د هند نيمه وچه د لرغوني تاريخ واحده سيمه ده،چې له تاريخ نه دمخه دور نه را واخله بيا تر ١٦زيږديزې پيړۍ د اريايي قبايلو ستر ستر کاروانونه پړاو په پړاو له هندوکښ نه راوښتې او د موجوده هندوستان د اندراپرديش (دکن) سيمې ته راتلې.په دې قبيلو کې يوه ستره قبيله د پکتيانا (پشتون) ډيره مشهوره وه. دهند دکن ته ډير پښتانه ټبرونه تلل راتلل.دا سيمه په تاريخي ليکنو کې ډيره کارول شوې ده او د ځينو کسانو په بارو دکن د اوسني هند د اندراپرديش ايالت په حيدرآباد سيمه کې ده. ددې سيمې ذکر له اسلام نه دمخه او له اسلام څخه وروسته شوې ده،چې ښه بيلګه يې د پښتو ولسي ادبياتو لنډۍ دي لکه:
يار مې په مخ څپړه راکړه
زه يې دکن کې بې ورورکه وليدمه
يا
په تور دکن دې څلى جوړشه
د بې ننګۍ اواز دې رامه شه مينه
په ټوليزه توګه د لرغوني او اوسني هند او لرغوني افغانستان( آريانا ٤٠٠ق،م) او (باختر ٣٣٠ق،م) کې ددې دوه سيمو تر منځ هر ډول کولتوري،ژبني،مذهبي او تاريخي اړيکې شته وې.
په ژبني برخه کې د هندو ىاريايي ژبو ګډې ريښې او اړيکې د اوستا ژبې مدنيتونه له باختر څخه سويلي اسيا په ځانګړي توګه د هند نيمې وجې ته د زردشت د دين نشت او بيا له هند څخه افغانستان ته د بودايي دين راتګ او له افغانستان څخه د اسلام د سپڅلي دين خپريدل و هند ته او په هند کې افغاني سترې واکمنې کورنۍ او د پښتنو مشيته کيدل ، همدا رازپه هند کې د شير شاه سوري مقبره او په کابل کې د هندي واکمن ظهيرالدين بابر مقبره .
دا ټول هغه څه دي چې د دې دواړو سيمو د کولتوري،ژبني او مذهبي اړيکو نژديوالي او سالم ارتباط ته نغوته کوي.دا اړيکې د زرګونو کلونو اړيکې دي،چې په دې اړه بيلا بيلې ليکنې شوي خو مونږ به دا اړيکې تر خپلې وسې او دغه کنفرانس(د افغانستان ارزښت سويلي اسيا لپاره) اجندا ته په کتو سره په لنډه توګه په دوو سترو پړاونو (له اسلام نه مخکې پړاو،له اسلام نه وروسته پړاو) کې تر څيړنې لاندې ونيسو.
الف:تر اسلام د مخه پړاو
· ويدي مدنيت:
آريايان د ٢٥٠٠ق م په شاوخوا کې د آريايي سپين پوستکو لويه ډله په آريانا ويجه نومي هيواد کې د آمو په شمالي غاړو کې د کوچيتوب او مالداري ژوند تيروه،کله چې يې شمير په ډيريدو شو نو د آمو سويلي سيمو باختر ورشو ته راوختل او د هندوکښ په شمالي او سويلي لمنو کې ميشته شول.دغو خلکو د نفوسو او کهولونو د زياتوالي له امله ختيزې خواته هجرت وکړ او د سند له سينده د هند شمالي ارتو سيمو ته تير شول او هلته په هغه ځمکه يو مدنيت جوړ کړ،چې د( ويدا) په پخوانيو څلورو کتابونو کې يې نعکاس ليدل کيږي او له همدې امله يې ويدي مدنيت بولي چې ١٤٠٠ق م په شاوخوا کې موجود و،په همدغه کتابونو کې د افغاني قبيلو برخه لکه پکت(پښتون) الينا( دلغمان او نورستان شمالي خلک) راغلي دي او مونږ له دغو کتابونو څخه د لرغوني افغانستان ژوند،ژبه،فرهنګي حالت او د هند له نيمې وچې سره د دوي اړيکې څرګندولى شو.
دا څلور ويدي دادي:ريګ ويدا،سام ويدا،اتهرو ويدا،يجو ويدا،چې تر ټولو پخوانى يې ريګ ويدا دى او په هغه کې د افغاني قبيلو،پاچايانو،نوميالي خلکو،غرونو او جغرافيايي ځايونو ډير نومونه راغلي دي.لومړنيو آريايانو هند ته تر ليږد دمخه ټولنيزه ډلبندۍ نه پيژندله خو هغه وخت چې په هند کې د هغه هيواد له پخوانيو تورپوستکو سره مخ شول،نو په څلورو پوړونو يا ډلو برهمن(روحاني) کشنريه(جګړن) ويسه (ښاريان او کسبه کار) او سودادلر(ناملموس) وويشل شول.چې دې ټولنيزې ډلبندۍ د دوي په وروستنو تاريخي او ټولنيزو او ضاعو کې څرګنديږي او اغيز يې درلود.
په ويدي کتابونو کې د آريايايي نژاد داسې آثار ليدل کيږي چې پاچاهي د مهاجرت له لومړنيو وختونو څخه د دوي تر منځ موجوده وه او د ډول ډول ارباب النواعو لمانځنه به يې کوله.د (سها) او (سمتي ) په نامه جرګې او د (سامانه) په نامه يې ميلې لرلې،پيغلو له زلميانو،ښځو له نارينه و سره مينه کوله او د واده دودونه يې درلودل.د کورنيو د وګړو لپاره يې تل دعا ګانې کولې،د ښځو په ډله کې شاعرانې هم وې چې ځينې سرودونه يې د ريک ويدا په لومړي کتاب کې ساتل شوي دي.دغو خلکو ورزشي لوبې،دآس سپرلي ،اټن،نڅا او موزيک هم درلودل.پر کرنه او مالداري بوخت وو او د وړيو او څارويو له پوستکو څخه يې کالي جوړول.د پسو،وزو او غويو ګلې يې درلودې.کله چې به د افغانستان غرو ته د(سوما) د بوټي د رانيولو له پاره راتلل خپل غوايي به يې د پيرنې د واحد په توګه راوستل چې هغه ته به يې پاسوPaso)) ويل چې دپيسې پولي واحد هم له هماغه ځايه راوتلې ده.
څرنګه چې ويدي کتابونه،ويدي ژبه او مظامين اوستايي سرودونو ته ورته دي چې د سند په لوديزه ارته ورشو کې پيدا شوي بيخي ورته دي او بشپړ نژديوالى لري نو ځکه ويل کيداي شي چې د ويدي لرغونو ورکو شويو سرودونو زانګو همدا د افغانستان او باختر ورشو ده.(١)1
· اوستايي مدنیت :
اوستا د زردشت ( زراتشترا) په وسیله رامنځ ته شو او شاوخوا ۱۰۰ کاله مخکې له میلاده اوستا د امو سیند او سیردریا ترمنځ د لرغونې بلخ، باختر یا بلهیکا کې راوپنځدلې دی.
اوستا په شپږمه پېړۍ کې پر یوې بلې اریايي ژبي ولیکل شو او د پارتیانو د واکمني پرمهال ( لومړی میلادي کال) یانې کله چې (انجیل لیکل کېده اوستا له سره راټوله او تدوین شوه او په دریمې میلادي پیړۍ کې ساساني ایراني دولت مجدداً دغه کار ته ملاتړ له او تیته شوی اوستايي د پهلوي ساساني په الفبا کې تدوین کړه. ساساني اوستا ۳۴۸ فصله او ۱۲کتابه وو، هر کتاب یې ۳۴۵۷۰۰کلیمې اټکل کېږي. په داسې حالت کې د شپږمې قبل میلاد پیړۍ اوستا ۸۱۵فصله او ۲۱کتابه و، خو نن دریمې پیړۍ اوستا کتاب څخه ۸۳۰۰۰کلیمې په نني اوستا کې پاتې دي.(٢)
اوستا د لرغونې اریایا ژبو څخه یوه ژبه ده چې له پښتو ژبې سره ډېرې نږدې ریښې لري اوستا په خپله ژبه وه او د زردشتیانو مقدس کتاب هم و، زردشتيان هغه روحاني کسان و چې د افغانستان په باختر کې وپنځدل او دا سیمه یې د زردشتي مذهب مرکز وګرځولو خو وروسته کله چې سکندر مقدوني ۳۲۷ز په باختر حمله وکړه اوستا کتاب یې وسوځولو او زردشتي مذهب د فعالیت ساحه یې تنګه کړه همدا لامل شو چې اوستايي ژبې ویونکي او زردشتیان له باختر څخه فارس ته او له فارس څخه هند ته کډه شول او هماغلته دا مدنیت پاتې شو، چې کېدای شی اوس هم په هند کې زردشتیان موجود وي خو اوستايي ژبه مړه ده، نو دا بله کولتوري او مذهبي ژبني اړیکه ده چې له افغانستان څخه هند ته راغلي ده او نن په هند کې د زردشتي مذهب لارویان شته دي .(٣)
اوستا ژبه له ویدي سره یوځای له اريایايي ژبو څخه زیږیدلی ده نو ځکه یې باختري ژبه بولو چې د اوستا کتاب زړو ټوک (ګاټه) په همدې ژبه لیکل شوی دی چې دغه د ګاتا ژبه زند بلل کېږي او دا کتاب په اصل کې د اوستا د ژبې تفسیر دی.(٤)
· ـ بودايي دین :
بدهه (بوده) په ۲۶۰ز ق میلاد کې د هند پاچایان بودايي مذهب ته راوبلل او د هند په نیمه وچه کې ددې مذهب خپرولو ته ملاوتړله. په دې وخت کې د افغانستان په شمال لودیزو سیمو کې د زردشت آئین او اوستايي مزدیسنا دود درلود. هغه وخت چې اشوکا د بودايي دین تبلیغ ته ملا وتړله دغو عقیدو زر کاله وروسته هم د افغانستان په شمالي سیمو کې پوره دود وموند او هېواد ددغه دیانت د ودې زانګو شوه، چې د فکر هنر او فرهنګ له پلوه یې ددي خاورې په ژوندانه ژور اغیز وکړ. بودايي دین چې له آره له هند څخه افغانستان ته راغلی و خو په افغانستان کې يې ډېره وده او پراختیا ومونده او په پایله کې دا سیمه د بودايي مذهب یو له تر ټولو سترو مرکزونو څخه وګڼل شوه چې تراوسه پورې د بودايي دین نښې نښانې زمونږ د هيواد په زړه کې ژوندي پاتې دي.
یو له دې سترو بودايي مجسمو څخه په بامیانو کې د بودا مجسمه ده، چې د طالبانو لخوا والوځول شوه همدا راز د هېواد په نورو ولایتونو سر بیره په لوګر کې هم د بودا ډېرې مجسمې کیندل شوي دي لکه د سجاوند لرغونې سیمه چې په دې سیمه کې شونایه نامه یو عبادتځای واو او د بودايي پړاو یو ډېر ستر معبد تېر شوی دی همدا راز لوګر په خروارسیمه د کافر کوټ سیمه، د لوګر برکي راجان سیمه ده، چې دا نوم اصل برکي راجا دی، چې هغه مهال د برکي مشر او واکمن يو بودايي مذهبه هندو چې راجا به بلل کيده يانې نواب او خان.(١) بلاخره بودا په ۴۸۳م ز د اتیاکلو په عمر وفات شو.
د اشوکا د وختونو پاتې لیکنې چې د بودايي نصیحتونو له ټولګو څخه دي د ټیکسیلا تر ډبر لیکونو څخه وروسته په دوو ډبرو لیکلي پاتې دی، چې یوه له مانسهرې څخه لس میله لرې د ابیټ آباد شمال ته د پکملي د ناوې په ننوتوځې کې او بله د سوابۍ پر لویه لار د هوتي مردان ختیځ خواته اته میله لرې په شهباز ګړۍ کې لرې پرته د اشوکا د همدغو اخلافي فرمانونو یوه بله لیکنه د لغمان او ننګرهار ترمنځ د درونټې په تنګي کې و، چې په دې کنجه غوندې ډبره کې ارامي ژبه لیکل شوي او اوس د کابل په موزیم کې ده.
له همدغه پاچا یوه بله لیکنه پر ۳۳۷ز له خاورې څخه راووتله دا لیکنه د کندهار په زاړه ښار کې چهل زینې ته نږدې د غره پر یوه کاڼي په یوناني او آرامي دوو ژبو او دوو لیکدودونو موندل شوې. (٢)[1] اشوکا په دريمه ميلادي پيړۍ کې د هند دنيمې وچې په يوه برخه باندې واکمني وکړه او بودايي دين ته يې پراختيا ورکړه.(٣)
· کوشانیان :
هغه ټبرونه چې ۱۴۰ز پر شاوخوا یې له اریايی ساکانو او اوستیانو سره د ویني او توکم ګډون لاره د بڼې او څېرې، جګو پوزو او نورو څرګندو ژبنیو ځانګړتیاوو له مخې د ختیځ شمال له اریايي نژاد څخه ګڼل کېږي. له خپل پخواني ټاټوبي څخه چې د ختیځ چین خواته ورتللی او د آمو سیند شمالي سیمو ته راغلي دوی د هغه ځلی ساکان په باختر کې د اریانا خیتځو سیمو او هندوکش جنوب ته وشړل چې تر ۱۲۷م ز وروسته تر هنده پورې پر شا شول او ځای یې چنیایانو ونیو.
ویمه کډفیزیس د ۱۱۰ زپه شاوخوا پورې یې حکمراني وکړه او په ۶۰ کلنۍ وفات شو. دی لومړنۍ کوشاني شنهشاه دی، چې د خپل هېواد ویش یې ختیځ خواته( ګنګا) تر غاړو پورې رسولی وو. د فرانسوي واله دوپوسن په وینا دا خلک پښتانه وو. د کوشي ويي په پښتو او دري دواړو ژبو کې شته یانې کوچیان، ویمه په هند کې دویم نایب اسلطنه و، د لویو کوشانیانو شنهشاهي د ۱۲۵ز او ۱۴۴ ز په شاوخوا کنشکا ته رسیږي. دی د یوې لویې کهاله موسس دی، چې د دریمې زیږدیزی ترمخ پورې یې په افغانستان کې پاچاهي کړې او خپله واکمني یې په هند کې هم پراخه کړې ده، دده مرکزونه په ژمي کې پورو شاوپورا ( پېښور) په دوبي کې د کاپیسا بګرام و چې د هېواد ختیځ ویش یې د هند تر بنارس رسیده. ده ۲۲ کاله پاچاهي وکړه. له ده وروسته دده ځوی دویم کنشکا د هند په باتوره کې ۱۵۶ـ ۱۶۹ز واکمني کړې ده لومړني کنشکا د هند سویلي ژبه (پاللي) پرځای سانسکریټ مذهبي ژبه وبلله او بودايي دین یې په ټولو ومانه.(٤)
کانیشکا د ګندارا د بادشاه لقب لاره، چې کشمیر یې وګاټه هلته یې معابد او یو ښار ودان کړ، چې ښار یې (کافیشکا پورا) باله، په پارتیانو کې هم بری وموند په شمال مشرق کې کاشغر، خوتن او یارکند ونیول دده امپراطورۍ څلور لوی سیندونه، جیحون، اباسیند، کنګا او تارام احاطه کړې وه، کانیشکا د چین په جنګ کې فاتح شو او د کاشغر یو شهزاده (شن یان) یې یرغلل راوست.(٥)
همدارنګه تر اسلام دمخه پیر کې ډېر داسې نښې، سیمې او لیکنې را پیدا شوي چې زمونږ او د هند د نیمې وچې ترمنځ کولتوري، ژبني، مذهبي او تاریخي اړیکو څرنګوالی او څومره والی ورکي جوتیږي. په ټولیزه توګه په هند کې ۷۲٪ هندو اریايي قبایل میشته دي،په داسې حال کې چې د هند ټول نفوس یو ملیارد او دیرش میلیونه کیږي.(٦)
تر اسلام د مخه د افغانستان مرکزي ولایت لوګر کې يو (خم هند) په نامه شته چې ددې ښکارندوي کوي چې هندوان هغه مهال یانې مخکې له اسلام نه په دې سیمه کې ډېر تګ راتګ درلوده او یو ګډ مذهب یې درلوده. دا سيمه اوس هم په همدې نامه ياديږي همدارنګه داسې ویل کېږي چې پخوانیو زمانو کې یو سړي (لهور) په نوم د هند د راجاګانو څخه و او یو شتمن سړی د برکي راجان او برکي برک په سیمه کې چې محدود کورونه یې درلودل استوګنه لرله نوموړي له کرنۍ سره خاصه مینه درلوده نو یې یو شمېر بزګران چې ناقلین و راټول کړل او د دوی په مرسته یې د کرنې یو څه ځمکه ابادې کړې. د ځینو عقیده داده چې د لوګر نوم د هماغه (لهور) بدل شوی نوم دی چې په لهوګر او لهوکر او اوس کې د لوګر شکل نیولی دی. کهزاد صیب څو ځایه د لوګر نوم کهوګر لیکل دی. وايي چې نوموړي دوه لوڼې درلودې د یوي نوم یې (رایحه حان) او بلې نوم (ګل نار) وه او د اسلام په دین مشرفې شوي څرنګه چې یې د پلار د عقیدي مخالف دین یې غوره کړی ؤ نو د مسلمانانو د نفوذ په وجه هند ته لاړه او هلته یې د لاهور ښار تاسیس کړ. د لهور دویمه لور چې گلنکار نومیده په لوګر کې میړه اوکړ او د دوی د استوګنې څاي د ګلنار په نامه ياديده چې وروسته يې د کلنګار په نامه تغیر شکل وکړ او کلنګار د لوګر د یوه کلي نوم دی.(١[2])
همدا راز لرغونې دورې په پښتو لنډیو کې هغه مهال رایادی شوي چې پښتانه له هند ته سفرونه کول لکه :
یار مې دکن ته راونېږي
تر مارګلې پورې به زه ورسره ځمه
ب : تر اسلام نه وروسته پړاو :
افغانستان د اسلام له راتګ سره بیا ددې دوو ستر سیمو اړیکې ټینګې او غښتلې وپالل شوې که څه هم د اسلام راتګ ددې لامل شو چې بودايي مذهب ته چې افغانستان یې ستر مرکز و د پای ټکی کېښود، خو مونږ بیا هم ګورو چې په بیلا بېلو تاریخي پړاوونو کې افغان پاچایانو د ۷مې پیړۍ نه تر ۱۸مې پېړۍ پورې د هند نیمې وچې سره مذهبي ژبني او تاریخي اړیکې ساتلي دي او ډېری افغان کهولونه په هغه مهال په هند کې میشته شوي او د پیړیو پیړیو لپاره یې په هند په ډېره ښه توګه واکمنۍ کړي او د خپل برم او افغاني اخلاق غوره تاریخ یې هلته پریښى دی، چې اوس یې هندیان په ډېر ویاړ سره د ځان او د سیمې له مفتخرو شخصیتونو څخه ګڼي او په ډېر درناوی ورته قایل دي. غوره بیلګې یې په دې وروسیتو کې د هند د حکومت لخوا د شیر شاه سوري مقبره د هندي تاریخي په ابداتو کې دریم مقام ورکول او د بیارغاونې چارې یې ترسره کول دي، همدارنګه، ځینې هندي کورنۍ چې د اسلام پرمهال افغانستان ته راغلي او په دې سیمه کې واکمنۍ کړې د یادولو وړ دي، لکه بابر او په کابل کې دده د وصيت و یربنسټ دده مقبره، همدارنګه د بابر د مقبري جوړول د افغان حکومت لخوا هغه څه دی چې له اسلامي پیر را وروسته ددې دوو هېوادونو اړیکې به زیات رسوي.
د اسلامي پیر پرمهال په پښتو ادبیاتو په زرګونو داسې لنډۍ ویلي شوي، چې د هندو یې ورکې ذکر شوی دی لکه :
په هندوستان مې ګل کرلي
پر خراسان ولاړه یم بوی یې راځینه
یا د حمید مومند دا شعر :
هسې رنګ سحر جادو کا په نظر د شهلا سترګو
نه یې سیال په هند کې شته دی نه ثاني په بنګاله کې
دا ټول هغه څه دي چې مونږ اړباسي ددی دوو سیمو په تاریخي مشترکاتو باندې خبرې اترې وکړو او دا چاره د یوې مقالې له حجم څخه پورته ده، خو مونږ به په لنډه توګه په اسلامي پړاو کې له غزنویانو څخه را واخلو او آن تر احمد شاه بابا پورې دغو اړیکو او مشترکاتو ته اشاره وکړو.
v ـ غزنویان : ( ۳۱۵ـ ۵۸۳)
د غزنویانو دولت په افغانستان، ایران او هندوستان او ماورانهر کې له دجلې له کڅو (سواحلو) څخه تر ګنګ پورې دوې پیړۍ واکمني لرله چې غرني، بلخ، لاهور او سیت یې پلازمینې وې. په دغه دوره کې په هند کې اسلام ډېر خپور شو. په غزنوي لښکرو کې هندوان او پښتانه شامل وو. په دغه دوره کې د افغانستان، ایران او هندوستان او ماورانهر ښارونه ودان و، په هند او افغانستان کې دري ژبې ډېره وده وکړه.(٣)
v د ملتان لودیان :
د (۹۷۶ز) په شاوخوا کې سبکتګین په غزني کې واکمن او ساساني واکمن یې ولکه او کمزوري شول، ځکه نو د افغانستان ښارونه له تخارستان او بلخه تر ګوزګان (جوزجان) هرات، سیستان او د کابل تر ګردیزه د غزني په پایتخت پورې وتړل شوی. په دغه وخت کې د افغانستان ختیځو سیمو تر ماورای سند او ملتان پورې د ملتان لودیانو کهاله پورې اړه درلوده، له لاهوره تر ختیځه (لاهور ټیکسلا، او ویهند تر کندهاره (د سند د سیند پرغاړه) اړه درلوده کابلشاه حکم کاوه. او ملتان کې شیخ حمید لودي واکمن و.
د شیخ حمید لودي واکمني په ملتان کې د سیند تر غاړو او سیلمان تر غره پورې رسیده. په دغه وخت کابل داسې ښار و، چې نيمايي ورکې هندوان او نيمايي ورکې مسلمانان میشته ول. په ملتان کې د لودي کورنۍ دریم واکمن ابوالفتوح داود په کال (۱۰۱۰م) د سلطان محمود لخوا د غورک په کلا کې بندي او همالته مړکېږي او له دې سره ملتان کې لودي کورنۍ له واکه لویږي لودي کهول په هند کې د اسلامي او افغاني کلتور لومړني ممثل دی. ددغه کهاله دوه تنه شیخ رضي د حمید وراره او نصر د حمید زوی د پښتو ژبې شاعران وو. لودیانو د دویم ځل لپاره په ۸۵۵هـ کې د بهلول لودي په مشری په هند کې د سلطنت دویمه کورنۍ جوړه کړې او سل کاله یې حکومت کړی. په هند کې د بهلول لودي کورنۍ د پاچاهي ویاړ لري او لومړنی کورنۍ يوازې په ملتان کې واکمني کړې ده، خو هغه مهال ملتان هم د هند نیمې وچې یوه برخه وه. (١[3])
v غوریان :
غور د افغانانو یو ټبر و، چې تراوسه هم دهرات شمال لویدیځ د بادغیس دزورآباد په شاوخوا د (زوري) په نامه استوګن دي. تر اسلام دمخه دغه کهاله د تخارستان، غور، هرات او خراسان په غرو کې حکمراني کوله او د (غرشاه) په لقب یادیدل.(٢)
دغه ادییه او سیاسي کورنۍ کې شاوخوا ۳۰ واکمنان تېر شوي دي، خو مونږ به یې هغه واکمنان و څېړو چې په تاریخي لحاظ ددې سیمې اړیکې یې د هند له نیمې وچې سره نښلوي دي.
الف : بهاوالدین سام :
یو علم دوسته پاچا و، په کال ۱۱۸۹ز دده دربار د پوهانو د غونډې ځای و. امام فخر الدین رازی شیخ الاسلام جلال الدین رساد او افصح العجم مولانا سراج الدین دده په دربار کې وو. دده پاچاهي له کشمیر تر کاشغره، ترمذه او بلخه پورې او جنوب خواته د غور او غرجستان تر پایه پورې رسیدله. بهاوالدین سام پر ۱۲۰۵په ګیلان کې تر ۱۴کلونو واکمني وروسته په حق ورسید. دی د غوری اوه ورونو کې ډېر پیاوړی او یوه پاچا تېر شوی دی.(٣)
ب : سلطان غیاث الدین :
تر بهاوالدین سام وروسته په کال ۱۱۶۲م کې سلطان غیاث الدین غوره پاچا شو، دا د غور له سترو پاچایانو څخه ګڼل کېږي. غیاث الدین هېواد ته پراختيا ورکړ او د منځني اسیا ټولې سیمې یې له هندوستانه تر عراقه او له چینه او جیحونه د هرمز تر سینده پورې د غور د فیروز کوه تر بیرغ لاندې راوستي دی د خراسان ستر او یوازینې شنهشاه ګڼل کېږي، نو د بغداد خلیفه الناصر الدین الله هم خپل سفیران ابن ربیع او قاضي محمد الدین قدوه او ابن الخطیب د فیروز کوه دربار ته راواستول او غوری سلطنت یې په رسمیت وپیژاند، د غور له درباره هم سراج الدین محمد جوزجان د سفیر په توګه بغداد ته لاړ او په دغه ډول د فیروز کوه او بغداد د دوو شنهشاهیو ترمنځ سیاسي تاوده اړیکې ټینګ شول غیاث الدین غوري په ۱۲۰۲م ومړ .(٤)
ج : سلطان غیاث الدین محمود :
د سلطان غیاث الدین محمد سام تر مړینې وروسته یې زوی غیاث الدین محمود چې یو عیاش سړی و، د خپل تره معزالدین لخوا دښت، فراه او اسنفزار په حکمرانی وګمارل شو.ده لښکر راټول کړ او تر مزو شاهجان پورې پرمخ لاړ. د معزالدین تر شهادت وروسته په ۶۰۲هـ کال یې له سیت ځی د زمیندارو له لارې پر غور یرغل وکړ او فیروز کوه یې له ملک علاوالدین ابوعلي څخه واخیست غور یې له غرجستان تالقان، ګرزیوان، قادس او ګرمسیر يې لاس ته راوستل او د خپل پلار او تره د ملک وارث شو. تاج الدین یلدوز چې د معزالدین محمد له خادمانو څخه و، د غزني د حمکرانۍ چتر او مشال د سند تر سینده پورې ورواستاوه پر (۱۲۰۸م) کال یې د هندوستان د هېواد مشال سلطان قطب الدین ایبک ته ورکړ، په دې توګه د غور پاچاهي د هند تر پایه یا الواسطه تینګه کړه.(٥)
د : ابوالمظفر معزالدين محمد :
د سلطان غیاث الدین محمد بل ورو ر ابوالمظفرمعزالدين محمد بن سام قسیم امیر المومنین هم د ختیځ او آل شنب ستر پاچا و، چې خپل ورور سره سر جاندار د شاهي ګارډ قومندان هم و تر هغه وروسته د غور د کچوران او اتیسه د ولایت حکمران شو (۱۱۶۲م) او د ګرمسیر ښارونه یې تر نګین آباد پورې لاس ته راوستل ده په غزني کې د غزنویانو دولس کلنه واکمني ړنګه کړه. د سلطان غیاث الدین محمد په امر د غزني پر تخت کیناست، پر ۵۷۰هـ کال یې ګردیز ونیو او ملتان یې له قرامطه څخه ونیو په ۵۷۵هـ کال یې پېښور او په ۱۱۸۱ز یې لاهور ونیو، تر هغه وروسته یې د خپل ژوند تر پایه یې ټول هندوستان ونیو او د اسلام نور یې ورکې روښانه کړ او دی په ۱۲۰۵زکال کې د برات په شپه ومړ.
سلطان محمد معزالدین غوري د خپل ورور په شان د آسیا په زړه کې یو لوی هېواد وساته او د غور شنهشاهي بریدونه یې په هندوستان کې د ګنګا تر غاړو ورسول او هند د اسلام په نور روښانه کړ. دده هېواد ختیځ خواته د ګنګاتر کڅو لویدیځ پلو ته د خراسان، خوارزم شااو باور د ترپایه پورې غځیدلی و. او جنوب یې له عرب بحیریې سره نښت، دده حکمداران په لاندې ځایو کې دا کسان وو : په غور کې ملک ضیاءالدین، په بامیان کې ملک تاج الدین زنګي، په ملتان کې ملک حسام الدین علی کرماج، په لاهور کې ملک قطب الدین ایبک په غزنه او کرمان کې ملک تاج الدین یلدوز، په سند هواچه کې ملک ناصر الدین قیاچه، په سیستان کې ملک تاج الدین حرب په مکران کې ملک تاج الدین او په وحش کې ملک شاه. دمعزالدین محمد غوري تر شهادت وروسته هغه لوی هېواد ټوټې ټوټې شو، دافغانستان ختیځه برخه له غزني څخه تر سنده پورې د تاج الدین یلدوز لاس ته ورغله چې د غور د دربار له خدمتګارانو څخه و او دمحمد خدمت به یې کاوه.
تاج الدین یلدوز خپله یوه لور ملک قطب الدین ایبک ( د هند حکمران) ته او بله لور یې ناصر الدین ( د سند حکمران ته) ورکړې وه.(١)[4]
د غوریانو په وخت د غزنویانو د دورې مدنیت بشپړ تابه ته ورسید، د دري ژبې ادبیات د غوري فاتحیونو په واسطه تر ډهلي پورې خپاره شول. پښتو ژبه هم د سوریانو په کهار کې پالل شوې او د شعر او ادب ژبه شوه د اسلام دین په ټول افغانستان او د هند په زیاتره برخه کې خپور شو، صنعت او عمران چې بیلګې یې د هرات جامع مسجد، د غور جام څلی او د ډهلي قطب الدین منار دي. ډېره وده وکړه علوم او فنون د غوریانو په لوی هېواد کې له نامتوپوهانو او شاعرانو سره وپالل شوه او د (افغان هند) اسلامي مدنیت چې لودیانو او غزنویانو یې بنسټ ایښی د پخوالي ته ورسید.
د غوریانو درباري ژبې پښتو او دري وې، څنګه چې غوریان د پښتو له سوري ټبره څخه وو، نو ځکه د دوی په وختو کې پښتانه دغور او سیلمان له غرو څخه د ترنګ، ارغنداو، هلمند، کابل اوهریرود ناوو ته را سر شول، د هند په فتوحاتو کې یې د پاچایانو په لښکرو کې هم ګډون وکړ. د پښتنو ټبرونو زیات خلک او مشران په هند کې د شنهشاهانو او د هغو له ځای ناسیتو څخه پاتې شول چې د هغو یا یڅوړ تر اوسه هم په ټول هند کې ډېرشته لکه لودیان، سوریان، یا پټان په نومونو یادېږي دا خلک تر اوسه هم د هند په مختلفو سیموکې حکومتونو او د ریاست او نفوذ سیمې لري .(٢)
همدارنګه په لسګونو د هند د فلمونو تکړه لوبغاړي هند میشته پښتانه دي د بیلګې په ډول مادوبالا، سایره بانو، وحیده رحمان، دلیپ کمار، شاه رخ خان، فیروز خان، فردین خان، سلمان خان، عامر خان، حشمت خان، سندرغاړى محمد رفيع او ځینې نور (٣).همدارنګه په د ځینو کسانو په وینا د هند یو ډېر پیاوړی شخصیت اوعالم چې د جامعې ملیه اسلامیه بنسټګر او د هند صدراعظم هم تېر شوي چې په خټه پښتون وو.
v د هند تیموریان :
په کال ۹۰۹بابر کابل ونیو او د کابل حکمران عبدالرزاق لغمان ته لاړ بابر په افغانستان کې تر چنګیز او تیمور وروسته غښتلی پاچا و، دې له هغو افغاني ټبرونو سره ونښت چې په غرونو کې کوچیاني ژوند درلوده. بابر او ددې اولاده ټولټال ۲۴۰ کاله په نني سویلي اسیا واکمني وچلوله. همدا راز بابر په ۱۵۱۹ ز کال کې پرهند خپل لومړنۍ یرغل وکړ. په ۱۵۲۳زکال کې د بابر څلورم ځل تګ تر لاهوره او سیالکوټه پورې او په پنځم ځل تګ یې ۹۲۳هـ د رجب په ۱۲د ډیلي د پاني پټ په جګړه کې سلطان ابراهیم لودي یې وواژه. او د (۱۵۲۵ز) کال د ډیلي پر تخت کیناست همدا مهال د پېښور، کوهاټ او بنو خواته د یوسفزیو لویو لویو ټبرونو مهاجرتونه بشپړ شول او هم د بلوڅو لویو ټبرونو د سند سیمه د غازي خان تر ډېرې او د پنجاب تر سویله ونیوله.(٤)
بابر د افغانستان او هند په تاریخ کې یو نومیالی، زړور، خونړی، پوه او مولف پاچا و، چې په بلخ، بدخشان، کابل اوکندهار یې تر ډیلي پورې په یوه لوی هېواد حکومت کاوه. بابر په پاړسي او ترکي شعر وایه او څو مهم تالیفونه هم لري د ۹۳۷هـ د جمادي الثاني په څلورمه نېټه په اګز کې ومړ او دنوموړي د وصیت پر بنسټ د کابل په باغ بابر کې ښخ شو. دده هدیره په ۱۶۴۶زکال کې شاجهان جوړه کړه چې تر اوسه پورې په کابل کې موجوده ده. (٥)
او په ۱۳۸۳ز د اغا خان فونډیشن او د اطلاعاتو کولتور وزارت لخوا بیا ورغول شو، چې دا مهال د بابر بڼ د کابل ښار یو له سیاحتي تفریحي ځایونو څخه ګڼل کېږي.
تر ده وروسته دده ځوی همان په هندوستان کې ونه شو کړای، چې د خپل پلار د پاچاهي مقام وساتي، دا ځکه چې بابر د لودیانو شنهشاهي برباد کړې وه او په هند کې یې د افغاني تاریخ عظمت ته یې سدمه رسولې وه، له دې کبله افغانان د خپل تاریخي برم د راژوندي کولو په تکل کې وو او د هند واکمني یې خپل موروثي ملک ګاڼه او سلطان ابراهیم لودي چې د ناوړې ادارې او ناپوهۍ له امله یې افغاني قوت تیت کړی و او په پایله کې د پاني پت په جګړه کې د بابر په مقابل کې ولویده، نو ځکه دا مهال یو نابغه هوښیار پښتون فرید خان مشهور په شیرشاه سوري په هند کې د سوري له ټبره راووت.ده په هند کې افغاني تیت ځواکونو سره راټول او د افغاني برم نغری یې بیا تود کړ او د پښتنو د چارو د سمون او د دوی تریوالي وروسته یې پر همایون حمله وکړه، همایون مات شو او د هند شنهشاهي مقام بېرته د هغه تاریخي خاوندونو ته په لاس ورغی. ( په هند کې د شیرشاه سوري مدنیت، نظم، وداني او جهانداري ګټور بنسټونه کېښودل خو دا مدنیت پال پاچا په ۱۵۴۵ز د کلسنچر کلا په یوه ناوړه پېښه کې شهید شو.(١)[5]
دا په داسې حال کې ده، چې په کال ۲۰۰۹م د مارچ په پنځمه نېټه د شمالي هندوستان دهنري او تاریخي اثارو په ارزونه کې د شیر شاه سوري مقبرې دریم مقام ترلاسه کړ. په همدې لړ کې دهمدغه کال ۴جون میاشت کې د شمالي هندوستان د سترې محکمې واکمن پلاوی د شمالي هندوستان د سسرام ولایت ته په دې موخه ورسید، څو د سترې محکمې هغه حکم چې نومیالی ټولواک شیرشاه سوري د مقبري په اړه د هند سترې محکمې پریکړه عملي کړي.
پلاوي په سسرام ایالت کې ددغې سیمې له مقاماتو څخه او ددغه ښار له ښاروالی او نورو ټولنیزو ادارو او اړوند مسؤلینو سره اوږده غونډه وکړه او په لاندې ټکو باندې د سترې محکمې د حکم له مخې جدي ټینګار وشو چې پرته له هر ډول ځنډ څخه ددغې تاریخي ودانۍ د ساتنې او سمبالونې په مقصد د سترې محکمې حکم په جدي توګه پام کې ونیول شي.
۱ـ ددغې تاریخي ودانۍ په سل مترۍ کې چې کومې وداني جوړې شوې باید له منځه ووړل شي او نور څوک شخصي او دولتي مقامات دا حق نه لري، چې دلته په جوړونو باندې لاس پورې کړي.
۲ـ ددغې تاریخي ودانۍ چاپېر تالاب باید تل پاک وساتل شي څوک حق نه لري، چې دلته د ناولتیاوو په مینځلو باندې لاس پورې کړی.
۳ـ د لرغونو اثارو دخوندي کولو ادارې باید ددغې تاریخي ماڼۍ ساتنې کار هر وخت د سترې محکمې له حکم سره سم وڅاري او په دغه برخه کې باید ددغې ماڼۍ له هر څه ځان باخبره ونیسي.
ددغه پلاوي له لارښوونو سره سم هغو دوو ښوونځیو ته هم یادښت سپارل شوی چې ددغې ماڼې څخه د خپلو ښوونځیو لرې کولو له ټاکلي واټن سره سم سل متره په پام کې ونیسي.
ددغه پلاوي مشر سسرام په ښار کې د خپلې غونډې په ترڅ کې دا ټکي روښانه کړل چې د شیر شاه سوري مقبره د شمالي هندوستان له ارزښتناکو لرغونو اثارو څخه ده، چې زمونږ ټولو ویاړلی میراث دی، چې نه یوازې باید ورباندې وویاړو بلکې د هغه په ساتنه او ژغورنه کې هم برخه اخیستنه زموږ ملي او انساني دنده ده.(٢)
د ډيلي د تیموری پیر له پاتیو ودانیو څخه په افغانستان کې د یو د کندهار د اوسني ښار لویدیځ د سرپوزې په غره د چهل زینې دلان دی چې د هغه د لیکنې له مخې د هغه ودانې په ۹۵۳هـ کال کې میرزاکامران میرزا عسکري او میرزاهدهندال پیل کړی او په ۹۵۳هـ کې یې پای ته ورسولې. په افغانستان کې د ډيلي د تیموریانو ملکي او لښکري جوړښتونه د هند د لودیانو او سوریانو غوندې و. د ستر سمت او د ولافوز په وینا شیر شاهي مدني بنسټونه یې ارت کړل، افغانستان یې په څلورو صوبو ویشلی وو، چې له هغې جملې څخه کابل صوبې د بابر د شاهشنامی له پیدا بیا د نادرافشار تر فتح پورې په ډیلي اړه درلوده، خودویمه صوبه کندهار کله په ډیلي او کله به ایران په هغو په اړه درلودلې وه، دریمه صوبه بدخشان د ډیلي د تیموریانو، هندوانو او د هغو د پلرنیو خپلوانو ترمنځ د شخړو ځای و، څلورمه صوبه بلخ هم کله د ډیلي په بابري کهاله اړه درلوده او کله یې دتوران په پاچایانو پورې(٣)د هند د تیموریانو د پاتې شونو په اړه په افغانستان کې استاد علامه عبدالحي حبیبي داسې څرګندونې کوي :
" اکبري منصبدار میر معصوم نومي په ۱۰۰۴هـ کال دماهرو ډبرو توږوونکیو په واسطه په څلورو کلونو کې دهمایون او اکبر په نامه ډبر لیک کیندلي دي، بله لیکنه د کندهاری بابا حسن ابدال د خوریي سید حسن زنجیرپا د مزار ډبر لیک دی چې همدغه میر معصوم پر ۱۰۰۱هـ کال کې کیندلی دی. همدا راز د کندهار د شمال خواته څلویښت میله لرې په خاکریز کې د سید عبدالجلیل د سلطان خیل زوی او د سلطان محمد لمسی (په ۸۵۴مړ) دمزار ودانۍ ډبرلیک دی، چې ۱۰۵۵هـ د سید معصوم د زوی میربزرګ ودانه شوې او کنیدل شوې ده.
د هماغه وخت بل ډبر لیک د سید محمد مشهور په سید شیر قلندر د امیر انصاري د زوی د مزار ډبر لیک دی چې د تاریخ معصومي په وینا د ۹۳۳هـ کال پر محرم وفات شوی او پر ۱۰۰۵کال نوموړي د میر معصوم د کندهار د پنجوايي د سپیروان په غره کې کیندلې او ودانۍ یې پرې جوړه کړې ده. بل د کندهار چارباغ دی چې ا ابوالفضل په وینا خو په کابل کې د شهر آرا باغ، چار باغ، د جلوخانې باغ، اور ته باغ، صورت باغ، مهتاب باغ او د آهو جانې باغ د عبدالحمید په وینا د بابر د ودانیو له پاتې شونیو څخه دي چې جهانګیر یې په خپل تزګ کوم هم ستاینه کړې ده.
همدا شان د پغمان باغ چې میرزا الغ بیک او بابر جوړ کړی او د بابر تخت چې په خپله دده په امر په ۹۱۴هـ کال چارچته ( مشهور بازر چې علیمردان خان جوړ کړي و) د شور بازار مسجد ( چې اورنګزیب ودان کړی و) علیمردان باغ، صفا باغ ( د جلال آباد په بهسود کې چې بابر جوړ کړی دی) وفا باغ چې پر (۹۱۴هـ بابر ودان کړ) شهباز کلا ( چې ابوالفضل په وینا پر ۹۹۸هـ کال اکبر جوړه کړې وه) استالف باغ، د بابر د مزار مرمرین مسجد او د میملې باغ ( کابل ختیځ خواته پر ۱۰۵۶هـ کال ودان شوی) د شاه جهان له ودانیو څخه دي."
د ډیلي د تیموري پاچایانو په وختو کې کابل، کندهار، بلخ او بدخشان دارانصب هم وو او د ابوالفضل په وینا د اکبر په پیر کې کابل یو له هغو څلورو صوبو څخه و، چې د اکبر د طلا سکه په کې وهل کېده، په څلورو واړو صوبو کې د ډیلي جهانګیر پرمهال په کندهار کې مسي سکې وهل شوی، چې د لمریز کال د میاشتو په ډول شکل لري همدا شان جهانګیر د خپلې پاچاهۍ پر ۱۴م کال په کندهار کې د سپینو زرو پر روپۍ سکه ووهله چې دا بیت پری لیکل شوی و ( از جهانګیر این اکبر شاه سکه کندهار شد دلخواه)(١)[6].
د بابریانو پر مهال هندوستان تر یوې سیاسي ادارې لاندې و، دا مهال د ایران صفوي شنهشاهي بشپړه شوې وه. په ترکیه او عربي هېوادونو کې هم د عثمان داولادي خلافت د افریقا تر پایه غځیدلی و. په ماوارلنهر کې هم شیباني کهاله (۹۰۶ـ ۱۰۰۷هـ) اقتدار موندلی و، چې ددغو څلورو اسلامي شهنشاهیو د هېوادونو بریدونه د ګنګا له غاړې د ایټالیا تر کڅو جل الطارق او طنجي پورې غځیدلي او د اسیا، اروپا او افریقا په لویه برخه یې واکمني لرله. د انګلستان، روسیې، هالنډ، پرتګال، هسپانیا د هېوادونو سیاسي او تجارتي اړیکې هم له هند، ایران او عثمانیه سره ټینګ شوي وو، ځکه نو د هند تجارت د پېښور، کابل، بخارا، کندهار، هرات او مشهد له لارو له ماورالنهر او ایران سره پرمخ لاړ. له دې کبله په تل سوداګرې بډايې قافلې د کابل، کندهار او هرات له لارو تېریدې، امر تسر، پېښور، ملتان، سنګاپور، کابل، کندهار، هرات، بخارا، خجند او مشهد د تجارتي لارې ستر مرکزونه وو.
v ـ هوتکیان :
هوتک د پښتو له غلجیو ټبرونو څخه دی. د هوتکو د پاچاهي موسس د میروس خان پلار ښالم خان دی. هوتکیانو ډېرې دوامداره او ډېرې اړیکې له هند سره نه درلودې خو په هر لحاظ دوی سیمه کندهار د هند او د ایران ترمنځ ستراتیژیک حیثیت درلوده. د میروس خان سالم خان چې د وخت له مشرانو څخه و، د سلطاني ملخي لور نازو نومي یې په نکاح کړه چې د هغې څخه څلور زامن حاجي میرخان، عبدالعزیز خان، عبدالقادر خان او یحیي خان وزیږیدل. له دغو زامنو څخه حاجي میر خان یا میروس خان هغه نومیالی و، چې له غزني څخه تر کندهاره یې خپل نفوذ خپور کړ، د توخي او ابدالي د دوه ټبرونو( چې د کندهار تر غزني یې حکومت کاوه) او ډهلي او اصفهان د دوه شهنشایانو د تاریخي نفوذ ترمنځ یې په ولسي چارو کې لوی لاس درلود، په کندهار کې یې د خپلواک سلطنت بنسټ یې کېښود، د سید جمال الدین افغاڼي او سلطان محمد خالص په وینا دی د متین فکر او لوړ اخلاقو څښتن اوهم ښه ژبې سړی و، د همدغو وړتیا له مخې میروس خان د کندهار د ابدالیو او علجیو د ټبرونو لخوا نیکه په لقب وپېژندل شو کله چې میروس خان د صفوي لښکر په شا تمبوي نو د لومړی ځل لپاره د ډیلي له دربار سره خپلې سیاسي اړیکې ډېر ښه ساتي او د کندهار ملي دولت یې هغه دربار ته په رسمیت ورپېژني او په پای کې یې د سیاسي دوستانه اړیکو د لاټینګښت له پاره خپل ورور حاجي امکو د سفیر په توګه د هند تیموري پاچا فرخ سیر ډهلي دربار ته واستاوه او د هغه په لاس یې دوستانه سوغاتونه ورولېږل. د ډیلي دربار هم د کندهار ملي حکمران رسمت ویېژانده او د حاجي امیر خاني ( خطاب یې د تورې) او (پیل) له سوغاتونو سره د میروس ملي دربار ته واستواه.(١)[7]
v ـ سدوزیان : (۱۱۶۰ـ ۱۲۵۸هـ)
سدوزیان د افغاني ټبر هغه کورنۍ ده، چې په سویلي اسیا کې افغانستان ته خپلواکۍ وروبخښله او د لومړی ځل لپاره یې د افغانستان ټاکلي حدود اربعه نړیوالو او سیمه ییزو ځواکونو ته وروپېژندله. ددې کورنۍ نومیالي ځوان احمد شاه ابدالي و چې د نوي افغانستان بنسټګر هم دی.
که څه هم احمد شاه بابا د خپلې واکمنۍ په ۲۶کلونو ډېرې جګړې او سفرونو وکړل څود خپل هېواد سرحدونه په خپل ولکه کې راولي او همداسې یې وکړل، خو ددې تر څنګ نوموړي ډېر پیاوړی شخصیت و تل یې د ګاونډو هېوادونو او ځینو سیمو سره ښې اړیکې پاللې او که کوم ځای به يې نیوه هم نو هلته به د مال او غنیمت لپاره نه پاتې کېده بلکې د هماغه ځای خلک به د مشری لپاره ټاکل. مونږ په تاریخ کې ډېر ځله داسې بغاوتونه وینو چې داحمد شاه بابا لخوا سرکوب شوي خو نوموړي د خپلې خاصې لورینې له مخې چې څښتن تعالی وربخښلې وه بېرته یې معاف کول او د هماغه ځای مشرتوب به یې بیا هم ورتر غاړې کاوه. ددې ترڅنګ چې احمد شاه بابا په معنوي سوبو کې ډېر بوخت و، خو خپله یوتکړه شاعر او لیکوال ؤ او همدا راز د قومونو اوهېوادونو ترمنځ کولتوري، مذهبي او ژبنې اړیکو ته ډېر پام و، په ځانګړي توګه د هند نیمې وچې سره اړیکې پاللی او دده ځینې چارې د هندوستان د پرمختګ او هلته د اسلام د نفوذ لامل هم شوې، خو مونږ به دغو سیاسي اړیکو ته لنډه کتنه وکړو.
احمد شاه بابا د سیمو د ګډ مدنیت اوتاریخي مشترکاتو د لا پیاوړتیا په پار په کال ۱۱۸۲هـ کې په کندهار، مشهد، اټک، ډیلي، روهیلکنډ، پېښور، ټټه، ډیره غاړي خان، کشمیر، کابل، ملتان او هرات کې یې په خپل نامه سکه ووهله..
احمد شاه بابا د ربیع الاول پر ۱۳مه ۱۱۶۱هـ کې هند ښار ته ننوت او له ډهلي دولت سره یې روغه وکړه او دسند سیند یې د دوو هېوادونو تر منځ برید وټاکه. په دې وخت کې دهند اسلامي مشرانو او ډیلي امیرانو احمد شاه بابا او باله څو د هند د اسلامي واکمني د ساتلو او ژغورلو لپاره هند ته راشي. امام الهند شاولي الله دهلوي هم د احمد شاه بابا حضور ته لیکونه واستول او دی یې هند ته وباله، ځکه نو احمد شاه باباله کندهاره پر ۱۱۷۱هـ کال کې د بلوڅو کلات ته وخوځید او هلته یې نصیرخان چې خپلسری شوی و، د روغې جوړې له لارې تسلیمېدو ته اړویست بیا نو د کندهار له ډېر شو زرو او د بلوڅو له سوزرو عسکرو سره د نصیر خان او سرودان جاله وان د سردار میر عبدالنبي د ورور میر عبدالکریم او نورو په مشرۍ د بولان درې څخه تیر او په ۱۱۷۲کې د سند د سیند تر غاړو ورسید له هغه ځایه د لاهور خواته وخوځید او سانپور ته لاړ.
احمد شاه بابا د پانې پټ تر ټولو لویې سوبې او له مرهټیانو څخه د هند د مسلمانانو تر ژغورلو وروسته د دویم عالمګیر زوی شاه عالم په ډیلي کې پاچا او میرزا جوان بخت زوی یې ور مرستیال کړ. نواب شجاع الدوله یې د فرزند خان او رستم هند په لقب وزیراعظم او پښتون نواب نجیب الدوله یې سپه سالار وټاکه د پنجاب حکومت یې زین خان مومند ته ورکړ په خپله کندهار ته راغی او شهزاده تیمور یې دهرات په حکمرانۍ ولېږه.(٣)
همداراز د افغانستان په معاصر تاريخ کې د هند او افغانستان اړيکې تر پورتني پړاوونو لاپسې غښتلي شوې او دا داوړه هيوادونه يو بل ته لا نږدې شول.دغو دوو هيوادونو کلونه کلونه دوديزې او ملګرې اړيکې درلودې په ځانګړي توګه د دواړو هيوادونو سوداګر يو دبل هيواد ته تګ او راتګ کاوه.
په ١٩٤٧ز کې کله چې هند خپله خپلواکي تر لاسه کړه، نو د افغانستان حکومت ددوي ازادي په رسميت وپيژندله او په ١٩٤٩ز کې داکټر نجيب الل?