دکاروان صيب دلاندې بيت له اغيزې څخه په تاثير

ښار دهوښيارانو دې او زه دغره سړى يمه

توري زولنې راپسې ګرځي ليوني يمه

 

ستوري خو له څه چه زه مين دې پر سپوږمۍ يمه

ستا دعشق مذهب کې اشنا دومره ليونى يمه

لږ خو مې داسوى اخ پستو رانجوکې وتغاړه

تقدير مې په دار خيژې او که زه ددار سړى يمه ؟

څنګه دې په دار کړه اوڅنګه زه غزل نه شوم

زه خو له په خوانه ستا ددر يو خړ کودى يمه

دفراق شرى به ګورې چه زموږ پر کلي راشي

دجانان له خولې وتلي چه دشنه فصل ږلۍ يمه

ورشه د(کاروان دچنار) پښې اشنا وشماره

دومره له ژړا ډګ او دومره زه سلګۍ يمه

دلته چه راځې نو دوصال سندرې مه وايه

رسا له فراق ستړى دى او زه په زړه نرى يمه