اختر
رياض تصور(مردان )
ملګرو زما زړۀ پرهر پرهردےاو اختردے
په وينو باندى سورسمه او غر دے اواختر دے
خدايه پښتا نۀ په خپله خاوره باندې شتۀکړې
زما دقام بچے بچےنهر دے او اختردے
اخترد محبت او رورولئ يو علامت دے
زما په پاکه خاوره باندې شردےاو اختردے
بونير ،سوات باجوړاو هشنغرخو کړه يو خواته
په غم راته ککړ چې پيښوردےاو اختردے