ننګيال يوسفزے

 

دمودو مودو دا خوب راله رښتيا کړه

ما دتورو بلاګانو را جدا کړه

زلفې واړوه تيرې مې خوښې  نه دى

په دى تکه توره شپه کښې سپين سبا کړه

 هغه غر هغه چنار هغه نښتر دے

ټپه پورته کړه او ژوند پکښې پيدا کړه

"په بوسه د شکر لبو زوړ ځوانيږى"

شابه شابه ، هله هله راکړه راکړه

په دى خاوره مين ډير دى خو ننګياله !

څو ملګرى د خپل فکر راپيدا کړه