ليک: ايمل مبارز
د ننګرهار ولايت يو شمير استوګن انديښمن دي چې په دغه سيمه کې د ګنيو کرکيله د پخوا په پرتله کمه شوې ده .
ننګرهار هم د هيواد د يو شمير نورو کرنيزو ولايتونو په څير يو کرنيز او د زراغت له مخې ، توليداتي ولايت دی ،چې په بيلابيلو موسمونو کې پکې ډول ډول کنرنيز توکي کرل کيږي،ګني هغه بوټی دی چې د ننګرهار د کرنيزو توليداتو څخه يو مشهور توليد او د دغې سيمې کرنيزفصل دی ، د ګنيو کرکيله د ننګرهار د کامې او بهسودو په ولسواليو کې د ننګرهار د نورو سيمو په پرتله ډيره کيږي ،خو ولې اوس مهال يو شمير وګړي انديښمن دي چې په دې ورستيو کې د ګنيو کرکيله خورا کمه شوي او د پخوا په څير نه کرلکيږي د دوی په خبره که چيرې بزګران د ګنيو د کرکيلې څخه لاس واخلي ، نو يو وخت به خلک د هغو توکيو د سخت کات سره مخ شي چې د ګنيو څخه لاس ته راځي ، خو ځينې خلک د ګنيو د کرکيلې د کموالي لامل په بهسودو او کامې ولسواليو کې د شولو د کرلو ډيروالی ښيې ، د کامې ولسوالۍ استوګن خپلواک وايې پخوا په کامه کې د اوبو سربندونه نه ول جوړ ، نو همدالامل و چې په کامه کې اوبه کمې وې او بزګرانود ګنيو کرکيله ډيره کوله ،خو اوس چې په کامه کې د اوبو سربندونه جوړ شوي دې نو،بزګرانوهم د ګنيو د کرلو پرځای د شولو کرلو ته مخه کړې ده . په خبره يې د شولو د کرلو بزګرانو ته څو ګټې دي اول دا چې د شولو د فصل پالال اوتر سره کول اوس تر يوه بريده اسانه شوي دي او کار يې ټول د ماشين په وسيله سرته ريسږي او بل داچې د شولو ګټه هم تر ګنيو ډيره ده ، نو همدا لامل چې د ګنيو کرکيله د پخوا په پرتله کمه شوې ده .
د بهسودو ولسواۍ يو تن بزګرروښان بيا وايې چې اوس مهال خلک دومره اړتيا ګوړې ته نه لري لکه غنمو ته، په وينا يې همدالامل دی چې بزګرانو د ګنيو پرځاي د غنمو کرلو ته مخه کړې ده نو موړی زياته وي يو جريب پټې ټوله يو خروار ګوړه نه کوي او دهقان ورباندې ټول کال ستړی او ستومانه وي او د کال په اخر کې بيا ورڅخه په ښه بيه هم نه اخيستل کيږي .
محمد عمران چې په کامې ولسوالۍ کې مدير د قريه جاتو دی دی هم د خپلواک سره په يوه خوله دې او په وينا يې چې اوس د ګنيو پرځای خلکو د شلو کرلو ته مخه کړې، بل لامل د ګنيو د کمو کرلو عمران داښيې چې ګني دوه فصله پټی له کاره باسي او شولې يو ،نو ځکه يې پرځای د شولو کرل دود شوي دي ،دی زياته وي که چير د ګنيو د حاصل لپاره هم وسايل راووځي او بوره ورڅخه جوړه شي نو په باور يې يو خل به بيا خلک د ګنيو کرلو ته مخه وکړي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ د رياست ريس انجينر محمد حسين سافی وايې په ننګرهار کې پخوا هم ګني کرل کيده او اوس هم کرل کيږي ، خو په وينا د کرلو د کموالي لامل يې د بازار او مارکيټ سستوالی دی په خبره يې په هغه اندازه بازار نه لري چې د بزګرانو اړتياوې پوره کړي ،نو ځکه يې بزګران هم کرلو ته زړه نه ښه کوي .
نوموړی زياته وي دوی په راتلونکې کې په پام کې لري چې د ځينو بهرنيو هيوادونو څخه د ګنيو نومونې چې د هيواد د ابو هوا او اقليم سره برابرې وي راوړې تر څو دوی په راتلونکې کې ورڅخه د جوسو او ګوړې په جوړولو کې ګټه واخلي .
انجينر حسين سافی وړاندې وايې دوی په هڅه کې دې چې په راتلونکې کې د ګنيو د کرلو لپاره مارکيټ برابر کړي .
د ويلو ده چې اوس مهال په ننګرهار کې د پخوا په پر تله د ګنيو کرکيله کمه شوې ده او پرځای يې د شولو کرلو زور موندلای دی ،يو شمير خلک په دې باور دي که چيرې د ګنيو کرلو ته پام لرنه ونه شي او بزګران بيرته د ګنيو کرلو ته وده ورنه کړې، نو هغه څه چې د ګنيو څخه لاس ته راځې خلکو ته به د اور په بيه تمام شي ، د کرنې د رياست چارواکي وايې دوی په راتلونکې کې تکل لري چې د ګنيو د کرلو او هغې ته د مارکيټ د پيدا کولو لپاره د ځينو هيوادونو څخه د ګنيو نمونې راوړې تر څو ورڅخه خلک د جوسو او ګوړې په جوړولو کې ګټه پورته کړي
http://www.tolafghan.com/amel لومړې مخ