دمخـكې كيدولپاره دديد دفاصلې تحليل

Analysis of Overtaking Sight Distance

لكه په لاندې شكل كې چې ليدل كيږي A اوB په يو لين دحركت په حال كې دي اود A عراده غواړي چې د B دعرادې څخه مخكې شي ، د C عراده دمقابل طرف څخه دحركت په حال كې ده . پس پدې ځاي كې دسبقت دديد فاصله د d1,d2  او d3 فاصلودمجموعې څخه عبارت ده اما كه چيرې سرك يو لينه وي دسبقت د ديد فاصله د d1 او d2 فاصلو دمجموعې څخه عبارت ده.

 

ددوه لينه سركونو لپاره  طي شوې فاصله:

d1= Vb*t           (Vb= V-4.5)

 Vb= دعرادې سرعت په متر في ثانيه     t= دعكس العمل وخت t=2sec فرض شوي دي

  1. V= دديزاين سرعت په متر في ثانيه            S= (0.7Vb+b)   meter                            b=Vb*t

2S=aT²/2=> T=√4S/a

d2= b+2S=>d2= Vb*T+aT²/2

d3= V*T

O.S.D= d1+d2+d3=> Vb*t+Vb*t+2S+V*T

a= تعجيل په متر في ثانيه مربع                S= فاصله په متر     

T=وخت په ثانيه دسبقت په وخت كې         V=دديزاين سرعت په متر في ثانيه

كه سرعت په كيلومتر في ساعت تبديل كړو ليكلي شو چې:

O.S.D= 0.28Vbt+0.28VbT+2S+0.28VT

Vb= دمخكې كيدونكې عرادې سرعت په كيلومتر في ساعت   (Vb=V-16)

V=دديزاين سرعت په كيلومتر في ساعت      S= دعرادوترمنځ فاصله   (S=o.2Vb+6)

a= دعرادې تعجيل په كيلومتر في ساعت في ثانيه

دمخكې كيدونكو عراده جاتو تعجيل چې دعرادو دوزن او سرعت تابع دي په لاندې جدول كې ښودل شوي دي :

 

سرعت

تعجيل

m/sec

Km/h

Km/h/sec

m/sec²

25

6.93

5

1.41

30

8.34

4.80

1.30

40

11.10

4.45

1.24

50

13.86

4.00

1.11

65

18.00

3.28

0.92

80

22.20

2.56

0.72

100

27.80

1.82

0.53

 

ځينې فكتورونه چې دديد په اصغري فاصله پورې اړه لري په لاندې ډول دي :

  1. دمخكې كيدونكې عرادې سرعت، هغه عراده چې ورڅخه مخكې كيدل كيږي او هغه عراده چې دمقابل طرف څخه راځي.

  2. ددغه عرادو ترمنځ فاصلې

  3. مهارت اودعكس العمل موده

  4. دمخكې كيدونكې عرادې تعجيل

  5. دسرك ميلان

دديد اصغري فاصله په دوه لينه سركونو كې كولاي شو چې دلاندې څو فاصلو دمجموعې څخه په لاس راوړو:

d1 ددرك اوعكس العمل طي شوي فاصلې څخه عبارت ده اوهمدارنګه دابتدايي تعجيل په وخت كې فاصله ترهغه وخته چې عراده دمخالف سمت لين ته داخليږي

d2 طي شوې فاصله په هغه وخت كې چې مقابلې عرادې چپ طرف اشغال كړي وي

d3 هغه فاصله ده چې دمقابل سمت عراده ېې دهغه وخت په 2/3 حصه موده كې چې سبقت كوونكې عراده چپ طرف اشغالوي اوښي سمت ته تاويږي طي كوي.

د مقد ماتي تصميم فاصله d1 كولاي شو دلاندې فورمول پواسطه محاسبه كړو:

d1= 1.47t1(v-m+at1/2)

t1= دمقدماتي تصميم وخت په ثانيه      a= اوسط تعجيل په ميل پرساعت پرثانيه

V = دسبقت كوونكې عرادې سرعت    m =دمخكې كيدونكې اوهغه عرادې چې سبقت ورڅخه كيږي دسرعتونو ترمنځ تفاووت         

d2=1.47Vt2                                                        

t2= دسبقت كووكې عرادې پواسطه دچپ طرف داشغال وخت په ثانيه

V=دسبقت كوونكې عرادې اوسط سرعت په ميل پر ساعت

د d3 فاصله بيدون له مانع څخه د 110-300ft  پوري ده                              d4=2t2/3            

IRC  دمحفوظ سبقت كولولپاره قيمتونه نظر دعرادو سرعت ته چې د 40-100  كيلومتر في ساعت كې قرارولري مشخص كړيدي نوموړي قيمتونه نظر مشاهداتوته دارنګه ترلاسه شويدي چې ديولينه يوطرفه سرك لپاره دسبقت كولو لپاره 9-14 sec وخت ته ضرورت دي او نوموړي وخت ديولينه دوه طرفه سرك لپاره د 2/3(9-14)sec  په اندازه زياتيږي. د IRC موسسې نظر دعراده جاتو سرعت ته په لاندې جدول كې دسبقت كوونكې عرادې وخت ، دمقابل لوري عرادې لپاره وخت، مجموعي وخت او همدارنګه دسبقت لپاره فاصله ښودل شويدي.

Overtaking Sight Distance for Various Speeds

Safe overtaking sight distance

Time components seconds

Speed 

kmph

Total

For opposing vehicle

For overtaking

165

15

6

9

40

235

17

7

10

50

300

18

7.2

10.8

60

370

19

7.5

11.8

65

640

21

8.5

11.5

80

 

23

9

12.5

100

 

دسبقت لپاره زونونه

          هغه ساحې چې هلته سبقت مجازوي د سبقت لپاره دزنونوپه نوم ياديږي چې بايد دامكان په صورت كې دسرك په مختلفو نقاطوكې موجودوي .

          دسبقت دزونونودښودلو لپاره دزون په شروع اوپاي كې دلوحو دنصبولو څخه استفاده كيږي نوموړې لوحې ديولينه يوطرفه سرك لپاره د d1+d2+d3   په فاصله دسبقت دزون دشروع څخه او په همدې فاصله دسبقت دزون دختم څخه نصبيږي.ددوه لينه سرك لپاره دسبقت اصغري اندازه 3(d1+d2+d3)  اوښه اندازه ېې  5(d1+d2+d3)  او ديولينه سرك لپاره دغه اندازه  3(d1+d2)  او مطمئن او ښه اندازه ېې 5(d1+d2)  وي.

          ښه داده چې سركونه بايد داسې طرح او ديزاين شي چې په هره ساحه دسرك كې دسبقت كوونكو عراده جاتو لپاره په كافي اندازه دديد ساحه موجوده وي تر څودوي وكولاي شي په محفوظ ډول سبقت وكولاي شي ولې په بعض ساحاتو كې نظر بعض موانعوته ددې امكان موجود نه وي چې عراده جات سبقت وكړي چې نوموړې ساحې دسبقت لپاره دممنوعه ساحوپه نوم ياديږي ، په نوموړوساحوكې دسبقت منع كوونكې لوحې لكه NO Passing   يا  Provided Passing   نصبيږي.

افقي ګولايي   (Horizontal Curve)

  

افقي ګولايي عبارت دسرك دهغه برخې څخه ده چې سرك خپل مسير ته په پلان كې تغير وركوي اوياافقي ګولاي دهغه ګولايي څخه عبارت ده چې دافقي نظره دافقي جهت دتغير په برخو كې ديومسير ددوه مستقيم خطونو ترمنځ اعماريږي. په عمومي صورت ګولاي ددوه برخ څخه تشكيل شويده:

  1. دايروي ګولايي               Circular Curve

  2. انتقالي ګولايي   Transitional Curve

همدارنګه نظر شكل ته ګولايي په لاندې ډولونو وجود لري:

  1. ساده ګولاي : دهغه دايروي قوس څخه عبارت دي چې دافق تغير جهت په برخوكې ديو مسيردوه برخې سره وصلوي.

  2. ډبل ګولايي: دهغه ګولايي څخ عبارت ده چې ددوه مساوي الشعاع اويا مختلف الشعاع دايروي قوسونو څخه تشكيل شوي وي اودهغوي مركزونه دمسير دمركزي خط په دوه طرفونوكې واقع وي .

  3. مركب ګولايي: دهغه ګولايي څخه عبارت ده چې دڅو ساده ګولايي ګانو څخه تشكيل شوې وي او يو مشترك تانجانت ولري.

په عمومي ډول هغه ګولايي چې دانحراف زاويه ېې °<10∆ زياته داهميت وړنه ده اوپه محاسبه كې په نظركې نه نيول كيږي څرنګه چې افقي ګولايي زما دسرك په موردنظر پروژه زياتې دي خو مونږدهغې له جملې څخه يوه يې دنمونې په ډول محسبه كوو.

تعريفونه او نامګذاري په افقي ګولايي كې:

  1. PI هغه نقطه ده چې دوه تانجانتونه پكې تقاطع كوي ياpoint of intersection vertex

  2. ∆   ددوه تانجانت خطونو ترمنځ دانحراف زاويه ده چې دګولايي دداخلي زاوېې سره مساوي ده

  3. Back Tangent هغه مستقيم خط چې د PI  چپ طرف ته واقع دي (T)

  4. Forward Tangent  هغه مستقيم خط چې د PI ښي طرف ته واقع دي (T)

  5. T.C  دګولايي دشروع نقطه

  6. C.T دګولايي د ختم نقطه

  7. T دتانجانت خطونه د PI دوه طرفونوته

  8. E د PI څخه تر وسط دګولايي پورې فاصله  external distance

  9. M دګولايي دوسط څخه دلوي قطر تر وسط پورې فاصله چې د E فاصلې سره مساوي ده

  10.  دګولايي وتر چې د TC څخه تر CT پورې ادامه لري

  11. R دګولايي شعاع

  12. DC هغه زاويه چې د 100ft وتر په مقابل كې واقع ده

  13. D هغه زاويه چې د 100ft قوس په مقابل كې واقع ده

  14. C1 د TC څخه داستيشن ترشروع پورې فاصله چې اندازه ېې د 100ft څخه كمه ده او مقابل كې د d1 زاويه واقع ده

  15. C2 دآخري مكمل ستيشن څخه ترCT ياختم دګولايي پورې فاصله

  16. L دګولايي طول چې د TC څخه تر CT پورې اندازه كيږي.

View Full Size Image

دګولايي شعاع دلاندې فورمول پواسطه په لاس راوړلاي شو:

  1. R=v²/127(e+f)=60²/127(0.025+0.15)=162m          e=2.5%=2.5/100=0.025

په پورته رابطه كې دشعاع اوسرعت ترمنځ مستقيمه رابطه موجوده ده چې بايد په نظر كې ونيول شي يعنې كه دپه نظركې نيول شوي سرعت په صورت كې دګولايي شعاع په ساحه كې دموانعو له امله نه تطبيق كيږ بايد سرعت كنترول شي اودترافيكي علايمو پواسطه وښودل شي.

          څرنګه چې دګولايي زاويه (D) هم معلومه ده كولاي شو چې دهغې په اساس هم شعاع محاسبه كړو چون كمه راځي بناءً دپورته رابطې په اساس لاسته راغلې شعاع قبلوو.

دشعاع او انحراف زاوېې په نظر كې نيولو سره دګولايي اجزا په لاندې ډول په لاس راوړو:

T.L=R*tg∆/2=162*tg92/2=167.75≈168m

L.C=2Rsin∆/2=2*162*sin92/2=233.06≈233m

C.L=R*∆*Π/180=162*92*3.14/180=259.992≈260m

E    =R (sec∆/2-1) =162(sec92/2-1) =71.208m

M   =R (1-cos∆/2) =162(1-cos92/2) =49.46m

C.T=T.C+L=Station+T.L

نظرشكل ته په افقي ګولايي كې لاندې اصطلا حات موجوددي:

  1. دتقاطع نقطه: دتريورس ددوه نقطوتقاطع ته دتقاطع نقطه ويل كيږي  (I.P)

  2. دانحراف زاويه: دتريورس ددوه خطونوخارجي زاوېې ته  دانحراف زاويه ويل كيږي او په ∆ سره ښودل كيږي

  3. داخلي زاويه : دتريورس ددوه خطونوترمنځ زاوېې ته داخلي زاويه ويل كيږي

  4. Tangent Angle: دادانحراف دزاوېې نيمايي ده

  5. Central Angle : دګولايي دشروع اوختم نقطې ترمنځ زاوېې ته مركزي زاويه ويل كيږي چې دداخلي زاوېې سره مساوي ده

  6. Tangent Line : دتقاطع نقطې اودګولايي دشروع نقطې ترمنځ فاصله

  7. Long Chord : ددوه تانجانت پاينټونوترمنځ مستقيمه فاصله ده

  8. Curve Length: دمنحني طول يا دګولايي طول دهغه قوس څخه عبارت دي چې دګولايي دشروع اوختم نقاط سره وصلوي.

 

په افقي ګولايي كې دســرك اضافي عـــرض

Widening of Pavement in Horizontal Curve

          هغه وخت چې عراده جات دافقي ګولايي ساحې ته داخليږي ددې ډيرزيات امكانات موجوددي چې هغه دخپل اصلي مسيرڅخه خارج شي . خصوصاً كه چيرې همزمان دوه عرادې ګولايي ته داخلې شي دهغوې دټكر اويا داصلي مسير څخه دخارجيدو امكانات موجودوي.

بناءً بايد دګولايي په برخه كې عرض زيات وي ترڅو دپورتنيو خطرونو څخه مخنيوي وشي. دسرك دعرض زياتوالي دانتقالي ګولايي دشروع سره همزمان شروع كيږي اوپه تدريج سره زياتيږي ددايروي ګولايي ترشروع پورې ،ددايروي ګولايي دشروع څخه دهمدې ګولايي تر ختم پورې ثابت پاتې كيږي اوبيا ددوهمې انتقالي ګولايي تر ختم پورې تدريجاً كميږي .

په هموارو ساحوكې اضافي كې عرض نيمايي په خارجي برخه كې اونيمايي نور په داخلي برخه كې زياتيږي .

اضافي عرض دلاندې فورمول په مرسته پيدا كولي شو:

W=nl²/2R+V/9.5√R=

n=   دترافيكي لينونو تعداد دي چې دلته n=2 يعنې زمونږ موردنظرسرك دوه لينه دي

L= دعرادې طول دي چې په نورمال ډول L=6m فرضيږي يعنې لوي موټر نظركې نيول كيږي.

W=2*6²/2*162+60/9.5√162=0.716m

دپورتني عرض نيمايي دګولايي په خارجي برخه اونيم نور عرض دګولايي په داخلي برخه كې زياتيږي. مجموعي عرض په لاندې ډول په لاس راوړو:

Wt=Wn+We=7.0+0.716=7.716m

  1. پس دسرك دموټررو برخې عرض دګولايي په برخه كې  W=7.716m  دي..  

 

انتقالي ګولايي   Transitional Curve

          انتقالي ګولايي دهغه ګولايي څخه عبارت ده چې دسرك ددايروي ګولايي برخه دمستقيمې برخې سره وصلوي اوشعاع ېې په تدريجي ډول تغيركوي. يعنې كله چې عراده جات دمستقيمې برخې څخه ګولايي ته داخليږي ددې لپاره چې مسافرين په تكليف نشي نوانتقالي ګولايي په نظركې نيول كيږي

          دانتقالي ګولايي طول دفرارالمركز دقوې دتغيرپه  اساس په لاندې ډول محاسبه كوو:

Lt=0.0215v³/C*R

V=دديزاين سرعت دي په همواره ساحه كې   V=60kmph

R=دموردنظرګولايي شعاع     R=162m                     

C=دفرارالمركزتعجيل دقيمت تغيردي چې د (0.5-?)  پورې په نظركې نيول كيږي.

C=80/75+V     m/sec³             C=80/75+60=0.59m/sec³

L=0.0215*60³/0.59*162=48.587m

پورته طول دګولايي په دواړو برخوكې تطبيق كيږي.

همدارنګه په انتقالي ګولايي كې د shift  اندازه دارنګه محاسبه كوو:

S=Lt/24*R=48.587/24*l62=0.0125

 

عمودي ګولايي   Vertical Curve

 

څرنګه چې ځمكه غير منظم لوړوالي اوژوروالي لري نودسرك په طول كې كيداي شي زياتې ګولايانې موجودې وي چې دسرك دپروفيل څخه معلوميږي ، ددې لپاره چې دعراده جاتو حركت په مصئونه توګه سرته ورسيږي عمودي ګولايانې بايد په مناسب ډول تعين اوډيزاين شي او ترزياته حده كوشش وشي چې په پارابوليك ډول طرح او ډيزاين شي او مستقيمه څوكه بايد ونلري.

          عمودي ګولايانې په عمومي صورت په دوه ډوله دي:

  1. محدب شكل لرونكې عمودي ګولايي   (Summit Curve)

  2. مقعر شكل لرونكې عمودي ګولايي      (Sag Curve )

په عمودي ګولايانوكې بايد طولي ميل د 10%   څخه اضافه نشي البته غرنۍ ساحه كې ، نظر دډيزاين سرعت ته طولي ميل بايددارنګه تعين كړو چې په غرنۍ ساحه كې د  V=40km/h  سرعت لپاره طولي ميل بايد د 8% څخه تجاوز ونكړي.

په همواره ساحه كې د 60km/h سرعت لپاره طولي ميل لپاره د 4% څخه زيات نشي ځكه چې له دې زيات ميل دعراده جاتو دسرعت دضايع كيدو باعث ګرځي بناءً نظر طولي ميل ته دګولايي طول دبحراني ميل په نظر كې نيولو سره دجدول څخه تجاوز ونكړي . د 4% لپاره دګولايي بحراني طول  l=1100ft  تعين شوي دي، څرنګه چې راكړل شوي سرك دهموارې ساحې څخه تيريږي اوعمودي ګولايي نلري بناءً دمحاسبي څخه ېې صرف نظر كوو.  

=========================

د سړک د هندسي اجزاوو د ډیزاین پای

لیکنه د محترم انجنیر سیف الله