ا وړسوچ اوپرورځني ژوندیې اغېزي؛ دوهمه اووروستۍبرخه

د تېري برخې په وروستیوټکوکې مادپرېمانۍ داصل یادونه کړېوه خومخکې له دې چې دپرېمانۍ داصل په اړه وغږېږم، غواړم چې دوړاوناوړه سوچ ترمینځ یوڅه توپېرونه وړاندي کړم.

 لکه چې په پورتني انځورکې تاسووینۍ وړسوچ په زرغونه رنګ اوناوړه سوچ په سره رنګ ښودل شویدی خوترمینځ یې یوبل نوم هم شته چې ورته پرځای سوچ ویل کېږي. دوړسوچ (positive thinking)لاندي لیکل شوي چې it will happen یانې دلته موږخپلوموخوته ښایې ورسېږو؛ دپرځای سوچ یاrealistic thinking ترلاندي لیکل شوي چې it could happend یانې بیاهم دموخي لاسته راوړل شونې دې خوشونتیایې په پرتلیزډول ډېره ده؛دناوړه سوچ ترلاندي دit will never happen لیکل شویدي یانې دلته دموخي لاسته راوړل ناشوني دي.

۱.پرځای سوچ:

پرځای سوچ هغه مهال مینځ ته راځي چې موږ دځان له شونتیاؤ څخه سمه اوپوره خبرتیاولرو.کله چې موږله خپلووړتیاواوځواکمنیونه سمه پوهه ولرونومالومه خبره ده چې خپلې موخي به هم ورسره سمي ټاکواودې موخو ته درسېدولپاره چې بیاپرځای کړني ترسره کړونوبې له شکه به هغه څه ترلاسه کړودڅشي چې هیله لرو.

۲. وړسوچ:

ووړسوچ خاوندیاهیله مندکس ته هم خپلي وړتیاوي اوځواکمنۍ مالومي وي خوداکس بیایوڅه ډېرهیله مند وي، دی تل لوړه موخه ټاکي اوورته درسېدوهڅه کوي خوکله ناکله دده دوړتیاپه پرتله دده موخه یوڅه لوړه وي. داهم شونې ده چې داډول کس له خپلوځینوکمزوریوڅخه بې خبره پاتي وي،خوکله چې هغه دچاخبره درښتیاډګرته راوزي نوورته پته لګېږي اوهمدالامل دی چې ددې کس لپاره دموخي ترلاسه کول تل کره نه وي، کله ناکله داکس دموخي په ترلاسه کولوکې پاتې راځي.

ولې هیله مندکس (دوړسوچ څښتن)کله ناکله دخپلوکمزوریوڅخه بې خبره پاتې کېږي؟ که خپله داپوښتنه په یوڅه بېلوټکوکې غبرګه کړم نووبه پوښتم چې ولي کله ناکله هیله مندکس دخپلو وړتیاؤپه اړه تېروځي، دده ځواکمنۍ ولي کله ناکله دده داټکل په خلاف کمي خېژي؟ ځواب یې داسي دی چې داډله خلک په خپل ژوندکې بریالي مخ په وړاندي درومي، دوی چې کله ځان ډېربریالی وویني نوفکرکوي چې هرڅه کولی شي . یوه بله شونتیاهم شته هغه داسي چې داډله خلک په ټولنه کې له ښه نوم اودریځ (position)څخه برخمن خلک دي، دوی ښایې شتمن خلک وي، ښایې دسیاسي زورڅښتنان وي اویاښایې نورلاملونه وي چې دوی ته داسي یودریځ وربښي چې نورخلک ددوی له ځینونیمګړتیاؤ اوتشونه سترګي پټوي اوداټکی تل ددوی دبې ځایه هڅوني لامل کېږي. دبېلګي په توګه یوزده کوونکی په دوولسم ټولګی کې که څه هم ددوهم یادریم نمره ګۍ وړوي خوداچې دده پلار یوشتمن یادزوروال وي، دازده کوونکی اول نمره کېږي نومالومه خبره ده چې دده اروایې حالت ډېرلوړېږي اودی په دې اند وي چې دی ګواکي په رښتیاهم داول نمره ګۍ وړدی. خوکه فرضادازده کوونکی دکانکورپه ازموینه کې ګډون وکړې نوهیڅوک نشي ویلی چې دده نمرې به هرومروپه خپلوسیالوټولګېوالولوړي وي.

۳.ناوړه سوچ:

ناوړه سوچ داسي یوسوچ دی چې کوونکی به یې که څه هم دځینوښېګڼواوڅواکمنیوخاوندوي خوبیاهم په دې اندوي چې دی ګواکي هغه دچاخبره هیڅ دی،داکس له خپلووړتیاؤبې خبره تل دافکرکوي چې موخه ترده لوړه ده . مالومه خبره ده چې داکس به بیاهیڅ داسي هڅه ونکړي چې موخه لاسته راوړي اوکه فرضاویې کړي هم نودابه بې له کوم منظم پلانه اولېوالتیانه وي چې پایله یې په ښکاره توګه ناکامي ده.

څنګه به ځانونه دوړسوچ څښتنان کړو؟

که له موږ څخه هریودالاندي ټکي په نظرکې ونېسي نوباورلرم چې دوړسوچ څښتنان به شو.

۱.  ژوندته دارزښت ورکول:

ایادژونددویي په اړه موکله هم سوچ کړیدی؟ ژوندیـــــــــــــــــــــــــــــــــــانې څه؟ څنګه بایدژوندوکړای شي؟

ژوندزموږاوستاسوپه نړۍ کې یو خوراسپېڅلی اوله ماناټک توری دی چې سمې ماناته اړتیالري؛ ژوندیوه سپېڅلې ډالۍ ده چې  موږ اوتاسوته راکړل شوېده؛ژوندهغه ډالۍ ده چې ورکوونکی یې الله(ج) دی.اوپوهېږې زمااوستادژوندډول بیازمااوستاډالۍ ده چې الله(ج)ته یې ورګرځوو.نوځکه زه خووایم چې موږحق نلروداارزښتناکه اوسپېڅلې ډالۍ ناولې کړو

2.دځان پېژندل:

هیڅوک تاترتاښه نه پېژنې، هڅه وکړه ځان وپېژنه ، دځان په تشو اونیمګړتیاؤ خان خبرکړه اودځان له ځواکمنیونه کارواخله.

۳. دوړاولوړي موخي ټاکل:

دیومسلمان په توګه زه اوته دواړه بایددیوې موخي درلودونکي واوسو، ځکه ژوندیوه لاره ده چې که یې موخه اوپړاومالوم نه وي بې ماناکېږي. تل بایددلوړي موخي درلودونکي واوسو، په انګلیسي کې یوه مقوله ده ، وایې، when journy across the ocean is possible then why to go for only a single drop یانې که په سمندرکې تګ شونی وي نوبیاولي بایدیواځي دیوه څاڅکي په لوروځغلو.

۴. راتلونکې ته دارزښت ورکول:

دانده مهمه چې له کوم ځایه راغلی یې ، مهمه داده چې چېرته ځې. تیرهغه څه دې چې بېرته نه راګرځي اودپښتومتل مخي تېرپه هېر، داترورخ تېري اوبه دي. نوځکه راتلونکې ته ارزښت ورکړه، راتلونکې هغه څه ته چې زموږ په نني سوچ تکیه کوي.

۵. تل دروغتیا په جاموکې اوسېدنه:

روغ عقل په روغ بدن کې وي، ترڅو چې پوره روغتیاونلرو، دسالم عقل څښتنان نشوکېدای اونه هم دروغ سوچ اوروغوپایلو.

۶. دپرېمانۍ اصل:

دیوه حقیقت په توګه دنړۍ بنسټ پریوه اصل ولاړدۍ چې دې اصـــــل ته د«پرېمانۍ اصل»( the principle of abundance)ویـــــــــــــــــــل کېږۍ،ددې اصل له مخي دخدای(ج) په دې بې کچې کایناتوکې دهیڅ شي کمی نشته،ددې اصل له مخي هرڅوک، په هرځای کې، په هرمهال کې،هرڅه چې دالله(ج)له دربارڅخه وغواړي ،الله(ج) دخپل رحمت له مخي دهغــــــــــــــــــــــــــه دادوعامني اوداکس به انشاالله دخپــــــــــــــلي غوښتني ترلاســـــــــــــــــــــــــه کوونکی شي. دپرېمانۍ اصل پریوه قانون باندي تکیه لري چې دې قانون ته دراکښون قانون the law of attraction ویل کېږي، ددې قانون له مخي زموږسوچ په کایناتوکې هغه څه زموږ په لوري راکاږي چې په اړه یې موږ سوچ کوو.که موږ دعلم، پیسو، بریالېتوب، ښکلي کور، جانان، ښونمرواو..به اړه سوچ وکړو نوداهرڅه زموږ په لوري راکاږل کېږي. خوکه دناکامۍ، جنګ، تاوتریخوالي، فقر او.. په اړه سوچ کوو نوخدای مکړه له همدغوشیانوسره به لاس اوګرېوان یو.

زموږ دژوندڅرګوالی زموږدسوچ پرڅرګنوالې باندي تکیه کوي،دعلي رضاپه وینا یوپه زړه پوري ژوند، په زړه پوري کس په خپلوپه زړه پوري سوچونوسره مینځ ته راوړي. الله(ج) په قران کې وایې ((وسخرلکم مافی السموات ومافی الارض)) ګورۍ دنړۍ دکایناتوهرڅه الله(چ) زموږ به دفکرپه واک کې راکړي دي.

دهري موخي دلاسته راوړلو لپاره درې پړاوونه شتون لري:

لمړی:  په اړه یې سوچ یانې غوښتنه یې ؛ --- دڅه شي غوښتنه لري ؟ داپوښتنه ستاموخه ټاکي.     

دوهم: دکایناتوځواب؛--- ستا دې غوښتني ته کاینات ځواب وایې. هرڅه چې تا غوښتې دې په کایناتوکې په اتوماتیک ډول مارک کېږي.

دریم: دموخي دلاسته راوړلوپروسه؛  ---

داډېره مهمه پروسه ده چې ځیني ټکې پکې دي. دموخي لاسته راوړل اوس یو هرومروخبره ده خوداچې څه وخت به یې ترلاسه کړې دانودوخت خبره ده جې داوخت په دغوټکوتکیه لري:

الف: باور؛ ایا باورلرې چې موخې ته رسېږې. که دې باورپوخ وي نومالومه خبره ده چې ورته هڅي به هم وکړې.

بې: لېوالتیا؛ څومره لېوال یې؟ که دې لېوالتیا زیاته وي نوهرومروبه زیاتې هڅي هم وکړې چې بیادې موخه ترلاسه کېږي.

جیم: هوډ؛ هوډ تل دپایلوڅرګندوي وي.

دال: هڅي؛ که تل اوپه نه ستړې کېدونکي ډول وهڅېږي نوانشاالله موخې ته به ورسېږي.

هې: دالله پاک رضا؛ دا اخرې خبره ده چې ستاموخه ورباندې تکیه لري.

راځۍ موضوع درته دیوې بېلګې په ورکولوسره ساده کړم:

زه نن دیوه موټرسایکل په اړه سوچ کوم اوغواړم چې ځان ته یې وپېرم، کاینات راته ځواب راکوي اوزماموټرسایکل ماته په نښه کېږي، اوس که زه باورولرم چې زه یې ترلاسه کولی شم نو یوڅه هڅي به هم وکړم اوکه لېوال هم واوسم اوهڅی مې هم زیاتې وي نومالومه ده چې ترلاسه کوم یې دا هرڅه چې څومره زیات وي زه به داموټرسایکل هغومره ژرترلاسه کړم اوچې څومره زماباور،لېوالتیا، هوډ، اوهڅې کمې وې هغومر ه به یې په ترلاسه کولو کې ځنډ وکړم، که داهرڅه ډېر لېږوي نوداهم امکان لري چې ټول عمر یې ترلاسه نکړم، داځکه چې وخت دومره زیات شو چې ان زماترژوندیې لاوخت ورواوښت.

ځیني مهال یوله دغوشیانودومره ډېرشي چې نوروته اړتیانشي پېښه اوموږ موخي ته ورسېږو دبېلګي په توګه زموږ لېوالتیا یوورځي دومره زیاتېږي چې الله پاک په هماغه شېبه موږ موخي ته رسوي؛ علې رضا دلته دخپل کوریوه بېلګه ورکوي چې څومره دوی غریب وو، دې وایې یوه ورځ مې موردغرمې مهال دسابودومره ټینګ ارمان وکړ چې زمازړه ورته اېرې اېرې شو، دی وړاندي وایې چې په همدې مهال موګاونډۍ دپخوسابویوډک دېګ زموږ په وره راننویست چې یوزړه وړونکی بوی هم ورسره ؤ چې دی وایې زموږ زړونه یې باغ باغ کړل.خوګورۍ داسي کله کله پېښېږي نه هروخت. دالله پاک رضاټاکونکې خبره ده، ځیني مهال نورټول سببونه برابروي خودالله پاک رضانه وي، ځکه په هغه کې زمااوستاخیرنه وي، اصلاخومااوتاله الله پاک نه داسي څه غوښتل چې هغه زما اوستا دنېکمرغۍ لامل کېدل ، الله پاک زمااوستاغوښتنه داسې راپوره کړه چې زه اوته یې نېکمرغه وساتلواوهغه موخه یې له موږ نه لرې وساتله چې زمااوستادبدمرغۍ لامل کېده خوزه اوته نه خبر نه ؤ.( سبحان الله). یووخت کېدای سې موږ ډېري هڅي ، سوچونه اودوعاګاني وکړو ترڅو مومثلا محبوب ترلاسه کړو، خوهغه اخردبل شي. دلته نوناراضه کېږۍ مه، شکروباسۍ اوالله پاک به له هغه نه ښه درکړي. باوروکړۍ!!

۷. داچې هره ستونزه هواري لري:

پښتومتل دی چې غرکه  لوړ دی خوپرسرلارلري. هره ستونزه حل لري.

۸.  یادساتۍ هروخت دوهم چانس  لرو:

په یوځلې پاتې راتلوسره نه ښایې ناهیلي شو، هروخت دوهم چانس زموږ انتظارکوي.

۹. ناوړه سوچونوسره مخه ښه وکړه:

خلک به هرڅه وایې، دمایوسۍ خبري به هره ورځ اورې،په ځانګړې توګه که په افغانستان کې یې، خوداهرڅه بایدددې لامل نشې چې ته ووایې چې زه دمرګ اوژوندپه لانجه اخته یم، ماته نوموخه اوهدف څه مانالري.

۱۰. پرځای نېوکوته غوږکېږده:

هرڅوک نیمګړتیاوي لري، پرېږده چې خپلي نېمګړتیاوي درته په سمه توګه مالومي شي ترڅوورباندي کاروکړې اوسمي یې کړې.

پای

حمیدهڅاند دسترهنددپونې ښاردباودهان زرغونه سیمه دسوارناپارک سوسایټي.