ګوهر د میني انځور ګر شاعر / ډاکټر ځلاند


ګوهر چې د شعري بهیر له مخي زه له ډیره وخته پیژنم، یو خوږ او با احساسه ځوان شاعر دي. ګوهر پخپل نوي چاپ شوي کتاب ( نور دې نه یادوم ) کې د شاعري جادو د شعر په ټولو برخو کي ازمویلى، هغه د غزل په ښکلي جامه کې د خپلې ټولنې غم، د وطن درد، د یارانو بې ننګي، مینه او داسې ډېرې نورې خبرې رانغاړلي دي، چې هره يوه يې د يوه ژور پيغام تر سيوري رسولې ده،  زه يې یواځي د میني په انځور ګري خبري کوم، . مینه ده چې د انسان اروا روزي  او هغه د الله د خلقت د هغو پټو ښکلا په انځورولو او را سپړلو ځواکمنوي چې بي میني انسان يي نشي لیدلي او نه یي هم محسوسولي شي.

دمينې په اړه بلا خبرې شوې دي، ډېرو شاعرانو طبعې په كې ازمويلې دي، خو ګوهر يو هغه شاعر دى چې له خورا نوې او ښكلې زوايې دې طلايي كړى ته اب وركوي، همدا لامل دى چې شعر يې زړه ته لاره كوي.

ګوهر یو له هغو خوشبختو کسانو څخه دى چې په زړه کي د چا میني ځاى نیولى، میني روزلى او دیته یي اړ کړي چې مینه او ښکلا د شعر په ژبه خپلو مینه والو ، خپل محبوب او د خپلي شاعري خوښونکو ته د شعر په خوږه ژبه وړاندي کړي.

د ګوهر د میني د اظهار ژبه ډیره روانه، مینه ناکه، له اهنګه  سازه او سوزه ډکه ده، په لوستلو او اوریدلو یې زړونه له میني ډکیږي او د میني ډول ډول انځورونه او رنګونه يې زړه ته لار کوي، چې دا يې د شعر د هغې مانا له مخې چې همدا څه بايد ولري لوى برياليتوب دى.

مانه غوښتل خو بس بې ارادې را یادېدې

یو وخت وه چې د ورځې او د شپې را یادېدې

دا مینه هم جانانه عجیبه ده ستا له لاسه

په مخ مې رونې اوښکې بهېدې، را یادېدې

ګوهر هم لکه د نورو مینو په شان ، په اول نظر د چا د ښکلا تر اغېز لاندي راغلي او مین شوي، او بیا تر عمره مین پاتي شوى دى خو بله ښيګڼه يې دا ده چې د مينې دې انداز راز او نياز ته يې د شعر ژبه وركړې ده او تر ډېره به يې د مينې خواږه يادونه پاتې وي :

منم چې مینه مو جانانه په ساعت کې وشوه

خو هېرول به دي بیا ډېري زمانې ونیسي

ريښتیا هم  مینه زړه ته لار په ثانیو او شیبو کې طى کوي، خو بیا د میني هیرول هغه د انسان له وس څخه بهر وځي او كله چې بيا مين شاعر هم وي!  د ګوهر مینه د هوس او هوا مینه نده، هغه لکه د صوفیانو او عارفانو په شان پاکه سپیڅلي مینه لري، دا د مجاز مینه کولایشي ګوهر حقیقي میني ته ورسوي ، کومه چې د انسان د ژوند حقیقت او د پیداښت اصلي سبب ګڼل کیږي:

ستا پاکه مینه لکه وینه په رګونو کې زما

زړه مې کوي ستا د نامې ذکر سحر، ماسوخوتن

مینه چې یو ځل د انسان زړه ته لاره وکړي، بیا نو د انسان په هر شي مینه راځي، او هر څه ته د میني په نظر ګوري،  همدا سبب دي چې یو ځل مینه له انسانه بیا د تل د پاره مینه ناک جوړوي، ګوهر که هر چا له نژدي لیدلي وي، پیژني يې نو دهغه مینه ناک زړه او اروا به یي تل محسوسه کړې وي:

زه اوس بیا نوی مین شوم، رنګ مې زیړ دی

بیا سوچو او ژړیدلو ته خفه یم

د انسانیت ټولي جذبي هغه چې د انسان له هوسایني او د ژوند له ښکلا سره تړلي دي ، هغه له میني را ټوکیږي ، همداسي جذبې د ګوهر په شاعري کې تر سترګو کیږي :

زړه کې پیدا شوې مي جذبه ده، عجیبه غوندي

خدایه دغه مینه پښتنه ده، عجیبه غوندي

دا نو ښکاره خبره ده ، څومره چې محبوب پخپل حسن باندي ناز کړي، دومره بیا مین پخپله مینه باندي باوري وي:

ته که په خپل حسن باندي ناز کوې دا واوره

نه به کړې مین ښکلیه زما په څېر یو څوک

د افغانانو ټولنه دودیزه او په ډېرو ښو او بدو رواجونو پوري تړلې ده، کله کله زموږ دودونه د میني په وړاندي لوي خنډ جوړیږي، او کله هم د میني د را ټوکېدو سبب شي، په کلو بانډو کي مین زړونه ډیر په ویره او ترهه کې یو له بل سره یو ځاي کيږي، دودونه او د ټولني بندونه په ډیر وخت کې د مینو زړونو د یوځاي کیدو په وړاندي خنډونه جوړوي چې د مین زړه د درد او غم سبب ګرځي ، همدا سې یوې شیبي ته ګوهر څومره په مینه نظر کړي:

مینه ټینګه اراده غواړي ګوهره

مینه لویه حوصله غواړي ګوهره 

دلته خلک مینه کفر ګڼي چوپ شه

دلته خلک بهانه غواړي ګوهره

همدا دودونه او رسمونه یواځي په سپیڅلي مینه ترسره کولو سره ماتیداي شي، زمونږ ټولنه د میني د رسمونو د ماتولو د پاره بل فرهاد، بل مجنون او بل ادم خان ته اړتیا لري :

مینه سر تېري غواړي ساده یاره

دا قیمار په بل یو هنر نه کیږي

یو چا د محبوب تعریف ډیر ښکلي کړي، وايې چې الله سره لدې چې د انسان مور( د نړۍ تر ټولو خوږ نعمت )، پلار، اولاد او ډیر نور مینه ناک او خوندور نعمتونه له انسانه اخلي، بیا هم له الله سره مینه کوي. د محبوب تعریف همدا دي، چې که ګټه در ورسوي او که تاوان خو ته باید مینه ورسره وکړي، ګوهر له خپل جانان سره همداسي مینه کړي:

په هر مین به خامخا دا امتحان تېریږي

چې محبت کې به له ګتي او تاوان تېریږي

او یا بل ځاي :

له کومه وخته چې مې ستا میني ته ملا تړلې

بیا مي بل کار ته هیڅ د کار په سترګه ونه کتل

او یا دا چې :

ماته د میني زور ډېر ښه معلوم دی

لمبه لمبه شي، سپېلنی شي سړی

یا دا چې !

له دې نه پورته نو دا مینه نوره څه ته وايي

تاته چې ګورمه جانانه، ماته ځان ښکاریږي

 

دا پوښتنه لا هم په مینو کې له ځوابه پاتي شوي ده، او ګوهر هم ورته ډیر ښه پام را اړوي:

دا ګوهر که ټوله دنیا ولري

هیڅ نه دی جانانه چې تا نه لري

ځکه خو مین په تاوان او ګټي بند او خلاص نه وي :

د خپل ژوند پروا نه لري چي مینه کي صادق وي

کوي لکه پتنګ په سرو اورونو باندي لوبي

د ګوهر شاعري له میني ډکه ده ، هغه د میني کلمه شاوخوا ۴۲ ځله پخپل کتاب( نور دې نه یادوم) کې ذکر کړي.

د لا نورو مینه ناکو شعرونو او لیکنو په هیله !

ګوهر ته درنښت او مینه ناک ژوند غواړوو !

 

په اخر کې ، ګوهر ته د ګوهر یو ښکلي شعر:

 

ساده دی، وفادار دی او په مینه ښه پوهیږي

یار بس د ګوهر دغو صفاتو کې را ګیر دی

 

ډاکټر ځلاند

کابل، چنګاښ ۱۲، ۱۹۹۱