”موجوده سياسي صورتحال او کيڼ اړخى سياست “


رپورټ : ګل ملنګ


د ضيائي آمريت خلاف هلې ځلې کونکې د سند د انقلابى ليډر کامريډ نذير عباسى د ٢٩ مې کليزى په مناسبت د ا ګست ٢٠٠٩م  په نهمه نيټه يو ليکچر پروګرام د  Progressive youth front(PYF)    ترسيوري لاندې د” موجوده سياسي صورتحال او کيڼ اړخى سياست “ پۀ موضوع په ګلشن اقبال کراچۍ کښې  اوشو چې پکښې  د کراچۍ پوهنتون اوجامشورو پوهنتون د سټوډنټانو نه علاوه د پښتو او سندهى ژبې ليکوالانو اوانقلابيانو برخه واخسته ـ
په موضوع ليکچر غښتلي سوشلسټ پوهان ښاغلي علاوالدين بنګش ورکړوـ دوئ اووئيل چې د نذير عباسى او د هغۀ ملګرو چې کومي هلې ځلې هغه وخت د فوجې امريت خلاف کولې نو پۀ هغه وخت کښې به تمامو رجعت پسندو ګوندونو په شمول د مسلم ليګ او جماعت اسلامي  پۀ هغه انقلابيانو او جمهوريت پسندو د کفر فتوي لګولي او نن د امريکې خلاف نعرے وهي او ضياالحق او نور فوجي جرنيلان د ملک د تباهي سبب ګڼى اګر چې دا خبرې صرف ددوئ بيان بازي ده ـ خو نن د افغانستان او پاکستان باشعوره اولس پۀ دي خبره پوهه شو او هر وګړي ته معلومه شوه چې د افغانستان پۀ تباهئ کښې د امريکې د ښئ لاس کردار فوج آئي ايس آئي او جماعت اسلامي ادا کړے دے ـ او پۀ دي کښې نوري بورژوا پارټۍ هم ددوي پۀ دي عمل کښې شريکې وې ـ
هغوي زياته کړه چې دا جنګ صرف د  د زوالفقارعلي بهوټو د وخت نه نۀ وو پيل شوے ـ هغه وخت خو ټوله تياري شوې وه ـ حکمتيار او رباني  له چې  د جماعت اسلامې پۀ وساطت کوم ټريننګونه ورکول کيدۀ دغه وخت خو جنګ پيل شوے وو ـ پۀ اصل کښې خو ددي جنګ پلاننګ  د هند دتقسيم سره  سم شوے ووـ چې پۀ نتيجه کښې ئ يو نوے ملک پۀ وجود کښې راغے دلته ولې جمهوريت نۀ دے ټينګ شوے دهغې بنيادي وجه هم دغه ده چې ډير بيکاره جمهوريت کښې هم اولس د حکمرانانو  نه پوښتنه کولے شې خو پۀ فوجي  حکومت کښې مونږ وليدل چې څومره خلک لکه د نذيرعباسي د ظلم او جبر خلاف آواز پورته کولو باندي قتل کړے شو او يا قيد کړے شو ـ
دوئ اووئيل چې نن چې د طالبانو نه کومه بلا حکمرانانو جوړه کړي دا هم ددغه پاليسو نتيجه ده ـ دسؤنو طالبانو دپاره پۀ ميلينونو خلک بې کوره کړے شو او پۀ زرګونو مړۀ او ژوبل شو داسې ددنيا پۀ تاريخ کښې چرته هم نۀ دى شوي ـ اوحکمرانان او فوج بيا هم پۀ هغه خلکو دا زور راوړي چې طالبان تاسو ختم کړئ ـ فوج چې د ملک د بجټ ٧٥ فيصده اخلې هغه وخت ورته وزير ستان ، سوات او باجوړ نۀ ښکاري خو چې پۀ افغانستان کښې امريکې له جنګ کوي  يا اوس پۀ پاکستان کښې نو وزيرستان او باجوړ وغيره ورته را ياد شي يا چې اوس بيا پري امريکې زور راوړې نو هم دغه خلک چې دوئ د تعليم ، صحت او د زندګۍ د نورو سهولياتو نه بې برخي ساتلي هغوئ پۀ يو بل وژل غواړي او پۀ خپله لکه د پخوا ډالرې راټولوي ـ
دوئ تر نن تاريخه دهغه علاقو نوم هم نۀ وو اوريدلے او نۀ تر نن تاريخه هلته تلې چې ددغه خلکو څۀ ژوند دے هغوئ د کومو مسائلو سره مخ دي خو چې کله ئ دخپل بل کړي اور لمبې لمن ته راورسيدې نو بيا هم دغه قبائلو ته وائي چې تاسو طالبان ختم کړئي ـ خو دوئ دا سوچ نۀ کوي چې مونږ دغه خلکو له دجنګ نۀ علاوه بل کوم د زندګئ سهولت ورکړے ؟ زۀ وايم چې د طالبانو سره د عامو خلکو همدردي يو عکس العمل دے ـ هغه خلک ولې د طالب مخالفت اوکړي چاته چې د حکومت نه کوم خير نۀ وي رسيدلے ددغه علاقو خواريکښ او لس پرون هم پۀ پردو ملکونو کښې مزدوري کوله او نن ئ هم کوي  ـ دا د هغوئ جنګ له کومه شو ؟ په پوره وزيرستان يا قبائيلي سيمه کښې د معاش کومي ذرايع دي چې او لس ئ دفاع اوکړي ؟
هغوئ پۀ اخيره کښې اووئيل چې پۀ پاکستان کښې د اولس سره متبادل نشته او چې کله متبادل نۀ وي نو هلته انارکي پيداکيږي اود هغې اظهار نن دطالبانو پۀ شکل کې کيږي او سبا کيدے شي په بل شکل کښې شي ـ دد ي دپاره ضروري ده چې د کيڼ اړخي سياست دعوه دار را اوچت شي او يو موټے شې پۀ بورژوا سياست نور د اولس اعتماد ختم شوے دے ـ ګني نو پۀ بل صورت کښې به هم طالبان يا نور انارکسټ يا فاشسټ قوتونه دمتبادل پۀ شکل کښې راځي چې د ټولونه لوئي نقصان به ئ عام  او خواريکښ اولس ته وي ـ

پۀ غونډه کښې  ځوان  ليکوال حليم شملزي، محب وزير ، د PYF کراچۍ جنرل سيکرټري موهن جيون ، دليبر ګوند ناصر منصور دسندهي ورځپاڼي (کاوش ) سټي ايډيټر هم برخه درلوده ـ