د اختر ډالۍ
زرلښته حفيظ

زما خيالونو کې ميشته پښتنو
زما په سترګو کې ليمه پښتنو

زه د اختر مبارکي وايمه
په ټول جهان خواره واره پښتنو

دغه خوښۍ دې وي ډالۍ تاسي ته
دژوند ډګر کې ازموده پښتنو

دګل ګيډۍ مې په سوغات ومنئ
دبڼ د ګلو نه ښايسته پښتنو

سوله خوښي دې وي ډالۍ تاسی ته
دتاريخ پاڼو کې درنه پښتنو

شپه مو برات ورځ مو اختر اخترشه
دنړۍ هر ګوټ کی ميشته پښتنو

زما لاسونه ددوعا نه ډک دي
د(زرلښت )سترګو کې ليمه پښتنو

خوښي دې درشي کور په کور تاسي ته
سوله دې راشي په هر لور تاسي ته

دپښتنو خويندو دعا ده اختر
دمسافر زړه تمنا ده اختر

داختر ورځې

اختريم ستا دکلي کور جانانه
بياګل ميلې ته کوم زورجانانه
ستاغريبانو ته پيغام ورکوم
درليګم زړونوته يوشورجانانه
****
منم اخترغوندې اختر نه يمه
غمجنوزړوته خوږخبرنه يمه
دمجبورې نه يوالحام درکوم
مساپروسترګو ته نظرنه يمه
****
مورجانې پورته کړه نن بيالاسونه
داختر ورځ کې ددوعا لاسونه
ټول خپه زړونو ته خندا وغواړه
هغه دسولې ژوندون بيا وغواړه
****
چې اختروکې ميندې بوري نه شي
هديري تګ ته بيا مجبورې نه شي
په سره نکريزوکړي سره بيا لاسونه
ښکلې به ښکاري ددوعا لاسونه
****
په ټول دونيا کې اې درانه پښتانه
دحفيظ سترګوکې ليمه پښتانه
داختر ورځونه الحام واخلئ
دزرلښت ګل سره جانان واخلئ


ماته په اختر کې

ماته په اختر کې بياخيالي نکريزي راوړه
لاړ شه ننګرهار ته بوډيالي نکريزي راوړه
بيا د واړه لاسونه د بنګړو نه ډکومه زه
ځمه ګل ميلو ته ګلالې نکريزي راوړه
****
ځمه پيښور ته پښتنو ميندوته دوعاکوم
سوله ورته غواړمه زيارت دپير بابا کوم
بياچې درحمان بابا مزار کې سره وګورو
بياداخترورځوکې يو زيرۍ په اشنا کوم
****
بيا به ورته وايمه اختر کې جلالا ته ځو
بيا په ننګرهار به کې غازي امان الله ته ځو
بيادځوانيمرګ ارمان مزارکې به جنډه تړم
بيا به د همزولو سره لعل قاسم اغا ته ځو
****
خپلو هيواد والو ته دمينې څوکالي غواړم
سوله ورته غواړمه اختراونيکمرغي غواړم
بيا به د زرلښت په ارمانو باندې سوګند کوم
ښکلې ماښامونه سهارونه زرزري غواړم


اختر راغلی دی

چا غلی غلی ويلو چې اختر راغلې دی
سوغات دګل ګيډۍ سره خبرراغلی دی

ماشوم زړه ليونې دګلولښته په خنداکې
نارې دخوښي وکړې چې دلبر راغلې دی

تازه ګلونه ږدمه په اوربل کې د ګلابو
خيالونه دزړه ښکارته په هنر راغلې دی

ياغي ليونی شوې دی دمينې ميخانه کې
ارمان يې ديدنونو ته د دلبر راغلې دی

تازه ګلونه غواړمه راوړه د ګلو باغ نه
نن بيا مې سره ګلابوته نظر راغلې دی

ګلونه د انارته دوکی له باغه راوړه
ما هم درته دمينې خوږ خبرراوړی دی

لاسونه مې سره کړي دي هم سترګوکې رانجه
اشنا تا چې سوغات نن داختر راوړی دی

شيرنه دزرلښت په افسانو کې به را ياد شئ
نن بيادفرهادتوره چې په سرراغلی دی

اختر اختر شي

زما په اوښکو لمبيدلې اختر
د مسافر زړه درديدلې اختر

د ارمانو ډيوه لا تته سوزي
سپيره قسمت نه قهريدلې اختر
****
زه يې داوښکوپه سلګولمانځم
د زړه په پټو تلوسو نمانځم

وطنه ستاغيږه کې نه يم ځکه
دنګوماڼوکې په ويرو نمانځم
****
د اختر ورځی سهارونه نشته
هامازديګراو ماښامونه نشته

وطنه ستا دياد فرياد يم ځکه
ها دزيارت ميله ځايونه نشته
****
اخترنوروزدلته چوپتيا خوړلې
زماخوږ زړه وير او ژړا خوړلې

کومه ارمان ته يې اوس وژاړمه
تورماښامونه چې صبا ورک کړئ
****
شهيدان ډيرزيارت جنډۍ نه لري
ملالی هيلی مې نغمی نه لري

د وطن ميندۍ مو ويرونه کوي
ناويانې کونډۍ شوې اثری نه لري
****
څوک دانګريز په پل قدم اخلي
څوک داسلام په نوم درهم اخلي

هغه ملاماتی ماشوم خير غواړي
مالدار په غيږه کې صنم اخلي
****
غريبان هم ډير ارمانونه لري
الله هم وايي چې دوې زړونه لري

يوڅه خيرات له جيبه اوباسئ نور
هر مسلمان دغه فرضونه لري
****
خو ای زما د وطن ښکلي خلکو
پښتو، غيرت کې نازولي خلکو

دتورټوپک نه نورڅه نه جوړيږي
سوله موخپله کړئ ښاغلي خلکو
****
مونږه اسلام په نوم مذهب لرو
اختر برات ته يې عقيدت لرو

راځئ چې وګورولعلونه په کې
مونږه اختر کې ډير عزت لرو
****
مرور درومې دپخلا په لوري
مين ديدن غواړي ليلا دلوري

زه مسافره هم دغه لاره څارم
که اختر راشي داشناله لوري
****
زما په سترګو کې ليمه پښتنو
په ټول جهان خواره واره پښتنو

زه د اختر مبار کې وايمه
د ننګ ډګر کې ازموده پښتنو
****
خوښي دې راشي کورپه کورتاسوته
سوله دی راشي په هر لور تاسو ته

زه زرلښت تل دغه سوالونه کوم
دسولې ژوند ته ارمانونه کوم

داختر ورځې

اختريم ستا دکلي کور جانانه
بياګل ميلې ته کوم زورجانانه
ستاغريبانو ته پيغام ورکوم
درليګم زړونوته يوشورجانانه
****
منم اخترغوندې اختر نه يمه
غمجنوزړوته خوږخبرنه يمه
دمجبورې نه يوالحام درکوم
مساپروسترګو ته نظرنه يمه
****
مورجانې پورته کړه نن بيالاسونه
داختر ورځ کې ددوعا لاسونه
ټول خپه زړونو ته خندا وغواړه
هغه دسولې ژوندون بيا وغواړه
****
چې اختروکې ميندې بوري نه شي
هديري تګ ته بيا مجبورې نه شي
په سره نکريزوکړي سره بيا لاسونه
ښکلې به ښکاري ددوعا لاسونه
****
په ټول دونيا کې اې درانه پښتانه
دزرلښت سترګوکې ليمه پښتانه
د اختر ورځونه الحام واخلئ
د مينې ګل سره جانان واخلئ

ماته په اختر کې

ماته په اختر کې بياخيالي نکريزي راوړه
لاړ شه ننګرهار ته بوډيالي نکريزي راوړه
بيا د واړه لاسونه د بنګړو نه ډکومه زه
ځمه ګل ميلو ته ګلالې نکريزي راوړه
****
ځمه پيښور ته پښتنو ميندوته دوعاکوم
سوله ورته غواړمه زيارت دپير بابا کوم
بياچې درحمان بابا مزار کې سره وګورو
بياداخترورځوکې يو زيرۍ په اشنا کوم
****
بيا به ورته وايمه اختر کې جلالا ته ځو
بيا په ننګرهار به کې غازي امان الله ته ځو
بيادځوانيمرګ ارمان مزارکې به جنډه تړم
بيا به د همزولو سره لعل قاسم اغا ته ځو
****
خپلو هيواد والو ته دمينې څوکالي غواړم
سوله ورته غواړمه اختراونيکمرغي غواړم
بيا به د زرلښت په ارمانو باندې سوګند کوم
ښکلې ماښامونه سهارونه زرزري غواړم


اختر راغلی دی
چا غلی غلی ويلو چې اختر راغلې دی
سوغات دګل ګيډۍ سره خبرراغلی دی

ماشوم زړه ليونې دګلولښته په خنداکې
نارې دخوښي وکړې چې دلبر راغلې دی

تازه ګلونه ږدمه په اوربل کې د ګلابو
خيالونه دزړه ښکارته په هنر راغلې دی

ياغي ليونی شوې دی دمينې ميخانه کې
ارمان يې ديدنونو ته د دلبر راغلې دی

تازه ګلونه غواړمه راوړه د ګلو باغ نه
نن بيا مې سره ګلابوته نظر راغلې دی

ګلونه د انارته دوکی له باغه راوړه
ما هم درته دمينې خوږ خبرراوړی دی

لاسونه مې سره کړي دي هم سترګوکې رانجه
اشنا تا چې سوغات نن داختر راوړی دی

شيرنې د زرلښت په افسانو کې به را ياد شئ
نن ب يا دفرها د توره چې په سرراغلی دی

اختر اختر شي

زما په اوښکو لمبيدلې اختر
د مسافر زړه درديدلې اختر

د ارمانو ډيوه لا تته سوزي
سپيره قسمت نه قهريدلې اختر
****
زه يې داوښکوپه سلګولمانځم
د زړه په پټو تلوسو نمانځم
وطنه ستاغيږه کې نه يم ځکه
دنګوماڼوکې په ويرو نمانځم
****
د اختر ورځی سهارونه نشته
هامازديګراو ماښامونه نشته
وطنه ستا دياد فرياد يم ځکه
ها دزيارت ميله ځايونه نشته
****
اخترنوروزدلته چوپتيا خوړلې
زماخوږ زړه وير او ژړا خوړلې
کومه ارمان ته يې اوس وژاړمه
تورماښامونه چې صبا ورک کړئ
****
شهيدان ډيرزيارت جنډۍ نه لري
ملالی هيلی مې نغمی نه لري
د وطن ميندۍ مو ويرونه کوي
ناويانې کونډۍ شوې اثری نه لري
****
څوک دانګريز په پل قدم اخلي
څوک داسلام په نوم درهم اخلي
هغه ملاماتی ماشوم خير غواړي
مالدار په غيږه کې صنم اخلي
****
غريبان هم ډير ارمانونه لري
الله هم وايي چې دوې زړونه لري
يوڅه خيرات له جيبه اوباسئ نور
هر مسلمان دغه فرضونه لري
****
خو ای زما د وطن ښکلي خلکو
پښتو، غيرت کې نازولي خلکو
دتورټوپک نه نورڅه نه جوړيږي
سوله موخپله کړئ ښاغلي خلکو
****
مونږه اسلام په نوم مذهب لرو
اختر برات ته يې عقيدت لرو
راځئ چې وګورولعلونه په کې
مونږه اختر کې ډير عزت لرو
****
مرور درومې دپخلا په لوري
مين ديدن غواړي ليلا دلوري
زه مسافره هم دغه لاره څارم
که اختر راشي داشناله لوري
****
زما په سترګو کې ليمه پښتنو
په ټول جهان خواره واره پښتنو
زه د اختر مبار کې وايمه
د ننګ ډګر کې ازموده پښتنو
****
خوښي دې راشي کورپه کورتاسوته
سوله دی راشي په هر لور تاسو ته
زه زرلښت تل دغه سوالونه کوم