ستا خو سندرې زما غزل خوښ دى

څنګه لا اوس دهم اوربل خوښ دى؟

موږ له هر ګله ښکلا غواړود يو چالپاره

که وي پر سمه که پر غر زموږه ګل خوښ دى

اې! دکابل پيغلو خيبر ته دعا ګانې کوې

زموږ سکنى ورور دى زموږ تل خوښ دى

له هيچا ډار نکړي هرچا په وړاندې خوله راکوي

ديارله ټولو عادتو مې داعادت شډل خوښ دى

داټول ګلونه کايناتو ته ښکلا ورکوي

دچاګلاب ،دچاسوما زما سمبل خوښ دى

ستا ليونى به ستا سندره تر قيامته وايې

رسا به نه مري خير دی تاکه چرته بل خوښ دى