ليكوال صاحب! پرون مي په يوه مجله كې ستاسې ليكنه تر سترګو شوه، په ډېرې لېوالتيا مي يې په لوستلو پيل وكړ، خو كه ريښتيا درته ووايم، په ډېرو توريو يې نه پوهېدم، چي ټوله جمله به مي دوه درې ځله ولوستله، بيا به پوه شوم، چي دا تورى څه مانا وركوي. تاسې ډېر پارسي او عربي توري كارولي وو، ولې مو په خپله ليكنه كې د "قديم" پر ځاى "لرغونى" نه و ليكلى؟ ولې مو د "همه جهت" پر ځاى "هراړخيز" تورى نه ليكه؟
ليكوال بې له دې چي د لوستونكي پوښتنو ته چورت ووهي، د هغه اندېښنه په پام كې ونيسي، سمدستي يې ورته وويل:
"په دې ژبه پراخېږي، تنګ نظري نه ده په كار!! "
پښتانه وايي: "پړ هم وراشه لري"، زه له ژبپوهانو دا پوښتنه كوم، چي آيا د ژبې د پراخېدو لاره دغه ده، چي د خپلې ژبې تورى په لوى لاس پورې وهه او پر ځاى يې پردي توري ته ځاى وركړه. كه چېرې د كوم كرايې كور څښتن له خپل كوره كرايه دار وباسي، نو څرګنده ده، چي ځاى به يې بل كور نيسي او هغه كور به بلې كوڅې ته ځي. زما په نظر يوه ژبه هغه مهال د نورو ژبو په توريو او لغاتو لويېږي، چي هغه ژبه د كوم شي لپاره خپل توري ونه لري، ځكه د دې ساده مثال دا دى، چي كه له كوم سړي سره خپله پيسې وي، نو هغه له بل چا څخه پيسې په پور نه اخلي، هر كله چي يو څوك پيسو ته اړتيا ولري، نو هغه مهال پور اخيستلو ته اړتيا پېښېږي.
د توريو يا لغاتو پورونه هم كټ مټ همداسې ده، كه موږ په خپله ژبه كې كوم شي ته تورى ونه لرو، نو هغه مهال موږ له نورو ژبو څخه پور ته اړتيا لرو.
يو وخت مي په كوم كتاب كې لوستي وو، چي "يو ليكوال بايد په ذهن كې د توريو ډېره غني پانګه ولري"، خو له بده مرغه زموږ د ځينو ليكوالو د ذهن دغه خلا پرديو توريو ډكه كړې ده او تر ټولو د اريانۍ خبره خو دا ده، چي زموږ كوم ليكوال په خپل ذهن كې د خپلې مورنۍ ژبې د توريو پانګه نه لري، نو پر ځاى يې پردي توري په دې دليل كاروي، چي ګواكې په دې كار سره زما ژبه پراخېږي.
له دې څخه داسې څرګندېږي، چي زموږ ليكوال په خپل ذهن كې د خپلې ژبې د توريو پانګه نه لري، دا پر خپل ځاى يوه غميزه ده، خو وايي "پكه، دا دي لا بله سپكه"، يو شمېر يې د عربي او پارسي ژبو توري د دې لپاره كاروي، چي وايي : "خلك به وايي، دا خو ريښتيا هم عالم سړى دى، ځكه چي په ليكنه كې يې ډېر پارسي او عربي توري راوړي دي" او دغه ډار يې هم د كره او سمې پښتو له ليكلو را ګرځوي، چي هسې نه يواځې د سوچه پښتو په ليكلو مي څوك نالوستى او جاهل ونه ګڼي. دلته به د بېلګې په توګه زموږ د يوۀ ليكوال يوه جمله سره ولولو:
"كه موصوف په عربي ژبه مكمل عبور نه هم لري، نو واجبي ګرفت به ضرور ورته حاصل وي".
آيا دغه پورتنۍ جمله موږ په كوم دليل د داسې يوۀ ليكوال جمله وبولو، چي هغه دي خپله مورنۍ ژبه د پرديو ژبو د ښكېلاك (استعمار) له منګولو خلاسه كړي او د خپلې مورنۍ ژبې د وركو توريو په موندلو او را برسېره كولو كې دي زيار وګالي.
دا سمه ده، چي زموږ ډېر داسې ليكوال، چي له مودو راهيسې په ښارونو كې ژوند كوي، هغوى به د ليكنې پر وخت د خپلو سوچه پښتو توريو په موندلو كې پاته راغلي وي، خو د دې دا مانا نه ده، چي كه ستا په ذهن كې ستا له اړتيا سره سم پښتو تورى نه شته، هغه به په ټول پښتني وطن كې هم نه وي، پروا نه كوي له عربي يا له پارسي ژبې يا په ډېر افسوس سره له اردو(!!) يې را واخله.
زموږ ډېر ليكوال پر ځاى د دې چي په سمه او سوچه پښتو كې د ليكنې هڅه وكړي، نورو هغو ليكوالو ته هم په سپكه سترګه ګوري، چي تر خپله وسه د نورو ژبو له منت وړلو پرته په خپله سوچه پښتو كې ليك كوي. له دې څخه موږ دوې خبرې اټكلولاى شو، لومړى دا چي يا خو دغه ليكوال د پښتو د چوپړ او خدمت په نيت د ليكوالۍ ډګر ته نه دي را وتلي او نه غواړي چي پښتو دي زموږ د څنګلوريو ژبو- چي دوى پور ترې اخلي- سياله شي او دويم دا چي دوى په خپل ذهن كې د خپلې ژبې د توريو پانګه نه لري، نو پر نورو هغو ليكوالو يې هم سترګې سرې وي، چي دا كار په ښه توګه، په برياليتوب سره تر سره كوي.
كه يو ليكوال په ريښتينې توګه غواړي، چي خپلې ژبې ته د خدمت وړ وګرځي، نو زما په نظر ايماني او وجداني دنده يې دا ده، چي بايد د خپل ولس د ويښتيا او بيدارۍ لپاره خپل قلم د قام او هېواد د مينې له اوبو ډك كړي او هغوى ته په خپله مورنۍ ژبه كې داسې څه وليكي، چي هغوى يې د زړه په سترګو ولولي، ويې مني او ويې پالي، كه داسې نه وي، نو په هسې پوچو دليلونو يو ليكوال د خپل ولس په زړه كې ځاى نه شي موندلاى=
(باركوال مياخېل)