ژوند لیک
نوم مي محمد امین دی او امین تخلص کوم د پلار نوم مي عبدالهادي دی. د ۱۳۶۵لمیریزلېږدیز کال د غوایي میاشتي په څوارلسمه نیټه مې د غزني ولایت په مرکز کې دې نړی ته سترګې وغړولي. لا مې د ژوند پنځه ورځي نه وې تیري کړي چې د ژوندانه نا خوالو مې کورنۍ دې ته اړ ایسته چې د قره باغ په ولسوالی کې میشته شي او لا تر اوسه د همدي ولسوالی د پېروګي په کلي کې هستوګنه کوو.
له قلم او کتاب سره زما بي ساري مینه ددې لامل شوه چې ښونځۍ ته دتلو د قانوني عمر له پوره کولو مخکي د سلطان محمود غزنوي په لومړني ښونځي کې شامل کړای شم او په ۱۳۸۱کال کې د سلطان محمود غزنوي له عالي لیسي څخه دلومړي درجي په خپلولوسره په داسي حال کې فارغ شوم چې شپاړس کلن وم.
د همدي کال د کانکور په ازموینه کې مي ګډون و کړ او پایلي یي د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځۍ ته راوستم او په کال ۱۳۸۷ کې د همدي پوهنځۍ د بریښنا رسولو له څانګي څخه د لومړۍ درجي په خپلولو سره فارغ شوم. چې د دیپارتمنت د ضرورت پر بنسټ د همدي کال د تلي په میاشت کي د بریښنا رسولوڅانګي د علمي کادر د غړي په توګه ومنل شوم.