ځوانه ښځه له درېوو ورځو راهيسې د خپل خټين كور په لوګي وهلې كوټه كې ناروغه پرته وه، يواځې يوه ماشومه لور يې سر ته ناسته وه او په وړه ژبه يې له موره همدا يوه غوښتنه كوله:
- مورې زه وژې (وږې) يم شيدې راكه.
مور به يې د ماشومې لور د زړه لپاره د زړه په زور مازې دومره ورته وويل:
- تر تا به جار سم شيدې به ولې نه دركوم.
په كوټه كې چوپه چوپتيا وه، خو يواځې مچان بوڼېدل او د كوټې چوپتيا يې ماته كړې وه. په كوټه كې په سپينه ورځ هم تياره وه او كله چي به څوك له دباندې كوټې ته را ننووت نو په كوټه كې به د لنډې شېبې لپاره روڼا خپره شوه. د ناروغې ښځې خواښې به هم كله- كله كوټې ته را ننوتله او پر خپلې نږور به يې په كاوړ سره ږغ وكړ:
- پورته سه هيڅ بلا نه يې وهلې.
ناروغې ښځې به هيڅ ونه ويل، ماشومه لور يې بيا پر سينه ور پرېوتله او په مينه ګركي انداز يې ورته وويل:
- هله مورې را كښېنه څومره ډېر خوبونه دي وكړل.
سپين سرې چي په كوم كار پسې كوټې ته را ننوتې وه او د كوټې په يوۀ كونج كې يې بوخڅه سره توشپلې وه، د ماشومې لمسۍ په خبرو پسې يې وويل:
- نه لورې خوبونه نه كوي له نامردۍ پرته ده.
د ناروغې ښځې سپين سرې خواښې- چي تور پړونى يې پر سر و- له كاوړ او زګېروي سره له كوټې ووتله او د كوټې پر ورۀ را ځړېدلې تاګۍ يې- چي د پرانيستي ورۀ پر يوه پله يې اچولې وه- كښته را پرېښووله او په كوټه كې بيا تياره خپره شوه.
كه څه هم اوس ژمى تېر شوى و، خو ناروغه ښځه تر دوو كنځړو (بړستنو) لاندې پرته وه او د يخ له لاسه يې داسې زګېروى خوت چي تا به ويل واورې اورېدلې دي. دا درېيمه ورځ هم همداسې پر تېره شوه چي نه يې په ډوډۍ څكه كړې وه او نه ډاكټر ته بېول شوې وه.
د ماښام لمونځونه شوي وو چي مېړه يې كور ته راغى. كلكه لونګۍ يې تړلې وه، پر خړبخونو كاليو يې توره سدرۍ اغوستې وه، برېتونه يې تاو كړي غوندې وو او وړه ږيره يې هم پر مخ وه. مخامخ د مور كوټې ته ور ننووت. د مور په ليدو يې په اندېښمن ډول وويل:
- مورجانې ولې پرته يې خداى مه كه مريضه خو به نه يې؟
مور يې په ټيټ خو ستومانه ږغ ور غبرګه كړه:
- مريضه به ولې نه يم چي ښځګله دي پرته ده او كارونه يې ټول موږ ته را له غاړې دي.
زوى يې سوړ اسوېلى وكيښ:
- اوف خدايه زه به له دې سپۍ سره څه كوم؟
لږ ګړۍ يې له مور سره خبرې وكړې او بيا يې له خپلې كشرې پېغلې خور څخه- چي د برنډې په يوۀ كونج كې يې د نغري پر سر پختن كاوه- د څښلو اوبه وغوښتلې، خور يې تر لږ ځنډ وروسته له اوبو ډك خاورين لوښى ورته ونيو:
- لالا اوبه دي ونيسه كار كوم، د دې ورېندارګلې له لاسه خو ولاكه كراره ورځ لرو.
ورور يې د دې خبرې په اورېدو نور هم خواشينى شو، د اوبو له ډك لوښي يې څو غوړپونه وكړل او لوښى يې هملته پر مځكه كښېښوو. له غوسې يې سترګې رډې راوتلې وې، له ځايه را ولاړ شو او د خپلې كوټې خواته رهي شو. د كوټې پر ورۀ ځړېدلې تاګۍ يې پورته كړه، توره تياره وه، له جېبه يې اورلګيت را وكيښ، تيلۍ يې بله كړه او د كوټې په مخامخ تاخچه كې پراته څراغ ته يې ونيوله، په كوټه كې ګوزاريي روڼا شوه، مېرمنه يې هماغسې تر غبرګو كنځړو لاندې پرته وه او زګېروى يې خوت، ماشومې لور يې د مور پر پښو سر لګولى و او په خواږۀ خوب ويده وه. مېړه يې لونګۍ له سره ايسته كړه، سدرۍ يې وكښله او پر خپلې ناروغې مېرمنې يې ږغ وكړ:
- اې بلاګۍ تاته وايم، پورته سه لږ وګرځه، په پروتې نه ښه كېږې!!
ښځه يې داسې پټه خوله پرته وه چي هيڅ ښورېدله نه، يواځې كرار- كرار زګېروى يې اورېدل كېدۀ، مېړۀ يې بيا پسې زياته كړه:
- ګولۍ وخوره ښه به سې، نو زه خو دي ډاكتر ته نه سم بېولاى، شرم دى خلك به څه وايي!!
ښځې يې بيا هم څه ونه ويل، خو دا ځل يې پښې لږ وښورولې، ماشومه لور يې را ويښه شوه، سر يې د مور له پښو را پورته كړ، سترګې يې وموښلې، د څراغ په تته روڼا كې يې پلار وليد، چابكه را ولاړه شوه او پلار ته يې ور منډې كړې، پلار يې لور په غېږ كې ونيوله، پر مخ يې څو ځله مچ كړه او سوكه يې- لكه څوك چي چاته پټه خبره كوي- ترې وپوښتل:
- لوركۍ شيدې دي خوړلي كه نه؟
لور يې پړينګ په ژړا سوه، غرېو ونيوله، په سلګيو كې يې پلار ته وويل:
- مول (مور) مي شيدې نه راكوي.
پلار يې سړه ساه وكښه:
- لورې دا غوا به خرڅوو كه به څه په كوو!!؟
ماشومه لور يې د څراغ په تته روڼا كې دوه درې ځله نور هم پر مخ مچ كړه، لور يې هملته پرېښووله او بيرته له كوټې را و ووت. كشر ورور يې هم له كاره كور ته را رسېدلى و، ډوډۍ تياره وه، مور، لور او دواړه وروڼه پر دسترخان سره را ټول شول، د ناروغې ښځې مېړۀ پټه خولۀ ناست و، ماشومه لور يې سترګو ته جګه ولاړه وه، د هغې خبره يې له زړه نه وتله چي ويل مور مي شيدې نه راكوي. له كاره را ستون شوي ورور يې له موره وپوښتل:
- ورېنداره لكه چي ډوډۍ ته نه راځي؟
مور يې تر لږ چوپتيا وروسته ځواب وركړ:
- خپله ډوډۍ دي خوره، هغه ډكه مړه ده.
زوى يې هم نور څه ونه ويل. ډوډۍ يې وخوړله او د كور په غولي كې يې د نيمې سپوږمۍ روڼا ته خبرې پيل كړې. مور يې د خپلې ځوانۍ كيسې ورته را واخيستې:
- پر موږ هم ځواني تېره سوه ولاكه مو په مريضۍ كې هم سر لګولى وي او د دوبي په سره غرمه به مو لوونه كول.
مشر زوى يې وويل:
- هو موركۍ زموږ ځوانۍ خو ولاكه په يوه روپۍ ارزي.
مور يې بيا ناروغه نږور پسې را واخيسته:
- مكر خو هم يو ډول مكر وي، نه دا چي د ناروغۍ په پلمه څوك له كاره ځان وكاږي.
د شپې تر ډېرو يې خبرې سره وكړې، نور نو د خوب وخت را رسېدلى و، د ناروغې مېرمنې لېور د غولي په منځ كې پر كټ ويدۀ شو او مېړۀ يې كوټې ته ور ننووت. څراغ لا هماغسې بل و، د ښځې يې ووړ- ووړ ستمى خوت، لور يې دا ځل د مور په كنځړ ور ننوتې وه، ځكه په كوټه كې يې تر سترګو نه شوه. د سړي ګرمي شوې وه او نن شپه د كشر ورور څنګ ته په غولي كې پر كټ ويدۀ شو.
سهار تر چاى څښلو وروسته چي د ناروغې ښځې مېړۀ لا كار ته نه و تللى، مور يې خپل كشر زوى ته وويل:
- زويه ته دي دا ورېندارينه يو ډاكتر ماكتر ته بوځه، چي يو څه زهر وركړي.
زوى يې ځواب وركړ:
- ولې ورېنداره مي مريضه ده كه څنګه؟ ضرور ولې به يې نه بوځم.
د ښځې مېړۀ ولاړ شو، كوټې ته ور ننووت، لونګۍ يې پر سر كړه، پر برېتو يې ګوتې ووهلې، د ښځې خواته يې ور وكتل، ږغ يې پر وكړ:
- اې بلاګۍ پورته سه نن به دي ډاكتر ته ورولي.
ښځې يې هيڅ ږغ ونه كړ، مېړۀ يې چي لا له كوټې نه و وتلى، بيا يې په تلو- تلو كې په لوړ ږغ په كاوړ سره ورته وويل:
- تاته وايم پورته سه سپۍ دا لور ته دي يو څه شيدې وركه له لوږې به درته مړه سي.
ښځه يې هماغسې بې سده پرته وه، لا يې څپلۍ نه وې تړلې، لور يې سترګو ته ودرېده، ورغى چي مچ يې كړي او بيا كار ته لاړ شي، له مېرمنې يې كنځړ پورته كړ، لور يې په مور پسې نښتې وه، ناببره يې تر خوله چيغه ووتله او بيا ژر پټه خوله دباندې را و ووت.
ورور يې چي ډاكټر ته د خپلې ناروغې ورېندارې د بېولو په تمه ناست و، له خپلو څو خپلوانو او څنګلوريو سره بېلچې او كولنګان په اوږه كړل او د كلي څنګ ته د پلنې هديرې په يوۀ كونج كې يې څنګ پر څنګ- يو كوچنى او يو لوى- دوه قبرونه وكيندل.
۲۱ جون ۲۰۱۰م كال
شالدره- كوټه