د ملالئ جويا کتاب ( يوه ښځه د جنګ سالارانو په مينځ کښې)


د افغانستان د انقلابى ميرمن ملالۍ جويا سره مرکه

مرکه : ديپا کمار

ژباړه : عبدالسلام سلام

 

ملا لۍ جويا نن په ټوله نړۍ کښې دافغانستا ن د يوې زړه ورې ميرمن په نوم پيژند ګلو لرى ـ هغه نه صرف د امريکې د قبضې خلاف غږ پورته کوى بلکې د کرپټ کرزى حکومت او طالبانو دقيادت خلاف يې هم هلې ځلې کړى ـ جويا دافغانستان د پارليمان دپاره په ٢٠٠٥ کښې د فراح ولايت نه وټاکلى شوه ليکن جنګ سالارانو پۀ هغې مختلف تورونه پورى کړل او بلاخر ئ دهغې غړيتوب د پارليمان نه ختم کړو ـ خو ملالۍ خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو او د جنګى جرايمو او جنګ سالارۍ خلاف ئ دخپلى رائ اظهار ته دوام ورکړو ـ اګر چې په هغې څو ځله دمرګ بريدونه هم وشو ليکن همت ئ ونه بايلوـ ملالۍنن صبا په امريکه کښې د خپل کتاب A women Among warlords ( يوه ښځه د جنګ سالارانو په مينځ کښې  ) دپاره خپلې څرګندونې کوى ـ په لسم نومبر ٢٠٠٩ هغې دديپا کمار سره د خپل ملک په حالاتو خبرې او کړى او د امريکې اولس ته  ې خپل پيغام هم ورکړو چې تفصيل ې په لاندې ډول دے :

 

ديپا : امريکا دعوا کړې وه چې په افغانستان کښې به ميرمنو ته آ زادى ورکړى ـ نن په افغانستان کښې ميرمنى د څۀ صورتحال سره مخ دى ؟

ملالۍ: د ټولو د مخه خودا چې امريکا د 9/11 نه پس مونږ د ديګ نه را اويستلو او په تاودۀ نغرى ې واچولو ـ د تيرو آتۀ کلونو راسې امريکا د ښځو د حقوقو او انسانى حقوقو په نوم زما په ملک قابضه ده ـ  په ميلنونو خلک دامريکې د لاسه د نا انصافۍ و عدم تحفظ ، کرپشن ، بې روزګارۍاو غربت ښکاردى ـ  ليکن په دې هر څۀ کښې د ټولونه زيات زحمتونه افغانى ميرمنو اوچت کړى ـ د امريکايانو دور هم هغه رنګې دے څنګه چې د طالبانو دور وو ـ د جنګ نه پس امريکا هم هغه خونخوار جنګ سالاران په اقتدار کښې شريک کړل چا ته چې شمالى اتحاد وئيلے شى ـ شمالى اتحاد بيخى د طالبانو بڼه لرى ـ دا هم هغه خلک دى چاچې د ١٩٩٢ نه تر ١٩٩٦ پورې په افغانستان کښې حکومت کړے دے ـ  دوئ په انسانى حقوقو او هم د ميرمنو په حقوقو پښې ايښودى وې ـ او اوس هم دغه خلکو سوټ او ټائي اغوستى په اقتدار ناست دى ـ هم دغه وجه ده چې نن د د ميرمنو صورتحال د پخوا نه لا پسى بتر دے ـ په خاصه تو ګه په يو څو ولايتونو کښې ـ دا رښتيا ده چې په يو څو غټو ښارونو لکه کابل و مزار شريف يا هيرات کښې به تاسو ته يو څو ميرمنې داسى ښکاره شى چې هغو ته روزګار يا تعليم ميسر شوے دے ـ ليکن په زياتره ولايتونو کښې هغوئ ته بنيادى انسانى حقوق هم نه دى حاصل ـ د هغو ژوند يو عذاب دے ـ نن د ښځې وژل د مرغۍ د وژلو برابر دى ـ په لويو ښارونو کښې هم ښځى محفوظې نه دى او اکثريت ئ برقعه ( چادرى ) اغوندى ـ او زما په اند داد جبر علامت دے ليکن ښځو ته د برقعې اړتيا ځکه پيښيږى چې هغه خوندي نه  دى ـ او نن دغه برقعه د ژوند ضمانت دے ـ

په تيرو آته کلونو کښې زما د ملک ښځو ته هغه حقوق هم حاصل نه دى کوم چې ٧٠،٦٠ او ٨٠ مه  لسيزه کښې دوئ ته حاصل وو ـ په دغه دور کښې ښځو ته د خپلې خوښې جامې اغوستلو اجازه وه د هغو سره روزګار وو ، آزادانه طور ګرځيدلے شوې ، او هغو سره به دا فکر نۀ وو ګنى چې هغه به څوک و تښتوى يا دهغوئ په عزت به لاس پورته کړى ـ دهغې نه پس جنګ سالارانو د ښځو په حقوقو حمله وکړه ـ او د طالبانو او ددوئ په مينځ کښې فرق صرف دادے چې اوس دا ټول جرائم د جمهوريت په نا مۀ کيږى ـ دا خونخوار جنګ سالاران چې په اقتدار قابض دى د جمهوريت په نوم د ښځو د عصمت درئ په کيسونو ، په کورنى تشدد او خود کشيو باندې پرده اچوى ـ او په داسى کيسونو کښې ورځ په ورځ زياتوالي راځي ـ زۀ تاسو ته څو مثالونه در کول غواړم د کوم نه چې به تاسو ته د ښځو د صورتحال اندازه وشى ـ او زما په خيال د جنګ حمايتى خلکو ته به هم دا په ډاګه شى ـ

د بيلګي په توګه په نيږدى وختونو کښې په جوزجان ولايت کښې يوى ٢٥ کلنې پيغلى خپل ځان ته په روغتون کښې اور ولګؤ ـ داسى ځان وژني بيخى عامې شوى دى ـ مونږ ته دا خبر را رسيدلے چې دا ډول شپږ سوه قضيي شوى دى ـ يوه پنځۀ کلنه ماشومه څلويښت کلن سړى اووژله دا دسر پل ولايت پيښه ده او دغه ماشومې نجلئ د خپل عزت ژغورلوهڅه کړے وه ـ ديوې څوارلس کلنى پيغلى سره درى کسانو ګينګ ريپ کړے وو چې په کښې د پارليمان د يوۀ غړى ځوئ هم شامل وو ـ د پارليمان غړى چې نوم ئ حاجى پائنده محمد دے هغه د خپل ځوئ عمر په کاغذاتو کښې د ١٨ کالونه کم کړو ددى دپاره چې د سزا نه ئ بچ کړى ـ

داسې ډير مثالونه دى ـ دا د ښځوپه وړاندي لوي جرايم دى په ميډيا کښې دا خبرى د فيشن په توګه را مخې ته کيږى چې طالبان د ښځو خلاف دى ـ دا ټول جرمونه خو د طالبانو نۀ دى دا خو ددى جنګ سالارانو دى چې د فاشزم په لار روان دى ـ نن شريعت د پارليمانى قوانينو راهنمادي او دا دطالبانو ددور په شان ده ځکه چې جنګ سالاران ذهنى طور طالبان دى ـ

ديپا : تاسو په اوسنيو انتخاباتو اود کرزى حکومت په حواله څۀ وائي او د کرزئي مخالف اميدوار عبدالله عبدالله په باره کښې مو څۀ فکردے که چرى دوئ مخلوط حکومت جوړ کړو نو بيا به څۀ کيږى ؟

ملالۍ : اول خو دا چې اليکشن د امريکائي حکومت ډرامه وه ـ عالمى مبصرينو په ډيره لويه پېمانه د ددرغليو نه لمن پورته کړى ده ـ د تش په نوم آزاد اليکشن کمېشن وينا ده چې ديارلس لکه ووټ جعلى اچولے شوے دے ـ خو حقيقى شمېره ددي نه ډيره زياته ده ـ په دى کښې هيڅ شک نشته چې اليکشن په يو ملک کښې د جمهوريت مرکزى آينه دار وى ـ ليکن په افغانستان کښې دا خلک د تېرو آتۀ کلونو راسې د امريکې په قبضه کښې هم د جمهوريت سره درغلى کوى لګيا دى ـ  عبدالله د جنګ سالارانو مرکزى نماينده دے ـ په افغانستان کښې هغه ديو جنګى جرايم کونکى پۀ څير پيژندل کيږى ـ دا د ١٩٩٢ نه تر ١٩٩٦ پورى په جنګى جرايمو کښې ککړ پاتې شوے دے ـ عبدالله د کرزى د پارليمانى نظام برخه پاتى شوې دے ـ کرزى د عبدالله غوندې خلکو سره سودا بازى کړى او نور ډير جنګ سالاران هم د هغۀ په حکومت کښې په اهمو چوکيو ناست دى ـ

زۀ خو به د امريکى اولس ته دا اوائم چې انتخابات د جنګ سالارانو ، د سمګلرانو ، د کرپشن او د قبضه ګيرو په مينځ کښې دى او هم په دى وجه ددى څۀ حيثيت نشته ـ زما په ملک کښې خلک د اليکشن د نتايجو په باره کښې وايي چې   “خر هم هغه دے خو کته ئ بدله شوه “ زمونږ يو بل زوړ متل دے چې وايي دا اهمه نه ده چې ووټ څوک اچوى بلکى دا اهمه ده چې ووټونه څوک شمارى ـ او هم دغه زمونږ مسله ده ـ

ديپا : دا وخت د اوبامه حکومت دا هڅه کوې چې په دى خبره پريکړه اوکړى چې د پينټاګان په فرمائش په لسګونه زره نور سرتيري افغانستان ته وليږى يا نه ـ تاسو اوبا مه ته څۀ وئيل غواړئ ، که چرته افغانستان ته نور فوځ وليږلے شو نو ستاسو په خيال به څۀ وى ؟

ملالۍ : نور فوځ به دنورو مسايلو او نور جنګ باعث جوړيږى ـ د اوبامه خارجه پاليسى د افغانستان په اړه د جارج بش و پالسيو ته زياته نزدى ده ـ بش يو جنګى جرايم کار وو او اوبامه ماډريټ طالبان په حکومت کښې ځائ کول غواړى ـ او تاسو ته معلومه ده چې هيڅ قسم ماډريټ طالبان وجود نۀ لرى ـ دا هم هغه ترهګرو ته يو نوے نوم ورکول کيږى ددى دپاره چې په واک کښې راوستے شى ـ زما په خيال د امريکى اولس به ددى خبرى سره اتفاق ولرى چې جمهوريت د ټوپک په زور نه را ځى  اوداچي اوباما د افغان اولس سره مخلص نه دے ـ

اول خودا چې اوبا ما له زما دملک اولس نه بخښنه غوښتل پکار دى او په بش د عالمى جرايمو په عدالت کښې مقدمه چليدل پکار دى ـ او باما له پکار دى چې جنګ سالارانو ته وسله ورکول بند کړى ـ او هر ګز د طالبانو سره مذاکرات ونه کړي ـ زمونږ  په ملک کښې ډير جمهورى او جمهوريت خوښى خلک شته او اوباما له د هغوئ مرسته کول پکار دى ـ که چرته او باما په رښتيا د افغان اولس سره فريب نه کوى نو هغه دى داقوام متحده په مرسته داسى ملکونه لکه ايران ، پاکستان او روس سره کار نه کوى څوک چې د طالبانو او جنګ سالارانو حمايت کوى ـ

زۀ د هغه امريکائي کورنيو سره غم شريکى کؤم د چا بچى چې په افغانستان کښې په جنګ کښې وژلې شوى دىـ زۀ د خپل اولس د طرفه د هغوئ سره غم شريکى کؤم ـ ليکن زۀ هغوي ته دا درخواست کؤم چې هغوئ دى د امريکائي حکومت د غلطو پاليسيو خلاف غږ پورته کړى ـ فوځ خو د هغوئ د غلطو پاليسيو په صليب خيژى ـ  امريکا د خپل ټيکس ورکونکى اولس په پيسو او د فوځ په وينه د يو کرپټ غير جمهورى مافيا سيسټم چلوى ـ

ديپا : تاسو د جنګ مخالف تحريک د هغه ملګرو په جواب کښې څۀ وئيل غواړئ څوک چې دا فکر لرى چې امريکا دى زر د افغانستان نه فوځ نه اوباسى او تر ډيره وخته دى پاتى شى ځکه که چرته دا لاړل نو د ميرمنو  دپاره به صورتحال نور هم خراب شى ؟

ملالۍ : زما په اند کوم خلک چې دا وائي هغوئ ته دى معلومه وى  چې د افغانستان اولس نور فوځ نه غواړى ـ اول خودا د خلکو حق دے ـ دويم دا چې مونږ په دى خبره يقين لرو چې يو قوم کوم بل قوم له آزادى نشى ورکولے ـ د نن صورتحال د آتۀ کلنى امريکائي قبضې نتيجه ده ـ جنګ او قبضه څۀ ډول نتايج منځ ته راوړى دا ددى لوئ مثال دے ـ خلک وائي چې امريکا لاړه شى نو خانه جنګى به شروع شى ؟ زما دداسى خلکو دپاره دا پيغام دے چې دا خانه جنګى خو د مخکښې نه جارى ده او تر څو چې امريکايي فوځ وى ددى نه بتره خانه جنګى به وى ـ دا قبضه ګير قوتونه خو په ودنو هم بمبارى کوى ـ  په نورستان کښې ٤٧ کسان چې پکښې ناوى او شاه زلمے هم شامل وو هم په داسى بمبارئ کښې ووژل شو ـ د مئ په مياشت کښې په فراح ولايت کښې ١٥٠  بى ګناه کسان ووژل شو او په کندوز کښې دوه سوه کسان ووژل شو او په دى کښې زياتره ښځى او ماشومان وو ـ ددى تمامو جرمونو باؤجود دا خلک معافى ولى د اولس نه نۀ غواړى ؟

مونږ غواړ چې بهرنى قوتونه دى زر تر زره د افغانستان نه اوځى ـ                 

دوئ دى دا حکمت عملى هم دلته ختم کړى کوم ته چې دوئ  د ترهه ګرئ خلاف جنګ وائي ـ دا هغه جنګ دے په کوم کښې چې بې ګناه اولس وژلے کيږى ـ په تيرو آته کلونو کښې ددوه زره نه کم طالبان مړۀ دى خو د آتۀ زره (٨٠٠٠) نه زيات عام اولس امريکائي فوځونو وژلے دے ـ قبضه ګير قوتونه زما اولس او ميرمنو ته تحفظ نه ورکوى دا هغوئ ته نور زيان رسوى ـ

دوئ دعوا لرى چې په افغانستان کښې جمهوريت راولو خو په حقيقت کښې دوئ جنګ سالاران او ډرګ مافيا په قدرت کښې راولى ـ هم دغه قوتونو زما ملک د نشئ توکو مرکز جوړ کړے دے ـ وس وائټ هاؤس وائي چې طالبان د ٢٠٠١ په نسبت نن زيات طاقتور دى ـ

دا دقرونِ وسطا ذهن لرونکى طالبان ملک بربادوى ـ نن زمونږ په افغانستان کښې دوه دښمنان دى يو طالباناو جنګ سالاران او بل قبضه ګير قوتونه ـ که چرې ددوي نه يو هم کم شى نو زمونږ کار به اسان شى ـ بيا به زمونږ سره جنګيدونکے يو دښمن وى ـ

ديپا : په افغانستان کښې د مزاحمت يا د قبضه ګيرو فوجونو خلاف د مزاحمت څۀ نوعيت دے ؟

ملالۍ : په افغانستا کښې دوه قسمه مزاحمت کيږى ، يو خو عام جمهورى ذهن لرونکے اولس دے او بل طالبان دى ـ ډير شمير عام اولس د طالبانو نه کرکه لرى او هم دغه شان د هغوئ د مزاحمت نه هم ځکه چې د هغوئ مزاحمت د اولس مزاحمت نه دے ـ او عام اولس په يو څو ولايتونو کښې مزاحمت کړے دے ـ او هغوئ د بهرنى فو ځونو خلاف او د کرزئي حکومت خلاف مظاهرې کړى دى لکه څۀ رنګې چې ما مخکښې درته وئيلى ووچې د مئ په مياشت کښې يو نيم سل کسان دغير ملکى فو ځونو دلاسه قتل شو ـ د هغې پر زد په زرګونو طالب علمانو په نورو صوبو کښې مظاهرى وکړى او سړکونو ته را اوتل ددى دپاره چې د بمبار شوى اولس سره همدردى اوکړى ـ داسې په زرګونو مثالونه موجود دى په کومو کښې چې طالب علمانو اونورو د بهرنى قوتونو د قبضې مخالفت کړے دے ـ او هم دغه اوس به غټو ښارنو کښې کيږى ـ خلک په کابل او نورو غټو ښارونو کښې سړکونو ته را اوځى ـ او دغه شان مزاحمت خو شته ليکن په لويه پيمانه نۀ دے ـ ولى؟ چې خلک د جنګ نه بيزاره دے دوئ د جنګ سالارانو او طالبانو نه کرکه کوى ـ ليکن د تيرو اتۀ کلونو نه زيات مزاحمت دے  ـ اولس د جنګى جرائمو خلاف ودريدلى دى او ددى سره سره به مزاحمت وخت په وړاندى ځى ـ

ديپا : تا سو په افغانستان کښې د سيکولر او جمهورى ګروپونو په باره کښې څۀ ويل غواړئ ؟

ملالۍ : ډيرى ګوندونه او جمهورى پوهان شتون لرى چې خپل ژوند ئ په خطر کښې غورزولے دے اود کرپټ جنګ سالارانو حکومت ئ چيلنج کړے دے ـ راوا هم د افغانستان د انقلابى اولس يو داسى ګروپ دے ـ ما د راوا د يوې غړى ميرمن زويا سره وليدل د هغې د وينا مطابق هغه په څومره سختو حالاتو کښې زير زمين کار کوى او څومره خطرات ورته مخ  دى ـ هم داسى نور ډير ګروپونه او افراد دى ليکن د هغوئ د حفاظت له خاطره زۀ د هغوي نومونه اخستل نه غواړم په ما پخپله څوځل د مرګ حملې شوى دى له دى دپاره زۀ دبل چا ژوند په خطر کښې غورزول نه غواړم ـ ليکن دا هغه زړه ور خلک دى دچا سره چې دافغانستان راتلونکے وابسته دے ـ

ديپا : په امريکا کښې تاسو څه تجربه حاصله کړه ؟

دلته خلکو ډيره همدردى وکړه ـ خو البته ميډيا خلکو ته رشتيا نۀ وائي ـ په ميډيا خوخاص طور دوئ ته وئيل کيږى چې د عراق جنګ يو بد جنګ وو اود افغانستان جنګ يو ښۀ جنګ دے ـ کله چې دا خلک د اولس د تکليفونو نه خبريږى نو بعضې خو وژاړى ، او څۀ خپل حمايت اظهار وکړى ـ دا زما د امريکې وړمبئ دوره نۀ ده زۀ پخوا هم را غلې يم ما دهغه ميندو سره هم وليدل د چا بچى چې د افغانستان په جنګ کښې وژل شوى ، هغوئ هم ماته را تر غاړه وتلې او وئ ژړل ـ ځنى وخت خلک بخښنه هم غواړى چې د هغوئ حکومت زما د اولس سره څۀ وکړل هغه غلط وو ـ او زۀ هغوئ ته وايم چې تا سو ته د بخښنى غوښتلو ضرورت نشته دا خو ستاسو حکومت دے چې ددى جرائمو ذمه وار دے او حکومت له د خپلو جرمونو بخشنه غوښتل پکار دى ـ

ما دداسى دولت مندو افغانانو سره هم وليدل  چې په امريکه کښې د عيش ژوند تيروى او دوي د بهرنى فوځونو د قبضې په حق کښې دى او دا دليل ورکوى چې ددى سره به په افغانستان کښې جمهوريت او آزادى راشى ـ دا خلک په غلطه دى ـ دوئ ته دا نه ده معلومه چې په افغانستان کښې اصل کښې څۀ کيږى ـ ځنې دى چې کرپټ اين جى اوز دى چې د بهرنۍ قبضې په حق کښې دى ځکه چې دوئ خپلې کنټريکټ او پروجيکټ پريښودل نه غواړى  زما د امريکا د جمهورى خلکو دپاره دا پيغام دے چې تاسو او ستاسې حکومت يو شان نۀ دى ـ تاسو د افغان اولس پلوى کولې شئ تاسو اوباما په دى څلورو خبرو مجبورولے شئ ، اول دا چې امريکه دى د نورو بهرنى فوځونو سره سره زر تر زره افغانستان پريږدى ، دا دترهه ګرئ خلاف جنګ نۀ دے دا دمعصومو ښاروالو خلاف دے ـ دويم دا چې اوباما دى زما داولس نه بخښنه اوغواړى او بش دى دجرايمونړى وال عدالت ته حواله کړل شى ، دريم اوبامه دى جنګ سالارانو ته وسله ورکول بند کړى او دطالبانو سره دى مذاکرات ونۀ کړل شى او څلورم دا چې ايران ، پاکستان ،روس او ازبکستان او نور ملکونو ته دى دا په ډاګه کړے شى چې هغوئ د طالبانو او جنګ سالارانومرسته بنده کړى ـ د امريکې اولس ته زما دا پيغام دے چې هغوئ دى په خپل حکومت زور راوړى چې د افغانستان د جمهورى ذهن لرونکى اولس مرسته دى اوکړى ـ  

 

(په شکريه د مياشتنۍ سوشلسټ کراچۍ )