غزل

مشتاق على شان

لا خو مې هر طرف ته اور دے زۀ به څه اودۀ شم

ګرانه وحشت په ادم زور دے زۀ به څۀ اودۀ شم

د بې امنۍ لوګے چې خوردے زۀ به څۀ اودۀ شم

دغه ماتم چې کور په کور دے زۀ به څۀ اودۀ شم

چې سپرلے او سپړى غونچې نو بيا به ګورو سره

لا خو موسم د خزان سپور دے زۀ به څۀ اودۀ شم

کولے نشم په دې ښار کښې مې د خوب تصور

چې د زردارو پکښې زور دے زۀ به څۀ اودۀ شم

که د آمو د اباسين په او بو ډير مې وينزو

په لمن پاتې مې لا تور دے زۀ به څۀ اودۀ شم

زما دسور بيرغ ملګرو  ما شان نور څله پوښتۍ

ښخ مې په زړۀ د ستم لور دے زۀ به څۀ اودۀ شم