په پښتومعاصرادب کې داجمل خټک دریځ/آخري برخه

 

همدارنګه سلیم رازهم دغه لږپه تفصیل سره کوي اووایي((دغیرت چغه ځلمودلاړښوونې صیحفه ګرځولې اوتاویزکړې وه.ځکه پرې حکومت پاپندي ولګوله خودپاپندي باوجوددپښتون سیاست لاره همدي کتاب وښوده اودپښتودعصري،مقصدي شاعرۍ دفکري رخ تعین هم دې کتاب وکړ)).

داجمل خټک دشاعرۍ بل دذکروړکتاب ((ګلونه تکلونه))دی.په دې کتاب کې اجمل خټک دغزل شاعرۍ کړیده.محتوایې انقلابي ده خوسینګارکړې ېې دغزل په جامه ده.دمخه تردي داخبره عامه وه چې خټک دنظم شاعردی خوماداخبره یاده کړه چې دده نظم لکه عام نظم نه دی بلکې دمعاصرشعرنماینده اونوی شعردی دنویوغوښتنواونویوضرورتونوسره.په خپله اجمل خټک په ګلونوتکلونوکې وایي.

                     زه دنظم په ټال زانګم غزل لیکم

                     حریف وایي چې دې فن کې ماهرنه یم

دغزل په شاعرۍ کې ګلونه تکلونه داجمل خټک یوه کامیابه تجربه وه اوډیراستقبال یې هم وشو.استادعبدالله بختانی دګلونوتکلونوپه هکله وایي((دایولوی سنددی ادبي اوتحقیقاتي سنددهغوپه مقابل کې چې ادب له ژونداوژوندله سیاسته بیل ګڼي.رادې شي اوودې ګوري چې ګلونه تکلونه کې ژونداوادب ،هنر اوسیاست،مینه اوښکلاڅومره اوڅنګه یوپه بل کې سره نغښتې اوتاوراتاوشوې ده)).

که له شعرنه تیرشونوپه نثرکې هم داجمل خټک کارونه دپاملرنې وړدي.خټک چې څومره په نظم کې لوی لاس لري همدارنګه یې نثرهم له شعره کم نه دې.

داجمل خټک دنثرډیره غوره نمونه ((مسافرته خطاب))نومیږي چې دلیک په ډول ده دالیک اجمل خټک په 1949کال کې ارواښادعبدالروف بینواته رالیږلی و.په دې نثرکې اجمل خټک دلروپښتنودمحکومیت حالات بیانوي چې دهنري نثرډیره ښکلې اوپه زړه پورې نمونه ده.

داجمل خټک په نثري کتابونوکې لومړی کتاب چې زموږترسترګوکیږي هغه دکچکول په نامه دی.د1954کال نه ورسته چې اجمل خټک دبانګ حرم دپښتوبرخې مدیرشونودکچکول ترکلیشې لاندې یې دټولنې دناقصه دودونواورواجونوپرضداوداصلاح په خاطرانتقادي لیکنې پیل کړې.دالیکنې اجمل خټک دملنګ په نوم کولې چې طنزیه بڼه یې درلوده.

دغه لیکنې بیاپه کتابي شکل دکچکول په نامه په1960کال کې چاپ شوې چې دلوستونکوله خواډیرې استقبال شوې.

په نثرکې داجمل خټک بل کتاب ((دازه پاګل وم))نومیږي.په 1953کال کې  چې اجمل خټک دمسلم لیګي حکومت له خوازنداني شو.دزاندان دناخوالو،.یادونواوخاطروبیان ته یې ((دازه پاګل وم))نوم ورکړچې دهنري نثراوراپورتاژډیره په زړه پورې نمونه یې بللی شو.

په نثرکې داجمل خټک وروستی کتاب چې زماله سترګوتیرشوی دی دافغان ننګ نومیږي.دکتاب زیاته برخه په پيښوراوپاکستان کې دافغاني مهاجرودژوندحالات په کیسه ایزاوهنري ډول بیانوي.ددي کتاب ډیرنثرونه داستاني بڼه لري اویاپه بله ویناهغه داستانونه دي چې دافغان اولس دوروستیوناخوالو،جګړو،دردونواوتباهیوانځوریزې تابلوګانې دي.

استادعبدالله بختاني دافغان ننګ دکتاب په هکله وایي ((دلیک طرزاوفورم یې دلنډداستان دی،ژبه یې ډیره ساده،خوږه،روانه،اغیزناکه ،ماهرانه اوساحرانه ده.دااثردادبي راپورتاژ،خاطرواولنډداستان یوښکلی هنری امتزاج دی چې په حقیقت کې دتاریخ یاتاریخ حقیقت یادحقیقت تاریخ اوپه فورم کې لنډداستان دی.

که خپلې خبرې راونغاړوپه پایله کې ویلی شوچې  د اجمل خټک دریځ دپښتوپه معاصرادب کې بنسټیزڅرګنداودپاملرنې وړدی.دی دمختلفوصلاحیتونوخاونددی اودادب په بیلا بیلوصنفونوکې یې دپاملرنې وړکارونه سرته رسولي دي.په پښتومعاصرشعرکې یې دمعاصردوران غوښتنې شاملې کړې،په شعرکې یې نویونظریاتوته وده ورکړه اودشعرهنري اړخ یې ښکلی کړی.

په نثرکې اجمل خټک له راپورتاژنه نیولی ترخاطرو،ادبي ټوټو،طنزونو،ادبي لیکونو،ډرامواولنډوکیسوپورې خپل قلم ډیرښه ازمایلی دی اودپاملرنې وړاثاریې پښتوادب ته وړاندې کړې دي.

همدارنګه داجمل خټک دریځ په معاصرادبي دوران کې دادبي جرګو،مرکواوادبي ټولنودجوړولوله مخې هم دپاملرنې وړدی ځکه چې دغوجرګودپښتومعاصرادب په وده اوغوړیدنه کې څرګندرول لاره.

اجمل خټک دخپلوملګروسره په 1937کې دنوښارادبي جرګه جوړه کړه چې دهغه وخت ډیرتکړه شاعران اولیکوالان پکې راټول شول بیایې دخپلوملګروسره په اکوړه خټک کې دپښتوبزم ادب جوړکړ.په 1951اکال کې دکاکاجي صنوبرحسین سره داولسي ادبي جرګې غړی شو،چې دغې جرګې دپښتوادب په غوړیدنه اووده کې تربلې هرې جرګې زیات کارکړی دی.داووپه معاصرادب کې داجمل خټک ددریځ په هکله هغه عمده څوټکي چې ماپه لنډډول بیان کړل.

                                                                      ځان مې په درکې کړدرته خاورې

                                                                      په خق خق خاندې ژړامې نه اورې

                                                                      یوه ورځ به واورې چې خټک ومړ

                                                                      که ناورې ناورې داخوبه اورې

                                                       پای...........................