په ډیرې خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ،چې د سیمې او په ځانګړي توګه په بلوچستان کې آزادي غوښتونکی مبارز او د نشنل عوامي پارټۍ لومړی سیکرټر حبیب جالب د انسان ضد کسانو لخوا ووژل شو.لوکرانا ویبلاک د نوموړي وژنه په ډیرو سختو الفاظو غندي او قاتلین یې د ټولې بشري نړۍ دښمنان بولي. حبیب جالب هغه څیره وه،چې د عمر ډیره برخه یې د بلوڅ او پښتون ولس د رابیدارولو او د یوه خپلواک بلوچستان او پښتونستان د جوړیدو لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړې،خو دې هلو ځلو ته چا پرې نښود او په پایله کې دا ستړې د سر په بدل تمامې شوې.
خدای دې دده اجرونه په آخرت کې ورته ورکړي او د نوموړي آرمانونه دې د نورو ملتپال ځوانانو په مټ پلی کړي.
لوکرانا بلاګ حبیب جالب کورنۍ او ټولو ملتپالو عزیزانو ته یې د زړه صبر غواړي په دې لوی ناورین کې ددوی له کورنۍ سره ځان شریک بولي.
عبدالرحمان حبیب زوی
د لوکرانا ویبلاک مشر