په تېر پسې....
د یوې ټولنې لویې اقتصادي ستونزي
...................................................................
اقتصادي ستونزه یا ECONOMIC PROBLEM د هغو ستونزو ټولګه ده چې یوه ټولنه ورسره لاس او ګرېوان وي او اقتصادي پوهه هڅه کوي دې ستونزي ته ځواب ووایي. د دې ټولګې چورلیز یوه اساسي اقتصادي ستونزه ده؛ چې په لاندي ټکو کې به یې زه د روښانولو هڅه وکړم:
اقتصادي ستونزه چې ورته مرکزي او اساسي ستونزه هم ویل کېږي د هغو ستونزو ټولګه ده چې اقتصادپوهان اړباسي چې په محدودو او کمو سرچینو د انسانانو بې شمېره او ورځ تربلي ډېرېدونکې غوښتنو ته ځواب ووایي. د انسانانو د غوښتنو او اړتیاؤ د ځواب لپاره د اقتصاد پوهانو پر مخ تل یو شمېر لاري خلاصي وي، اقتصادي ستونزو ټولګه اقتصادپوهان دې ته رابللي ترڅو په خورا ښه او مناسبه توګه د ځواب ویلو هڅه وکړي.
مرکزي اساسي ستونزه دا لاندي ستونزي د ځان په چاپېر د یوې ټولګې په توګه رامینځته کوي:
لومړۍ ستونزه ــ د لومړيتوبونو ټاکل(Determination of Priorities):
دا چې د انسانانو اړتیاوي او غوښتني بې شمېره دي او ورځ تربلي ډېرېږي، د پرون اړتیا د نن په غوښتنې بدله شوې، د پرون د عیاشۍ شیونه د نن ورځي په اړینو توکو بدل شوې دي او لاهم انسان لګیا دی خپلي غوښتني او اړتیاوي نوې کوي، بدلوي او ډېروي. خو پروړاندي یې د تولید توکي او سرچینې چې لا له مخکې نه کمي او نه بسېدونکې وې؛ ورځ تر بلي کمېږي او ګرانېږي. دې حالت اقتصاد پوهان ننګولي او اړایستلي یې دي ترڅو په خورا ښه توګه دې حالت ته ځواب ووایې. پورته یاد شوي حالت د اقتصادپوهانو او ټولني په وړاندي دا لاندي دوې ستونزي زېږولې دي:
ـــ د انسانانو کومو اړتیاؤ او غوښتنو ته باید په لومړي ګام کې د ځواب هڅه وشي؛ یانې د انسان د اړتیاؤ او غوښتنو د لومړيتوب سمه او پرځای وېشنه کول.
ـــ کومې سرچیني او د تولید توکي کم، بنسټیز او حیاتي دي. له دې ډول سرچینو او توکو سره څنګه مخامخېدنه باید وشي؟ د انسانانو د کوم ډول اړتیاؤ د ځواب په موخه باید وکارول شي؟
د هېواد په کچه اقتصاد هڅه کوي چې د ټول هېواد د اولس د اړتیاؤ او غوښتنو وېش وکړي او لومړيتوبونه وټاکي؛ په ورته توګه هڅه کېږي چې د هېواد سرچینې او د تولید توکي و پېژندل شي؛ بنسټیز، کم او حیاتي توکي او سرچینې بېلي شي او په مناسبه توګه وکارول شي؛ ترڅو نه یوازي د نن ورځي اولس غوښتني په سمه توګه ځواب شي، بلکه د راتلونکو نسلونو حق هم په نظر کې ونیول شي.
دوهمه ستونزه ــ د تولیدد توکو تخصیص(Allocation of Resources)
څنګه چې مي مخکي هم یادونه کړې ده؛ د تولید توکي ځکه، تر ځمکي لاندي زېرمي، په کار پوه کارګر، ماشینونه او پانګه دي. وروسته له دې چې اقتصادپوهان د توکو او اړتیاؤ د لومړیتوب وېشنه وکړي، لویه ستونزه دا را مینځته کېږي چې څنګه د تولید د توکو سم تخصیص وکړای شي. د بېلګي په توګه؛
په څومره ځکه غنم وکرل شي، او په څومره جوار؛
د یوه صنعتي کار او کارځای د چلولو او پرمخ بېولو لپاره د کارګرو د پوهې کچه او دهغوی شمېر او داسي نور.
په نغاړونکو ټکو کې؛ د یوه هېواد او یا ټولني په کچه د تولید د توکو د څومره والي او څرنګوالي د کچې ټاکل او دهغوی تخصیص کول ترڅو د هېواد په کچه غوښتنو ته په سمه او وړ توګه ځواب ووېشل شي. دې ستونزې ته د توکو د ټاکلو ستونزه ویله کېږي.
درېمه ستونزه ــ د ګټي وټې وېش Wealth Distribution/Distribution of Income:
کله چې د خلکو د غوښتنو او اړتیاؤ د ځواب په موخه توکې تخصیص شي او په کار وګمارل شي نو ورڅخه ګټه یا عاید لاسته راځي، پوښتنه دا پیداکېږي چې دا راپیداشوې ګټه به څنګه او په کومو اساساتو د خلکو ترمینځ ووېشله شي. د بېلګي په توګه یو کاروباری(Entrepreneur) را ولاړېږي او پنځوس جریبه ځکه باندي د موټر جوړلو کمپنۍ جوړوي. دی ۵۰۰ کارکوونکو ته اړتیا لري او ۱۰۰ میلیونه افغانۍ د پانګي په توګه پور اخلي. فرض کړئ چې دا کس لس لکه افغانۍ کلنۍ ګټه لري، دا ګټه باید د ځمکې د خاوندانو، کارګرو، د پانګې د ورکوونکو او پخپله د کاروباری(مالک) ترمینځ ووېشله شي؛ خو پوښتنه داده چې څومره او څنګه. په لوړ کچ کې د هېواد لپاره هم د عایدو عادلانه وېش لویه ستونزه ده. د عاید په وېش کې اقتصاد پوهانو منلې ده چې په ټیټ کچ کې که چېري د کوچني اقتصاد تیوري دې ستونزي ته سم ځواب ووایې نو لوی اقتصاد یواځې د مالیاتو له لاري کولی شي د ګټي په عادلانه وېش کې مرسته وکړي.
څلورمه ستونزه ــ پرمختګ Overall Development:
پورتنۍ درې واړه ستونزي باید داسي حل شي ترڅو د راتلونکې لپاره نه یواځې اوسنی حالت مخ پر خرابتیا لاړ نه شي، بلکه یو پرله پسې، ثابت پرمختګ ته هم لاره هواره شي ترڅو د ټولني د ژوند کچه ښه او لوړه شي.
دا د ستونزه هغه ټولګه ده چې د اساسي او مرکزي ستونزي نوم ورکول کېږي. ددې لپاره چې په کپیتالیزم او سوسیالیزم لا ښه و پوهېږو، نو په دې ستونو باندي پوهېدل ډېر اړین دي. د دې ستونزو تشریح ډېره پراخه ده او هره ستونزه له ځان سره ډېر نور څه لري. یواځې د توکو اختصاص ستونزه په لسګونو ستونزو زېږنده ده چې زه دلته ورڅخه تېرېږم او په لنډو ټکو کې مې ستاسو په وړاندي کېښودې.
راتلونکې ټوټه....د کپتیالیزم حل لارې
نوربیا...........