غزل
درويش درانى
په هره اوښکه کښې مو لمر ويدۀ دے
ځپلو ! ويښ ئې کړئ سحر ويدۀ دے
د دوزخيانو په حال څۀ خبريږي
څوک چې پر غاړه د کوثر ويدۀ دے
لږ ساعت مخ راڅخه مۀ اړوه
ستا پر بارخو زما نظر ويدۀ دے
ددې اولس په ظاهر مۀ تيروزه
سترګي ئې روڼي دي مګر ويدۀ دے
بيا د غفلت په څنګه تور تلتک کښې
درويش نغښتے دے خپل سر ، ويدۀ دے