نور دې څه په تا ونه شه

دفراق بلا دې مړه شه

چه تيارې دې شي روښانه

بله ستا په سر ډيوه شه

که ته ستړى شوې جانانه

راشه زړه کې مې دمه شه

ښکلي ټول دى مريدان شه

او ښکلا دې يو په دوه شه

نور مې وژني بلا ګانې

ديار غمه ور په زړه شه

ديار غمه رسا پريږده

ديزدان دې ويره وه شه