مياخېله وروره
سلامونه
خوښ يم چې د انټرنيټ پر پاڼو ستاسې د (لمر) پاڼه هم ور زياته شوله، خو ګوره ياره داسې نه وي، چې د لمر تېزې وړانګې مو د پېښور او پنجاب د ګرمي د پلوشو په جامو کې درنه خراب نه کړي يا مو هغه د چا خبره جل ونه وهي. خير په هر صورت دخوښۍ ځای دی ؛ خو ګوره ياره زه خو وايم چې ته يو ډېر فعال خبريال يې او نيټ ته هم لاسرسی لرې، زما خو که منې بلوګ ته دې داسې پاليسي غوره کړه، چې يو څه د نورو بلوګونو په نسبت نوښت ولري، ځينې داسې موضوع ګانې پکې ځای کړه، چې موږ او تاسې يې ډېر کمی محسوو.
الله دې ژوندی لره.
ورور دې
محمدحنيف حيران په پېښور كې
............................................................................................................................................................................................
ګرانه حيرانه وروره
زما سلامونه او لورېينې هم ومنئ
خداى مو روغ جوړ او خوشاله لره. د (لمر) په اړه د خوښۍ د پيغام له را استولو مو ډېره مننه كوم. تاسې چي د (لمر) د توښ او تېزوالي په اړه كومه اندېښنه څرګنده كړې ده كه خداى كول ستاسې اندېښنه به سرچپه خېژي او پښتانه به نور د پنجاب د تودو لمرونو پلوشې نه سوځوي، بلكې دا ورته د خوشالۍ د (لمر) يو زېرى وبولئ.
دا چي تاسې ماته فعال خبريال ويلي ستاسې لورېينه ده، خو ما خپله د خپل ځان فعاليت نه دى ليدلى، خداى دي ستاسې پر خوله آمين كړي چي زه نه يواځې په خبريالۍ كې بلكې خپلو خلكو د هر ډول چوپړ او خدمت په لاره كې فعال و اوسم. زه به ستاسې له غوښتنې سره سم هڅه وكړم چي په (لمر) كې وركړل شوى هر فولډر مو له موضوع سره سم ليكنې ولري، كه ډېرې نه وي دومره به ضرور وي چي كوم كتونكى يو فولډر پرانيزي او دا ونه وايي چي په دې كې خو هيڅ يوه ليكنه هم نه شته.
ستاسې له پېرزوينې يوه دونيا مننه
باركوال