عكس
دا د عربي ژبې د شپږو نومياليو شاعرانو د شعرونو د پښتو ژباړو ټولګه ده، چي د جولاى د مياشتې (۲۰۰۹) په همدې لومړيو شپو كې تازه له چاپه را وتلې ده. د عربي شعرونو كتاب- چي منظومه ژباړه يې د پښتو ژبې نوميالي شاعر محموداياز كړې ده- په كوټه كې د غزنوي خپرندويې ټولنې له خوا د يو زر (۱۰۰۰) ټوكو په شمېر په (۱۹۷) مخونو كې چاپ شوى او خپور شوى دى.
د (عكس) په نامه د عربي ژبې د شاعرانو پر دې منظومه پښتو ژباړه باندې خليل باور او افضل شوق سريزې كښلې دي، همدارنګه د دې كتاب د اردو ژباړې سريزې هم ورسره را ژباړل شوې دي چي د عربي ادب په اړه هراړخيز مالومات پكې را غونډ شوي دي.
په دې ټولګه كې د شپږو عربي شاعرانو (عبدالوهاب البياتي، نزار قباني، نازك الملايكه، محمود دروېش، سميع القاسم او فدوي طوفان) د شعرونو د منظومې ژباړې تر څنګ د هغوى د عربي شعرونو متن هم يو ځاى شوى دى.
دغه شعرونه لومړى ځل د اردو ژبې ليكوال محمدكاظم اردو ژبې ته په نثر را ژباړلي دي، بيا د اردو ژبې نوميالي شاعر امجداسلام امجد په هنري نثر (په نثري نظم: محموداياز) ژباړلي دي، يانې محموداياز د ژباړې ژباړه كړې ده، خداى دي وكړي چي نوموړي په خپله منظومه ژباړه كې د عربي شاعرانو د شعر منځپانګه او خيال په سمه توګه پښتو لوستونكيو ته وړاندې كړي وي.
محمود اياز تر دې پخوا هم د نړۍ د بېلابېلو ژبو د سترو شاعرانو شعرونه پښتو ته منظوم را ژباړلي دي. د محموداياز تر اوسه پورې پينځه كتابونه چاپ شوي دي:
۱. ديدن ته دي ناوخته راغلو. (د پېښور راپورتاژ)
۲. تڼاكې د خيال (لومړۍ شعري ټولګه)
۳. د ماځيګر چارسو (د نړيوالو شعرونو منظومه ژباړه)
۴. بيا زه هم په سايه بدل شوم (دويمه شعري ټولګه)
۵. عكس (د عربي شعرونو منظومه ژباړه) همدا كتاب