خپلو ټولو درنو ښاغلو او اغلو ملګرو ته!څيړنیار: عبدالرحمان حبیب زوی
د زړه له کومې د کمکي اختر مبارکي وایم .
هیله مند یم سږنی اختر مو په هیواد کې ټولنیز نیاو(عدالت)چې په پایله کې یې تل پاتې سوله راتلی شي یو ه انګیرنه او شوګوم شي.
له ټولو نه هیله کوم چې د اختر په لمانځه کې د لوی څښتن ج په درشل کې د ځپل شوي پښتون کام په ویر د دعا لاسونه لپه کړي څو دا نتلی ولس د نړۍ د نورو ولسونو په څېر څو شیبې سوکاله ژوند ومومي
=======
په خپل وطن کې جنګ را په سر دی
هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم
پردی غوبل دی پردی اشر دی
هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم
کوڅه کوڅه مې د زړه په وینو
رازونه لامبي زه ورته ګورم
ما په ما وژني کافر هنر دی
هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم
زما ګریوان یې ریښې ریښې که
زما وجود یې اندام اندام که
پردی ټوپک دی پردی سنګر دی
هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم
یو شان وجود دی یو شان پښتون دی
که کابلی دی که پیښوری دی
یو مې زړګی دی بل مې ځیګر دی
هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم
اې نړیوالو اې امن دوستو
د جنګ پرستو مټ د نیو دی
په ما قیامت دی په ما محشر دی
هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم
سایل
په درنښت
څېړنیار عبدالرحمان حبیب زوی
کابل