دپښتوژبې دپیدایښت اوودې بهیراوپړاوونه؟
پښتو:
چیرې پیداشوه؟ څه وخت پیداشوه؟ څنګه پیداشوه؟
په اسلامي دوره کې غوري اوسوري واکمنوپښتوپه خپلودربارونوکې وساتله اووروزله چې امیرکروړېې په سرکې ؤاود 139-154ه ق کلونوترمنځ یې خپله دپښتوویاړنه ویلې ده اوبیادغورپه دربارونوکې پښتوژوندۍ ساتل شوې تردې چې زرکاله وړاندې دغزنویانوترمنځ شخړې راغلې نودپلاویوخبرې به ترجمانانوپښتوکولې همداوخت البیروني دپښتویوه لهجه دزاولي زبان=زابلي ژبې په نامه یاده کړې اوهمداوخت دسلطان محمودلوی وزیرحسن میمندي=میوندي دپښتوځانګړیوغږونوته ځانګړي توري جوړکړي اوبیاترې راوسته دپښتونخواپه بیلابیلوبرخواوهندکې دپښتوژبې اوادب په لاره کې خواره واره پاخه-پاخه کارونه شوي چې دپښتودژبې اوادب بیلابیلې تاریخي کړۍ جوړوي.
روښانیانودپښتوژبې اوادب سره بیلې حلقې زنځیرکړې،ددرویزه اودده دپیروانو،بیادخوشال بابااوخټکواودپښتوادب دنوروادیبانوپه وسیله دازنځیروغځیداوهمداوخت ؤ،چې دپښتوادب زنځیرطلایي شو اوخوشال باباپه ادب کې یوزرین دورراپیل کړچې ددولسمې هجري پیړۍ ترپایه یې دوام وکړ.هوتکوچې دمیرویس نیکه په مشرۍ پاڅون وکړاواوښتون یې راوستۍ ؤ،پښتویې سرکاري ژبه کړه اود ده ادیب زوی شاحسین پښتوادبي دربارجوړکړاودپښتنوعالمانواوادیبانواوونیزه لویه غونډه به دکندهاردزاړه ښاردنارنج په شاهي ماڼۍ کې جوړیدله،ادبي بحثونه اوادبي نقدونه به کیدل اوښواثاروته به دسروزروپه سکوجایزې ورکول کیدلې،بیااحمدشاه باباپاچاشو،چې په خپله دپښتوځانګړي سبک لرونکی شاعرهم ؤ.امیرشیرعلي خان یوه نیمه پیړۍ مخکې پښتورسمي ژبه کړه،عسکري بولۍ(قوماندې)یې په پښتوکړې،رسمي القاب اونومونه یې په پښتوژبه کښیښودل اوپښتویې دملي ژبې په توګه ترپالنې لاندې ونیوله.
دامیرحبیب الله خان په وخت کې پښتودرسي ژبه اودحبیبې لېسې په درسي نصاب کې شامله شوه،ورسره همداوخت علامه محمودطرزي په سراج الاخبارافغانیه کې دپښتوښکیلاک اواستبدادضدشعرونوپه خپرولوسره دپښتودنوي ادب دودې لاره هواره کړه اودخپلواکۍ په ترلاسه کولوکې ددې ویښوونکوشعرونوونډه درنه وه اعلیحضرت غازي امان الله خان دهیواددبشپړې خپلواکۍ ترګټلووروسته د((مرکه دپښتو))په نامه دپښتولومړنۍ اکاډمي جوړه کړه اود((یوازینۍپښتو))او((پښتوپښویه))ژبني اوژبدودیزکتابونه یې نشرکړل دهیوادلومړنۍ اساسي نظامنامه (اساسي قانون)یې په پښتوژبه جوړه کړه اوټول قوانین یې په پښتوولیکل.
هلته په لره پښتونخواکې فخرافغان خان عبدالغفارخان دانجمن اصلاح الافاغنه په جوړولوسره داتمانزوپه آزادسکول(ښوونځي)کې دپښتوډراموښودل پیل کړل اوبیایې دپښتون مجله راویسته اودپښتواوپښتون صحافت(ژورنالیزم)بنسټ یې کښیښود داعلیحضرت محمدنادرشاه په واکمنۍ کې په کندهارکې پښتوادبي انجمن جوړشو،بیاپه 1937م کال په کابل کې پښتوټولنه جوړه اوپښتودافغانستان ملي اورسمي ژبه شوه.
په 1955کال دارواښادمولانا عبدالقادر په هڅوپه پيښورکې پښتواکیډمۍ جوړه شوه اوبیاپه 1972کال دکوټې پښتونخواکې په سلهاؤملي ادبي انجمنونه دپښتنولیکوالواومینه والوله خواجوړشول،په سلهاؤپښتوجریدې مجلې اوورځپاڼې خپرې شوې،په زرهاؤپښتوکتابونه په پښتونخوااونړۍ کې نشرشول اوپښتودښوونځیواوپوهنتونونودرسي ژبه شوه.
په دې ترتیب پښتودپیړیوپه پوړیوکې په هره ساحه کې ګامونه اوچت کړل او اوس دیوه لوی ملت ژوندۍ ،عامه درسي اودلیک کتاب اواخبارژبه ده اوله نیکه مرغه داسې شته شوې چې:
نورقافلې دې بې خطره درومي
موږه په لاره مشالونه کښيښوه.
پای..............................
درنولوستونکودا وه دپښتوژبې دپیدایښت اوودې بهیراوپړاوونویوه څیړنه په دې هیله چې ګټه به موترې اخیستې وي.
په پښتنه مینه
مخلص