهیسې خپل مالونه دتورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته او له افغانستان څخه منځنی آسیا ته او همدا ډول یې له منځنی آسیا څخه په ورته بڼه پاکستان ته لېږدول، خو د سیمې سیاسي کارپوه عبدالرشید وزیري بیا وايي،چې دا پاکستاني مالونه ډیری د قبایلو لخوا وړل راوړل کیدل،چې ګواکې د دوی په وینا افغان حکومت د قبایلو د اقتصادي پراختیا لپاره یو ډول امیتاز ورکاوه او بله خبره دا وه،چې دا مالونه اکثر په هغو موټرو کې لیږدیدل،چې د پښتونخوا نمبر بلیټ یې درلوده. چې دا هم د پوښتنې وړ، خبره ده، په عین حال کې، افغانستان د ۱۹۶۵زکال د تړون له مخې یوازې خپل مالونه پخپلو موټرو کې تر پېښوره انتقالولی شوای او له دې ور ها خوا یې د پاکستان نورو بندرونو د تګ اجازه نه درلوده او بیا د افغانستان مالونه د LLC کمپنی له لارې په ریلګاډو کې نورو بندرونو،په ځانګړي توګه کراچۍ بندر ته انتقالیدل. خو بیا هم افغانانو په پاکستان کې د ترانسپورټ په برخه کې یو څه آزاد لاس درلوده.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د نړیوالو اړیکو مشر مزمل شینواري په وینا : په تېر کې پاکستان ځکه له دغو امتیازیاتو څخه برخمن و، چې افغانستان په کافي اندازه ترانسپورتي وسایل نه لرل، نو ځکه پاکستان له دغې موقع څخه ګټه پورته کوله، خو نوموړي وايي که چیرې داتړون عملي نه شي، نو افغان دولت به پاکستان له دغه امتیازاتو څخه بې برخې کړي.(۱)
ددغه تړون له مخې د افغانستان مالونه د پاکستان وچو او بحري بندرونه ته ځي او هلته به په هندي موټرو کې دغه اموال بارېږي، په همدې ډول پاکستاني مالونه به هم د پاکستان له مشخصو ځایونو څخه چې په تړون کې راغلي د افغاني موټرو په واسطه انتقالېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزارت دنړیوالو اړیکو د مسؤل مزمل شینواري په وینا په دې تړون کې یو بل امتیاز افغانستان ته ورکړ شو هغه پرته له کانتیرونو څخه په لاریو کې د مالونو انتقال دی، چې د پاکستان لخوا او منل شو، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې تجارتي اموال د کانتیرونو په وسیله انتقالېږي. همدا ډول دنوموړي تړون له مخې افغان سوداګریز صادراتي او وارداتي مالونه کراچۍ او قاسم سمندري بندر ته هم تلی شي او بېرته هم له هماغو مشخصو لارو څخه پاکستاني مالونه رالېږدولی شي.
په دواړو هېوادونو ( پاکستان او افغانستان) کې د ترانزيت ټاکل شوې لارې ( معبرونه) Corridors
د Afghan- Pakistan Transit Trade Agreement( APTTA) د تړون پر بنسټ دا هغه لارې دي، چې سوداګریز مالونه به له دې لارو څخه درېیم هېواد ته خپل مالونه لېږدوي، چې په لاندې توګه دي :
پاکستان کې :
v (د ریلګاډو او سړک لارې)
۱ـ د پېښور – ازخیل- ریل ترمنیل او تورخم له لارې – کراچۍ او قاسم بندر ته.
۲ـ دچمن ( ریلترمنیل) او سپین بولدک له لارې – کراچۍ او قاسم بندر ته
v د سړک له لارې:
۱ـ د تورخم له لارې – کراچۍ او قاسم بندر ته
۲ـ د چمن او سپین بولدک له لارې – کراچۍ بندر، قاسم بندر او ګوادر بندر ته
۳ـ د غلام خان له لارې – کراچۍ بندر، قاسم بندر او ګوادر بندر ته[1]
۴ـ د سوست- تاشقرغان له لارې – تورخم ته
۵ـ له تورخم نه – واګه بندر ته[2]
۶ـ له چمن نه – واګې ته[3]
په افغانستان کې د پاکستاني صادراتو لپاره لارې((routes |
|||||
شمېره |
له |
تر |
له |
تر |
|
د سړک او ریلګاډي له لارې |
|||||
۱ |
تورخم |
سپین بولدک |
حیرتان |
ازبکستان |
|
۲ |
تورخم |
سپین بولدک |
تورغونډۍ |
ترکمنستان |
|
د سړک لارې |
|||||
۱ |
تورخم |
v سپینبولدک،غلام خان |
ای خانم |
تاجکستان |
|
۲ |
تورخم |
v سپینبولدک، غلام خان |
شیر خان بندر |
تاجکستان |
|
۳ |
تورخم |
v سپینبولدک، غلام خان |
حیرتان |
ازبکستان |
|
۴ |
تورخم |
v سپینبولدک، غلام خان |
اقینه |
ترکمنستان |
|
۵ |
تورخم |
v سپینبولدک، غلام خان |
تورغونډۍ |
ترکمنستان |
|
۶ |
تورخم |
v سپینبولدک، غلام خان |
اسلام قلعه |
ایران |
|
۷ |
v سپین بولدک |
v تورخم، غلام خان |
زرنج |
ایران |
|
v د غلام خان لاره به د دوه اړخيز موافقې سره سم ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.
افغاني لارۍ به په پاکستان کې له ټاکلو لارو څخه استفاده کوي او په ورته ډول به پاکستاني موټرې په افغانستان کې له ټاکلو لارو څخه ګټه اخلي.
الف: په پاکستان او افغانستان کې د ټاکلو لارو او معابرو Corridors& routes تفصيلي بڼه
v په پاکستان کې د افغان صادراتو لپاره لارې :
۱ـ تورخم- جمروډ ترمینل- پېښور- ازه خیل- راولپنډۍ- پنډي بتین- فیصل آباد – ملتان- سکر- حیدرآباد- قاسم بندر او کراچۍ بندر.
۲ـ تورخم- جمروډ ترمینل- پېښور – ازه خیل- کوهات- ډي اي خان- ډي جي خان – روټوډېرو- حیدرآباد- قاسم او کراچۍ بندر.
۳ـ چمن ترمینل- کوټه- کلات- خوزدار- بیلا- کراچۍ.
۴ـ غلام خان [4]– میرام شاه- بنو- کوهاټ- ډي آي خان- ډي جي خان- روټوډیرو- حیدر آباد- قاسم او کراچۍ بندر.
۵ـ چمن ترمینل- کوټه- کلات- خضدار-لیاري- اورمره- پاسني- ګوادر.
۶ـ چمن ترمینل- کلات- سوارب- بیسیما- ناګ- پنجګور- هوشب- توربت- ګوادر.
۷ـ تورخم- جمروډ ترمینل- پېښور- کوهاټ- ډي آي خان- روټوډېرو- کراچۍ - لیاري – اورمره- پاسني- ګوادر.
۸ـ تورخم – جمرود ترمینل- پېښور- کوهاټ- ډي آي خان- روټوډېرو- خضدار- بیسیما- ناګ- پنجګور- هوشب- توربت- ګوادر.
۹ـ غلام خان۱- میرام شاه- بنو-کوهاټ- ډي آي خان- روټو ډېرو- کراچۍ- لیاري- اورمره- پاسني- ګوادر.
۱۰ـ غلام خان۱- میرام شاه- بنو- ډي آي خان- روټوډېرو- خوزدار- بیسیما- ناګ- پنجګور- هوشب- توربت- ګوادر.
۱۱ـ غلام خان۱- میرام شاه- ږوب- کوټه- کلات- ناګ- پنجګور- هوشب- توربت- ګوادر.
۱۲ـ واګه۱- لاهور ( موټروې) اسلام آباد- راولپنډۍ ( موټروې) – پېښور- جمروډ ترمینل – تورخم.
ب: په افغانستان کې پاکستاني صادراتو لپاره لارې (Route) او معبرونه (Corridors )
۱ـ تورخم- کابل- پلخمري- ای خانم – تاجکستان
۲ـ تورخم – کابل- پلخمري- شیر خان بندر- تاجکستان
۳ـ تورخم – کابل- پلخمري- نایب آباد- حیرتان- ازبکستان
۴ـ تورخم- کابل- پلخمري- مزارشریف- اقیونه- ترکمنستان
۵ـ تورخم- کابل- پلخمري- مزارشریف- تورغونډۍ- ترکمنستان
۶ـ تورخم- سروبي- محمود راقي- پلخمري- ای خانم- تاجکستان[5]
۷ـ تورخم – سروبي- محمود راقي- حبل سراج- پلخمري- شیرخان بندر- تاجکستان۱
۸ـ تورخم – سروبي- محمود راقي- پلخمري- نایب آباد- حیرتان- ازبکستان۱
۹ـ تورخم- سروبي – محمود راقي – جبل سراج- پلخمري- مزارشریف- اقیونه- ترکمنستان۱
۱۰ـ تورخم- سروبي- محمود راقي- جبل سراج- پلخمري- مزارشریف- تورغونډۍ- ترکمنستان۱
۱۱ـ غلام خان – کابل- پلخمري- ای خانم- تاجکستان۱
۱۲ـ غلام خان – کابل- پلخمري- تاجکستان۱
۱۳ـ غلام خان – کابل- پلخمري- نایب آباد – حیرتان- ازبکستان۱
۱۴ـ غلام خان- کابل- پلخمري- مزارشریف- اقیونه- ترکمنستان۱
۱۵ـ غلام خان- کابل- پلخمري- مزارشریف- اقیونه – ترکمنستان۱
۱۶ـ دوره پاس- اسکاتول- ګل خانه- ایشکاشیم- تاجکستان۱
۱۷ـ درکوټ- بروغیل پاس- سرحد- ایشکاشیم- تاجکستان۱
دا هم په تړون کې د پاکستان صادراتو لپاره په افغانستان کې ځينې نورې لارې
۱ـ سپین بولدک- کندهار- دلارام- هرات- تورغونډۍ- ترکمنستان
۲ـ سپین بولدک- کندهار- دلارام- هرات- اسلام کلا- ایران
۳ـ سپین بولدک- کندهار- دلارام- زرنج – ایران
۴ـ سپین بولدک- کندهار- کلات- غزني- کابل- پلخمري- ای خانم- تاجکستان
۵ـ سپین بولدک- کندهار- کلات- غزني- کابل- پلخمري- شیرخان بندر- تاجکستان
۶ـ سپین بولدک- کندهار- کلات- غزنی- کابل- پلخمري- نایب آباد- هیرتان- ازبکستان
۷ـ سپین بولدک- کندهار- کلات- غزني- کابل- پلخمري- مزارشریف- اقینه- ترکمنستان
۸ـ سپین بولدک- کندهار- کلات- غزني- کابل- پلخمري- مزارشریف- تورغونډۍ- ترکمنستان (۲)
د APTTA تړون ځېنې مهم بندونه:
۱ـ د افغانستان ترانزيتي سوداګری د واګې له لارې :
پاکستان د APTTA تړون پر بنسټ هندوستان دافغاني صادراتو لیږد د واګې Waga بندر له لارې اسانتیاوې چمتو کوي. افغان لاریو ته به واګې ته د رسیدو په موخه ټاکل شوي لارو کې اجازه ورکوي څو افغاني مالونه هندي لاریو ته انتقال کړي. په واګه کې به افغاني کارګوکانې هندي لاریو ته انتقالېږي. په دغه پړاو کې هېڅ کوم ډول هندي صادراتو ته به اجازه ورنه کړای شي، څو د واګې له لارې افغانستان ته انتقال شي؛ خو په دغه برخه کې به په مناسب مهال د یوه علمي وړاندیز په بڼه بحث وشي. ددغه پوهاوی په ترڅ کې پاکستان به افغانستان ته یو فرعي لیک ورکوي، چې APTTA تړون برخه نه ده.
۲ـ افغاني لارۍ :
افغاني لاریو ته به اجازه ورکړل شي، څو له ټاکل شویو لارو څخه خپل صادراتي او ترانزیتي کارګوګانې د پاکستان سمندري بندرونو او واګې ته ورسوي. د بېرته ګرځېدو په حال افغاني ترانسپورتي واحدونو ته اجازه ورکول کېږي، څو په ورته بڼه او ورته شرایطو چې پاکستاني ترانسپورټ یې ګالي له پاکستان څخه سوداګریز مالونه افغانستان ته انتقال کړي.
۳ـ کانتينري کارګوګانې :
افغاني سوداګریز مالونه به لاندینو وسایلو کې دانتقال وړ دي :
الف : کانتینرونه له نړیوالو ځانګړنو سره
ب : د درې کالو لپاره افغاني کارګو ته اجازه ورکول کېږي، څو د نړیوالو اومنل شوي معیارونو پر بنسټ په مهرلاک لاریو کې انتقال شي.
ج : لویې او پرانیستي کارګوګانې په خلاصو لاریو او نورو لېږدونکو وسایلو کې انتقالېږي.
دـ لطیف او خوسا کیدونکي ترانزیتي صادراتي مالونه به په سرخلاصو لاریو او یانور لېږدونکو وسایلو کې لېږدول کېږي.
۴ـ د اجازه ليک Permit ورکړه :
دواړه هېوادونه به د خپلو قوانینو پر بنسټ ډریورانو او کلینرانو ته په دواړو هېوادونو کې د ننوتو اجازه لیک ورکوي چې هر اجازه لیک به ۶ میاشتې وخت او د پاتې کېدو لپاره ۱۵ ورځې لري.
۵ـ د ناروا سوداګرۍ مسئله Dangerous goods:
لاندني ګامونه به د ناروا سوداګرۍ د مبارزې لپاره ترسره کېږي.
الف : په لېږدونکو وسایلو کې د څارنې د آلاتو لګول
ب : د ګمرکونو ترمنځ د مالوماتو شریکول
ج : د پاکستان دوارداتي مالیاتو په کچه دمالي ضمانتونه جوړول، چې کمیشن کارانو، د ګمرکونو استازو ته به سپارل کېږي او له هېواد څخه دمالونو د بېرته وتو په صورت کې بېرته ورکول کېږي، که چیرې سوداګریز مالونه له خپلې ټاکلې مودې څخه وړاندې له هېواده ونه وځي، د ګمرکونو د چارواکو له خوا به نقدي ضمانت ورکوي.(۳)
اوس به راشو د دې تړون څرنګوالي او په تړون کې راولاړو شویو پوښتنوته:
- اپټا APTTA تړون د چا په ګټه او د کومو فشارونو په پايله کې لاسليک شو؟
- په پاکستان کې به دغه تړون څومره عملي بڼه غوره کړي؟
په دغه بحث کې مونږ په تړون کې پورتنۍ پوښتنې او ګرویږنې تر شننې لاندې نیسو. د ځینو کسانو په اند په APTTA تړون کې هر څه د افغانستان لپاره نوي دي او د پاکستان لپاره ورکې کومه نوې خبره نشته، په نوموړي تړون کې، چې د پاکستان لپاره کوم امتیازات په پام کې نیول شوي دی، پاکستان هغه له پخوا نه درلودل او پرته له کومو قانوني چوکاټ څخه یې خپل صادرات منځنۍ آسیا هېوادونو ته لېږدول له بلې خوا دا هم د یادونې وړ ده، چې په دې نهو کلونو کې ولې پاکستان دې تړون ته غاړه نه ایښوده، چې په دې برخه کې د سوداګرۍ او صنایعو چارو د وزارت دنړیوالو اړیکو مسؤل وايي،چې پردې تړون ۲۰۰۹ز د امریکې، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې خبرې وشوې، چې امریکې مهم رول درلوده.(۴)
دا چې امریکې په APTTA تړون کې ولې منځګړیتوب وکړ، علت یې دادی، چې که پاکستان په خپل هېواد کې د افغان سوداګرو ستونزو حل ته نه غاړه ایښوده، نو افغان سوداګر اړ و، چې د ایران له بندرونو څخه استفاده وکړي. په همدې حال کې د سوداګرۍ د خونو د مدیره هئیته مرستیال خانجان الکوزي په وینا : دغه تړون پر پاکستان د امریکا د فشار له امله لاسلیک شوی، نوموړي وايي « په پاکستان کې افغان سوداګر و ډېرو ستونزو سره مخامخ ول، نو له دې امله افغان سوداګر په دې فکر کاوه چې د پاکستان پر ځای د ایران له بندرونو څخه استفاده وکړي، چې د چابهار او بندر(عباس) دي، خو دا هغه څه دي، چې امریکا یې هېڅکله نه غواړي له دې امله امریکې پر پاکستان فشار راوړ، چې دغه ترانزیتي تړون لاسلیک کړي. (۵)
خو سیاسي او اقتصادي کارپوهان د امریکې دا منځګړتوب دومره اغېزمن نه بولي، ځکه چې پاکستان د تېر په څېر په خپلو غوښتنو ولاړ دی، پاکستان افغان موټرو ته له واګې د هندوستان بندر ته د ننوتو اجازنه نه ده ورکړي او همدا ډول له هند څخه افغانستان ته د صادراتو لېږد یې هم منع کړی دی، چې په دې توګه د امریکا فشار له ډېرې اغېزې څخه برخمن نه دی، خو بیا هم افغانان ددغه تړون د پلي کیدو په صورت کې خوښ دي او وايي له تېر نه یو څه لاسته راوړنې یې ترلاسه کړي، خو ددغه تړون په پلي کېدو هم که امریکا منځګړتوب ونه کړي، ګومان نه کېږي، چې عملي بڼه غوره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې بېلا بېلو رسنیو د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي تړون په اړه بېلا بېل منفي غبرګونونه او منفي تبلیغات کوي، دیوې ورځپاڼې د یوې شننې له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، چې دا تړون د امریکا د فشار له عمله لاسلیک شوی او لویه ګټه یې د پاکستان پر ځای افغانستان ته ده له دې امله باید،چې عملي نشي.
بله اندیښنه داده، چې د داتړون به له تصویب څخه وروسته عملي بڼه به ونه نیسي؟ خو دغه اندیښنې ته په ځواب کې د سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ رئیس وايي، چې : دا تړون به هرومرو عملي پایلې ولري او که چیرې د پاکستان پارلمان دغه تړون تصویب نه کړې او یا دولت ددغه تړون په عملي کولو کې لانجې جوړې کړي، نو دوی اړ دي، څو پر پاکستان د ۱۹۴۰زکال تړون تطبیق کړي، چې پر بنسټ یې پاکستاني صادرات به تر کابل او جلال آباد وړاندې نه شي تللی او درول کېږي به، په داسې حال کې چې له ۱۹۴۰ز نه تر اوسه پورې د یوه امتیاز او ځېنو ستونزو له مخې پاکستانۍ لارې تر حیرتان او شیرخان بندر وړاندې ځي.(۶)
سره له دې چې APTTA تړون اقتصادي تړون دی، خو ځینې کارپوهان په دې اند دي، چې دا تړون ترډېره بریده سیاسي تړون دی، چې هر یو پاکستان او امریکې دخپلو رقیبانو د نفوذ د مخ نیوې په توګه ترې کار اخلي، پاکستان هندي مالونو ته افغانستان ته د لېږد مخنیوی په څرګنده توګه د افغانستان او هندوستان ترمنځ درز جوړول دي او د هند د نفوذ مخنیوي دی.همدا ډول امریکا دایران پر بندرونو د پاکستان بندرونو ته ځکه ترجیح ورکوي ،چې په افغانستان کې د ایران د پراخه او زیاتېدونکي نفوذ مخینوي وکړي.
سرچینې
- د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزارت د نړیوال سوداګرۍ مشر مزمل شینواري سره مرکه:نګاه تلویزون،۲۰۱۰،جولای ۲۲مه،شپه ۹ بجې.
- د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزارت لخوا د APTTA تړون انګلیسي چمتو شوي متن څخه ژباړه،۲۰۱۰،جولای ۱۸مه.
- باختر ورځپاڼه،دوه سوه دو اتیایمه ګڼه،یکشنبه،۱۳اسد،۱۳۸۹.
- له مزمل شینواري سره مرکه.
- سرنوشت ورځپاڼه،لومړی او دویم مخ،شنبه،۱۳۸۹ ،۱۴مه ګڼه،د زمري ۱۲مه نیټه.
- له مزمل شینواري سره مرکه.
[1]- دا لارې به له یوې ټاکلې نېټې څخه وروسته د دوه اړخیز تړون پر بنسټ پرانیستل کېږي.
[2]۲- په تړون کې موافقه شوې، چې پاکستان به هغه ټولې انساتیاوې افغاني صادراتو ته چمتو کوي، کوم چې د واګې له لارې هندوستان ته انتقالېږي، همدا ډول دغه مالونه به په واګې له موټرو کوزېږي او په هندي موټرو کې باریږي.
- دا لارې به له یوې ټاکلې نېټې څخه وروسته د دوه اړخیز تړون پر بنسټ پرانیستل کېږي.[3]
- دا لارې به له یوې ټاکلې نېټې څخه وروسته د دوه اړخیز تړون پر بنسټ پرانیستل کېږي.[4]
[5] - دا لارې به وروسته د دوو اړخیز تړون له مخې پرانیستل کېږي.