مـــزدور ( نظم )
پـــۀ خــپــله سـوزې خـو بس نـورو ته رڼـا ورکوې
مــزدوره تــۀ د زنــد ګۍ وجـــود تـه سا ه ورکوې
ستـا د بـدن پۀ شنــو خــولو کښې زندګی پټه ده
د سبــــــاؤن د پلــــوشــــو ســـــره سيــــالی پټه ده
يـــوه هنــــګامه د نـــوی ژونــد د پســرلی پټه ده
ستــــا د همــت د انتـــــهــا قيــصه بـه ختمه نـۀ شی
مزدوره خُدائېګو دا رښتيا قيصه به ختمه نـۀ شی
پۀ خپـــله ويــلې شوې خو قام ته دې لار اوښودلـه
تا د منـــصـــور بچــو تــه مـيـنـه ددار اوښــــودلــــه
( محنت عظمت دے ) دا کُليه دې د کار اوښودله
تورو تيــارو کښـې د سبا سترګه شوې اوځلېــدې
تــاتــه د ډېرو ستــرګه ورو سترګې اوپسخېــــدې
تـــۀ دقــائــــــــد د زنــــدګــــۍ د ارمـــانـونو زېـــرے
تــۀ د اقـــبـــــــال د شـــاعــرۍ دتعــبـيرونو زېـــــرے
تــۀ د رنګــيـن ماښـــام او نــوی ســحرونو زېــــرے
تۀ پــۀ خړپــوسو تګ کوې تر خپــل مرامـــه رســـې
تـــر د منـــزله چــې به څـــومــره بــې اّرامـــــه رســـــې
ستا دا ريښې ريښې ګرېوان شډل بــډل لاســـــونه
دا چــاؤدې پـونــدې او تــڼــاکــې د ازل لاســــــــونه
چــــرې هُــم تــاتـــــه نــزدې مـۀ شه د اجل لاســــــونه
تۀ د پټی خېټه چـې او څــــيرې نــو ژوند اوګــــــټې
د چا دژوند د بنګړو شړنګ لــه پرې مړوند اوګټې
ستا پۀ تنــدی کښــې د وطن د روڼ سحر نخښې دي
دچــــا د ســـتړو ارمــــانـــونــو د ســــــفـــــر نخښې دي
کـنـــــه د لــــــوړو حوصـــلـــو لکه د غــــــر نخښې دي
حـــجـــازی پــلونه ښُـکلوی ستا ، درله لاس درکوی
ورســــره هېــڅ نشتــه ډالـــۍ به د اخلاص درکـــوی